خبرتياوې او بېلابېل
د روان کال د مرغومې د مياشتې په پنځمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه څلورشپېتمه ناسته وکړه. د غونډې د نظامت چارې د جميل وقار په غاړه وې، غونډه د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وکړ، ورپسې مجيد ژړاند ته بلنه ورکړل شوه، چې د سیاست او ادب په اړه خپل چمتو شوی لکچر د غونډې برخه والو ته وړاندې کړي. مجيد ژړاند په لومړي پيل کې د ادب او سياست په اړه خپل لکچر داسې پيل کړ«ادب او سياست دواړه داسې موضوعات دي، چې د بشري ټولنې د افرادو په ژوند کې خورا مهم رول لري، د يوې ټولنې په ورځنيو چارو او ژوندانه کې تاثير لري. اديب او سياست پوه دواړه د يوې ټولنې غړي دي او په يوه ټولنه کې ژوند کوي، خو داذ ددې مانا نه لري، چې د دوی د کار ساحه يوه ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دلومړي مرستیال محمد شیرین ګردیوال د میرمنې د مړینې له کبله ، چې جنازه ئې پخوا په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده، دوستانو او خپلوانو ته خبرورکول کیږي چې په جرمني کې د نارینه او ښځینه د فاتحې مراسم
نن د پېښور پريس کلب مخې ته يو شمېر ماشومانو او د ډاکټر خان تحريک غړیو په پښتو ژبه کې د زدکړو دودولو لپاره يو احتجاجي لاریون وکړ. مظاهرچيانو مشال راډيو ته وويل، چې دوی د انګرېزې ژبې د زده کړې مخالفت نه کوي، دوي غواړي چې انګريزي ژبه دې د يو مضمون په توګه وښودل شي نه چې ټول نظام په دغه ژبه وي. پام دي وي چې پاکستان تحريک انصاف حکومت پروسږ کال په خېبر پښتونخوا کې تعليمي نظام په انګريزې ژبه کولو اعلان کړی وو چې تر مخه به يې پوړ په پوړ د هر یوه ټولګي نصاب انګريزۍ ژبې ته اړول کېږي. له پيښوره د ځلاند يوسفزي ویډيو
دهوتکیانو علمی اوقومی مشر داجل داعی ته لبیک وویلو ...حضرت علامه مفتی ګلان صاحب دهیواد په سطحی ددینی علومو یوه بله ډیوه وه ...چی دورپيښی ناروغی لامله دکوټي په روغتون کی ومړ...
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د بندې سردې سیمې شاوخوا ۵۱ کليو ته صحي کلینیک جوړ کړ. یاد کلینک چې تر دې وړاندې د غزني په مرکز کې فعالیت درلود د سیمې د خلکو په غوښتنه او د غزني د عامې روغتیا په موافقه سردې سیمې ته چې په روغتیايي برخه کې سپينه ساحه وه انتقال شو.
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړل، چې د روان کال د لېندۍ په ۱۹مه د شمشاد نړيوال تلويزيون، تخنيکي چارو مدير انجنير محمد عمر عليم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
دالومړۍ ځل دی چي یو پوهنتون دبزګرانو سره دبازار موندني په برخه کي مرستي ته را دانګي په دې نندارتون دهلمندي بزګرانو په لاس دشاتو د مچیو څخه تولید سوي خالص شات نندارې ته کښیښودل سوي وه، چي په خورا جم وجوش سره دنندارتون دګډونوالو له خوا ۲۴۵ کیلو شات وپېرل سول، په نندارتون کي دهلمند ولایت دولتي مسئولینو ، دبُست خصوصي پوهنتون استادانو او محصلینو ، مدني فعالینو ،درسنیو استازو او عامو خلکو برخه اخستي وه . دشاتو دمچیو روزل د کارډ اف (دزراعت د ودي او دکلیو د هر اړخیزي پراختیا دپروګرام ) په مرسته دبزګرانو سره په
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه په پام کې لري چې په جرمني کې د روان کال د دسمبر په میاشت کې یو نړیوال علمي سیمینار د ( افغانستان او سیمه کې نوي بدلونه او اندیښنې ) تر سرلیک لاندې جوړ کړي .
د اکسفورډ پوهنتون سره د تړلي خپرنخونې، Oxford University Press (OUP)، پنځه هغه کتابونه نومولې چې وايي نړۍ ته يې تغيير ورکړ. د ۲۰۱۵ کال د پوهنتون د انتشاراتو اوونۍ او د اکاډميک کتاب اوونۍ په مناسبت، د اکسفورډ پوهنتون خپرنخونې د روان کال په نومبر کې د هرسټ خپروونکو Hurst Publishers له لورې د پنځه تر ټولو اغېزبښونکو کتابونو نوملړ خپور کړ. دا هغه کتابونه دي چې د OUP په ارزونه يې د نړۍ په معاصرو تاريخي پېښو تر ټولو ډېر اغېز ښندلی، او يا د همدومره اغېز د ښندلو وړتيا لري. هرسټ خپروونکي په لندن کې مېشت مشهور کتاب خپرنځی دی چې د اسلامي نړۍ او منځني ختیځ اړوند موضوعاتو په اړه علمي کتابونه خپروي. دا خپرنځی د OUP پارټنر دی. له همدې لامله يې د هرسټ څخه د خپرو شويو کتابونو له منځه د پنځه نړۍ بدلوونکو کتابونو ارزونه په غاړه اخيستې ده.
د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند روان کال دروان ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر په ۱۵ مه نېټه د المان دهورت په ښارکې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو روحاني ، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې مراسم تر سره کړل ، چې د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګن شمیرټولنو او ګوندونو استازو ، په اروپایي هیوادونو کې میشتو پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل هم پکې ګډون کړی ؤو.
د کالايس په ځنګل کې د ژوندانه شرایط په کافي اندازه نامساعد دی، يو شمير کډوال د ډيرو نازکو خيمو لاندې د ژمې شپې تيروي. دا په داسې حال کې ده چې سلګونه نور کډوال د ځمکې پر مخ ژوند کوي. د کډوالو تشنابونه غير منظم دي او کله چې باد وشي ټول کثافات د باد په واسطه تيتيږي.
پر بهرنيو کارګرانو د محدوديتونو وضع کول به د انګلستان اقتصاد د لوی زيان سره مخ کړي. په انګلستان کې د کيمبريج ښار ځينې سرمايه دارانو د انګلستان لومړي وزير ته په يوه ليک کې کښلي چې د حکومت د کډوالۍ کړنلارې به د صنعتي شرکتونو فعاليتونه له ګواښ سره مخ کړي.
په هغه هېواد کې چې پېغلې او زلمي یې ټوټې ټوټې خاورو ته ځي، پر هغه خاوره چې ماشومان یې اول وریتېږي بیا خښېږي، پر هغه ځمکه چې ښځې یې تر تيږو لاندې مري او نوي زېږېدلي ماشومان یې سره څيرل کېږي، د یو بوډا مړینه دومره فوق العاده خبره نه ده. خدای دې یې وبخښي.
له شماله خپرېدونکې پوهنيزه، فرهنګي، سياسي او ټولنيزه مهالنۍ مجله په يو ځانګړي نوښت ښې پښتۍ سره په (۵۲) مخونو کې له چاپه راو ووته
د انګلستان په مرکز لندن کې، د نايجيريا هيواد د اوسيدونکو ټولنه د کډوالو د ايستلو په برخه کې د انګلستان د حکومت پر کړنلارې، چې له مخې به (۲۹۰۰۰) تنه کډوال نايجيريا ته واستول شي، ژوره انديښنه څرګنده کړیده.
د فاتحې اعلان. خوشحال سوما، یما سوما زامن. دکتور محمد علی هوما زوم. ننگیالی هوما، زمریالي هوما، میرویس سوما او روښان سوما لمسیان. انجنیر عزیز الله عزیز، یما مقبل نږدی دوستان او د غرغښت د خیر او ښېگڼی ټولنه ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چې د ارواښاد پوهاند محمود سوما د نارینه وو فاتحه چې جنازه یې پخوا د افغانستان په خوست ولایت کې خاورو ته سپارل شوې، د نوومبر میاشتې په اوومه نېټه د شنبې ورځ د ماسپښین له یوې نه تر درې بجو پورې د امستردام ښار په طایبه جومات کې اخیستله کېږې. روح يې ښاد او فردوس جنت يې په نصیب وي. پته:
دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده *** چې منزل لنډ شو نو ستړې قافله شوه په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شو، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او دعوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه دیوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي
د سږکال يانې د ۱۳۹۴ لمريز کال تر دې مهاله زما ۳ نښيرونه چاپ شوي، چې لومړی هغه د کيميا په څانگه کې دی، «کيميايي عنصرونه» نوميږي زما ليکنه ده او څه موده مخکې مې يې په اړه يو لنډ خبر هم خپور کړی وو .
د اروپايې ټولنې د (۲۸) غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پدغه برخه کې يوه طرحه ترتیب کړه چې دهغې له مخې ټول هغه کډوال چې په اروپايې هيوادونو کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وي او د دوی پناه غوښتنه د مربوطه هيواد لخوا رد شوی وی، خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
د انګلستان حکومت غواړي د مهاجرت په برخه کې کلک تدابیر وضع کړي او د دې تر څنګ پر تحصیلي ويزو هم يو لړ بندیزونه وضع کړي
لغمان والي عبدالجبارنعيمي د ٢٠١سيلاب قول اردو له روغتون څخه د ليدنې پرمهال د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د زخميانو چې په بيلابيلو ولايتونو کې خپلې خاورې او ولس ته د خدمت په مقدسه لاره کې زخميان شوي وو، پوښتنه وکړه او د دوى د قربانيو،اتلوليو او خدمت درناوى يې وکړ.
بې له شکه ټولو هېوادوالو ته په ښه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې د راډیو او ورپسې د افغانفلم او بیا د تلویزیون د جوړېدو او له دې لارې د خلکو د خبرتیا او پوهاوۍ لپاره نږدې یوه پېړۍ وړاندې لومړني ګامونه واخیستل شول او د هېواد د ژورنالیزم ـ هنر او ادبیاتو دغې پیاوړې څانګې په خپله غېږ کې یو شمېر پیاوړي ژورنالیستان ،پروګرام جوړونکي ( پرودیسران ـ ډایرکټران )، هنرمندان، نطاقان ، انانسران ، ممثلین ،لیکوالان ،فلم جوړونکي ،سناریستان ،کمره مینان ، لایټمینان ،د آواز د برخې کارکونکي ،د سیارو واحدونو تخنیکران ، د ستدیوګانو تخنیکران ، مبصرین ، مفسرین ،مستند جوړونکي، مدیران ،د چارو متخصصین ، د اداري برخې کارکونکي او نور راټول او په ښه توګه وروزل ، خو له بده مرغه هېڅکله هم د اطلاعاتو او کلتور
دهیواد ستر نابغه عالم حضرت مولانا عصمت الله حقیار دمړینی خبر لنډژوند لیک او...
د انګلستان د آزادي غوښتونکی ګوند مشر نایجل فراش وايې چې انګلستان د کډوالۍ د کړکيچ تر ژور آغيز لاندی دی او حکومت بايد هڅه وکړي د وخت مطابق کړنلارې ترتيب کړي او انګليسان د کډوالۍ له آغيز څخه خلاص کړي.