ناصر مومند

د کرکې ژوند نه تېر شه او د مينې جام اوچت کړه
ژوندون به پۀ موسکا وايي چې يار راسره شته

کۀ زر راسره نشته خو د ښکلې مينې خان يم
دولت داحساساتو د اظهار راسره شته

زۀ څومره بختور يم چې تخريب نه لېرې تښتم
جذبې د جوړولو او د کار را سره شته

کۀ څۀ هم د شډلو غرونو پېغلو نه ځارېږم
خو جام پۀ لاس کې حوره نن د ښار راسره شته

دا خيال چې مې پۀ بره بره ځي نو پرې پوهېږئ؟
ساقي راسره شته دى ابتکار راسره شته

پۀ هر وخت او پۀ هر حال کې لۀ مينې نه قربان يم
ناصر يمه مومند يمه ايثار راسره شته

ناصر مومند
شمالي کلېفورنيا