د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه!
لومړۍ - برخه
عبدالله وردک
انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
لومړی د ستاسې ټولو سلامتی، او کامیابی د الله(ج) له لوی درباره څخه غواړم، او هیله کوم چه ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ.
وروسته، له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم، چې زما دغه تعلیمی ليکنې ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولي، په هغو کې ښه غور وکړي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او بيا قضاوت وکړي.
زما يوازينی هدف خپلو افغانانو ته د تعليم په برخه کې فی سبيل الله خدمت کول دي، او بس۰
زه غواړم چه د تعليم په برخه کې خپلې ټولې تجربې په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو حضور ته وړاندې کړم. له هغو لوستونکو څخه چه له ما سره پخوانۍ پيژندګلوی نلري، هیله کوم چې داسې فکر ونکړي چه خدای مکړه، چې زه ځان ښودنه کوم. الله(ج) د مونږه ټول له ځان ښودنې څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
زه ان شاءالله ستاسې ټولو ته دا اطمنان درکوم، چې د ځان ښودنې هېڅ نیت او شوق نلرم۰ د مثال په توګه: ما دلته په انګلستان کې نیږدې ۳۶ کاله په زده کړه او معلمۍ کې تير کړي، مګر زه تر اوسه پورې موټر نشم چلولای.
تر ټولو لومړی، زه غواړم چه خپل ځان ګرانو لوستونکو ته معرفی کړم، او غواړم چه د ځان د معرفي کولو هدف په لاندې ډول سره بیان کړم:
زما لومړنی هدف د خپل ځان د معرفی کولو څخه دا دی، چې لوستونکو ته د لیکوال په باره کې کافی معلومات وړاندې کړم، تر څو دوی وکولای شي چې د لیکوال د راتلونکو لیکنو د کیفیت په هکله، په سمه توګه قضاوت وکولای شي.
دوهم هدف مې دا دی، چې لوستونکو ته دغه حقیقت ور په ګوته کړم، چې الحمدلله یو مسلمان له هېچا څخه په هیڅ شی کې کم ندی، او همدارنګه په آینده کې هغې غلطې مفکورې ته چې: ”په عصری علومو کې د یوه مسلمان پوهه له یوه غیر مسلمان څخه یوه اندازه کمه ده“ د شک او تردید په سترګه وکتل شي.
دریم هدف مې دا دی، چې په ګران افغانستان کې ځینې استادان او مسٔولین دغې نقطې ته په ډېر احترامانه ډول متوجه کړم، چې په ځینو پوهنتونو کې د ځینو مضامینو د تعلیمی نصاب بدلېدو ته اشد ضرورت دی. استادان باید خپل تعلیمی نصاب او درسی مواد د ورځني عصری علومو او ضروریاتو په رڼا کې ترتیب کړي.
څلورم هدف مې دا دی، چې د افغانستان ګرانو محصلینو ته وښیم، چې الحمدلله، دوی د نړۍ له نورو محصلینو څخه په هیڅ شی کې کم ندي، او یوازې د یوه ملک شرایط دي، چه دغه نیمګړتیاوې منځ ته راوړي. افغان محصلین باید له اوسنیو تعلیمی شرایطو څخه د خپل تعلیم په هکله اعظمی ګټه پورته کړي، او دغه ناوړه حالاتو ته خپل ځانونه تسلیم نکړي.
پنځم هدف مې دا دی، چې قدرمنو استادانو ته په ډېره عاجزۍ سره دغه ټکی ور په یاد کړم، چې د دوی رویه د شاګردانو په زده کړه، رغنده ښه، او بده، اغیزه لرلای شي.
شپږم هدف مې دا دی، چې هغو افغانانو ته، چې فکر کوي، چې مسلمانان نشي کولای، په عصری علومو کې، خپله ونډه واخلي، د عبرت یو درس وي.
اووم هدف مې دا دی، چې قدرمنو افغانانو ته وښودل شي، چې الحمدلله، یو افغان هم ښه تکړه مسلمان، هم ښه تکړه محصل، او هم ښه تکړه معلم، جوړېدای شي.
همدارنګه، غواړم چې یو بل ډېر مهم ټکی ته هم اشاره وکړم، چې الحمدلله په اوسني وخت کې د استادانو د علمی سویې د لوړولو د پاره د پخواه پرتله یو څه کار شوی، اما دوی یوازې د شاګردۍ تجربه تر لاسه کړیده، او دوی د استادۍ په برخه کې کومه تجربه نده تر لاسه کړې. کله چې یو محصل او یا یو استاد د لوړو زده کړو د پاره بهر ملکونو ته ځي، هغه یوازې خپل لېسانس، ماستری، او دوکتورا اخلي، او بیا خپلو ملکونو ته بېرته ځي، او هغه د خپلو استادانو له داخلی کړنلارې څخه باالکل نا خبره وي. د مثال په توګه: دوی د امتحان د سوالونو د جوړولو او نمرې ورکولو او د استادانو د نورو تعلیمی کارونو په برخه کې پوره معلومات نلري. اما، هغه استادان چې هم یې په بهر کې درس ویلی وي او هم یې په بهرنی ملکونو کې په مکتبو، کالجو او یا پوهنتونو کې استادی کړې وي، که چېرې دوی له زړه وکړي، دوی خپلو وطنوالو ته ډېر خدمت کولای شي. دوی کولای شي چې خپلې تعلیمی تجربې په افغانستان کې د استادانو سره لږ تر لږه د لیکنو پذریعه شریکې کړي.
زه پخپله یو له هغو کسانو څخه یم، چې ما ټولې زده کړې په افغانستان، انګلستان او لږ شانته په امریکه کې کړې دي، او هم مې ۲۷ کاله دلته د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکړیدی. زه غواړم چې خپلې تعلیمی تجربې له خپلو وطنوالو (په خاصه توګه له استادانو او محصلینو) سره په ډېر اخلاص او امانتدارۍ سره، خاص د الله(ج) د رضاء لپاره شریکې کړم.
زه غواړم چه د خپل ځان په هکله، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په لاندې ډول معلومات وړاندې کړم.
زه نیږدې ۶۷ کاله مخکې، د وردګو د سیدآباد، د ولسوالۍ، د عرب خېلو په کلی کې، په یوه غریبه مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی یم.
د یادولو وړ ده، چې په هغه وختونو کې، په کلیو کې د پیداکېدلو، نېټه ډېرو کمو خلکو په سمه توګه ریکارد کړېده. ځینو پلرونو به خپلو اولادونو ته ویل، چې په پسرلی، یا ژمی کې پیدا شوي دي. ځینو پلرونو به خپلو اولادونو ته ویل، چې د وچکالۍ په کال پیدا شوي دي.
ما خپلې زده کړې، په وردګو، کابل، امریکا، او انګلستان کې سر ته رسولې دي.
زه غواړم، چې د شاګردۍ، او معلمۍ ټولې مرحلې، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په ترتیب سره، په جدا جدا لیکنو کې، ان شاءالله وړاندې کړم.
د پام وړ ټکي:
د نړۍ ټول مسلمانان، او په ځانګړې توګه، افغانان، باید دغه حقیقت ته غاړه کیږدي، چې د اسلامی زده کړو، په څنګ کې عصری علومو ته، جدي ضرورت لیدل کیږي. یعنې، یو افغان هم ښه تکړه مسلمان، او هم ښه تکړه ساینس پوه، کېدلای شي.
الحمدلله، افغانان، اوس په هر مسلک کې ښه تکړه مسلمان کارپوهان لري، او باید دوی ته د کار زمینه برابره شي، او کار، اهل د کار ته وسپارل شي.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي۰آمين یارب العالمین.
همدارنګه، یو ځل بیا خپل د عاجزۍ لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو تر منځ، هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي۰آمين یارب العالمین.
هېره د نه وي، چې نور معلومات به په راتلونکو ليکنو کې په ترتیب سره وړاندې شي۰
​​​​​​​​​تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com