چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
محمد سردار عادل
څو ورځې وړاندې مې د یو چا په اړه یو پوسټ ولید، رښتیا ډېر یې خواشینی کړم او اړ شوم چې په اړه یې یو څه ولیکم او دغو کسانو ته یو ځواب او د بشرمل صیب د لا پېژندنې په موخه یو څو کرښې وکښم.
خان ولي خان بشرمل د جمهوري ریاست د چارو ادارې تخنیکي مرستیال د اوسني وخت یو ځوانه څېره، تکړه مدیر او فعال سیاستوال او سیاستپوه دی. د سیاسي علومو ماسټړۍ ترڅنګ په تعلیم او تربیه کې هم تر ماسټرۍ زده کړې لري.
د دې له پاره چې دغه ځوانې څېرې سره هېوادوال لا اشنا شي، غواړم چې د بېلابېلو اړخو په اړه یې لنډ معلومات ولیکم:
شخصیت
بشرمل صیب د شخصیت په لحاظ هېوادپال، ټولنیز، علم دوست، مهربان، د غوره اخلاقو او افغاني سپېڅلو خویونو خاوند د ملي فکر لرونکی انسان دی. ښه لیکوال او د قوي استدلال لرونکی ځانګړی استعداد او ذکاوت لري. که لیکنو ته یې وګورو پیاوړی لیکوال او سیاسي لید ته په کتو بریالۍ سیاسي څېره برېښي.
هېوادنی احساس یې دومره غښتلی دی چې د اوونۍ په ډېری ورځو کې وروستی کس همدا وي چې دفتر پرېږدي. ښاغلي بشرمل د هېواد اصیل بچي په توګه خپل مسؤولیت ښه درک کړی او د ادا کولو له پاره یې مټې بډوهلي.
اوسمال د بشرمل صیب په څېر کاریګر، با مسؤولیته او هېواد ته ژمن کس پېدا کول، ناشونتیا ته نږدې ده. له ولس سره ځانګړې مینه او د زړه له کومې درناوی ورته لري.
د ده په لیکنو کې ټولنیز، سیاسي، علمي، اقتصادي، اخلاقي او ملي تفکر پیغامونه نعښتي دي. ښاغلی بشرمل د یو مخکښ، نوښتګر، نومیالي، ملي او مبارز خوان په توګه په خپلو لیکنو کې فلسفي، علمي او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې، د زړه غږ او ملي احساسات په ډېره ښه توګه ترسیم او بیانوي.
کاري وړتیا
د بریالیتوب یوه ځانګړنه د موخې ټاکل دي، چې هر شخص یې باید ولري. ښاغلی بشرمل صیب د شخصي او اداري چارو د سرته رسولو له پاره مشخص هدف، واضح موخې او برنامې لري، نو همدا لامل دی چې اداري چارې په ډېرې چټکۍ سره ترسره کوي، ځکه اړینه ده چې د موخې لاسته راوړلو له پاره عملاً هڅې پیل شي. بشرمل صیب د موخې په ترلاسه کولو کې هیڅ ځنډ نه کوي. نوموړی نه ستړې کېدونکی او په مسلسل ډول خپله بدني او ذهني انرژي په یو کار باندې متمرکزوي. جدي، د ټینګ عزم او پوره زغم لرونکی مدیر دی.
څرنګه چې پوهېږو انسان فطرتاً د تنبلۍ لور ته ځینې تمایلات لري او یوازې دوه سلنه خلک داسې دي چې د نورو د تشویق، تنبه او په اصطلاح (push) ورکولو پرته له خپل کار څخه نه بې پروا کېږي. بشرمل صیب د همدغه دوه سلنه خلکو له جملې څخه دی، یعنې هیڅکله تنبلي نه کوي او پرته له کوم فشار څخه خپل کارونه سرته رسوي.
مدیریت
بشرمل صیب په علمي ډول د ادارې چارې پرمخ وړي، با مسؤولیته او له واک څخه ناوړه ګټه نه کوي. په داسې ډول چارې پرمخ وړي، چې نه کارمندان ترې زړه توري کېږي او نه هم د فعالیتونو په کچه کې کمښت راځي. پر خپلو کارکوونکو باور کوونکی، د انتقاد منلو روحیه، زغم او د ښو اړیکو جوړولو سیستم د رامنځته کولو وړتیا لري.
نوموړی له ډیموکراتیک مدیریت څخه کار اخلي. په چارو کې د تنظیم او پیاوړتیا، د فعالیتونو، خدمتونو او په اقتصادي مسایلو کې د تولیداتو د کیفیت د ښه والي په اړه غوره نظرونه او لازمې مشورې ورکولو ترڅنګ د کارکوونکو نظرونو او مشورو ته ارزښت ورکوي. همدا لامل دی چې له ده سره او د ده له لوري د ورسپارل شویو چارو سره ټول کارکوونکي ښه لېوالتیا لري. سربېره پر دې سالمه رهبري، ښه پلان جوړونه، څارنه، همغږي، صداقت او د ښې اړیکو او همغږي هغه څه دي چې د ده اداري کارونو د سمون او چټکتیا لامل شوي دي.
بشرمل صیب ستونزو ته د تجربې په سترګه ګوري او زده کړه ورڅخه کوي. له خپل کاري ټیم څخه ملاتړ او هغوی ته د نظر او وړتیا ښکاره کولو پوره فرصت او ازادي ورکوي. د دې ترڅنګ چې یو ښه بریالی مدیر دی، خپلو کارمندانو له پاره یو ښه روزونکی هم دی. له نوموړي سره په کار کولو ډېر څه زده کېږي.
د ولسمشر په لید پوهېدل
یوازینی کس چې د ولسمشر محمد اشرف غني په لیدلوري سم پوه شوی، ښاغلی خان ولي خان بشرمل دی. نوموړي د ولسمشر لیدلوری سم درک کړی دی. همدا لامل دی چې ولسمشر باندې بې حده ډېر ګران دی. په هغه جلسو کې هم د ده یادونه کوي چې دی هلته شتون هم نه لري. مهم او ارزښتناک کارونه ده ته ورسپاري. تر دې دمه د ولسمشر له خوا ورسپارل شویو تولو دندو څخه په ښه ډول بریالی راوتلای دی.
بشرمل صیب هم د ولسمشر غوندې نمایشي کارونو ته پاملرنه نه کوي، بلکې له زړه نه په پوره صداقت بنسټیز کارونه ترسره کوي. د ولسمشر د اقتصادي برنامو د پلي کولو وړتیا او حوصله په کې شتون لري.
نوموړي ته په چارو کې د لابریالیتوب ترڅنګ د یوې ښې او روښانه راتلونکي هیله من یم.