عزت الله ذکي
که نن پر دنیا يم سبا پر عقبا
آخته په ګناه یم ولي بې پروا
لاهم زنداني یم په دغه ځنځیر
ذکي مبتلا یم د عشق په سزا
*****
نه ړوند یم نه وینمه لاره صِراط
روان په مزله یم د عشق په رباط
مجنون د لیلا یم ګرځم پر صحرا
ذکي مبتلا یم د عشق په سزا
*****
د هرڅه مالک رب د ټولو خالق
حیات ورکوي رب د ټولو رازق
په ژبه ګویا یم ذاکر په ثناء
ذکي مبتلا یم د عشق په سزا
*****
طامع ربه یم ستا د رحم و کرم
بل در نه لرم تاته سر خم درځم
ناچاره بې تا یم تل لاس په دُعا
ذکي مبتلا یم د عشق په سزا
*****
له قندو او شاتو شیرین مي کلام
قران الکریم ښه اعلی مي مقام
هر رنځ ته شفا یم هر درد ته دوا
ذکي مبتلا یم د عشق په سزا
١٣٩٨/مېزان/١٥مه
سهار