قومپرستي:
یاره دا ټول انسانان ولي يو ډول نه دي؟ ولي په قومونو او فرقو ویشل شوي دي؟ که دا فرقي او دا قومونه نه وايي اوس به د انسانانو تر منځ دا اختلافات نه واي. انسانان ټول د بني ادم له ذاته دي یعني ټول له یوه ذاته پیدا شوي دي نو دا تور او سپین بیا ولي پکي پیدا شول؟ زه د خداي خلقت ته حیران یم چي ولي یی ددي اختلافاتو د له منځه وړلو له پاره ټول انسانان یو رنګ، یوه فرقه او یو قوم نه کول؟ د خداي خو هر څه په وس پوره ده او کولاي یی شول چي ټول انسانان یو شان کړي.
ته ښه وايي، او ښه فکر دي کړي دي خو ځينو خبر ته دي لا پام نه دي.
څنګه مي پام نه دي؟
موږ باید په قران کي کي فکر وکړو که څه ملایان په قران کي ټول راغلي شیان موږ ته نه وايي.
څنګه نه وايي؟
نه پوهیږم، خو نه يي وايي شاید ګټي یي په خطر کي ولویږي. خیر په دي خبرو پسي به نه ګرزو بیا به بل وخت ورباندي بحث وکړو. که قران ته فکر وکړو ددي خبري له پاره چي ولي ټول انسانان یو ډول نه دي ډیر ښه او معقول ځواب لري. ( يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبيرٌ ). یعني خداي تاسو له یوه ذات (یوه نر او ښځي) څخه پیدا کړي یاست بیا یی په قومونو او قبیلو ویشلي یاست.
د څه له پاره يي ویشلي یاست؟
ددي له پاره چي یو بل سره وپیژني. دلته ډیره لویه خبره پرته ده. راشه چي په یو مثال کي یي درته واضح کړم. د مثال په توګه زما نوم اکبر دي او ستا نوم احمد دي د هغه ورور نوم سمسور دي او د هغه بل نوم حمید دي او داسي هر سړي یو نوم لري. راشه فکر وکړه که د ټولو خلکو نومونه اکبر واي او ستا په خبره ټول خلک یو شان واي نو څه فکر کوي چي زه به له تا څخه ورک نه وم؟ او زما پیدا کول به ستا له پاره نا ممکن نه واي؟ ځکه د ټولو نومونه به اکبر واي او تا به زما او د بل کس ترمنځ چي هغه به هم اکبر نومیده توپیر نه شواي کولاي. اوس که دوه دري کسه پیدا شي چي هر یو يي اکبر نومیږي نو بیا مو قومونه سره جدا دي، رنګونه مو فرق کوي او په دي ډول د خداي د کلام مطابق موږ سره پیژنو او ښه سره پیژنو.
خداي په قران کي فرمايي: ( وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ) زما له ایتونو څخه ستاسو د رنګونو او ژبو اختلاف دي. دلته که سړي فکر وکړي په هر رنګ کي د خداي نښآني ښکاري او هره ژبه د خداي یو ښکاره ایات دي. دا اختلافات او رنګونه ژوند ته نوي رنګ او خوند ورکوي او ژوند له یو رنګتوب (یکنواختي) څخه وباسي. د انسان داسي طبیعت دي چي له تکراري او یو ډول شیانو څخه يي ، که هر ډول ښه شیان هم وي، زړه توریږي. دا د خداي د مخلوق مختلف رنګونه او ډولونه ، مختلفي ژبي او ږغونه، مختلفي سترګي او مخونه ټول انسانانو ته نوي شیان دي او هر ورځ دوي ته نوي امیدونه وربخښي. ته فکر وکړه که انسانان ټول یو ډول واي نو بیا د ژوند اصلي بنسټ به چي مینه ده له کومه شوي واي، همدا د رنګونو اختلاف دي چي مینه زیږوي، هاهاها د عاشوقي خواته به نه ځو چي دلته مینه کول ګناه ګڼل کیږي. یو عمومي فورمول باید زده کړو هغه دا چي په دي دونیا کي دوه ډول انسانان ژوند کوي:
• ښه انسانان: هغه انسانان دي چي تل په د ي هڅه کي دي چي د خداي مخلوق ته ګټه ورسوي، له خلکو سره ښه وکړي او هیڅکله يي چاته بد نه رسیږي. هغوي هیڅکله د انسانانو تر منځ اختلافاتو او کرکي ته لمن نه وهي. هغوي مینه ترویجوي او د خداي دمخلوق خدمت ورته عبادت دي.
• بد انسانان : هغه انسانان دي چي د خپلي ګټي او موقف په خاطر د خداي د مخلوق تر منځ اختلافاتو او کرکي ته لمن وهي. خپله یوه روپی ګټه د بل تر یو میلیون تاوان ورته مهمه ښکاري او دا کسان د وخت زامن دي (ابن الوقت) او لکه موسم بدلوي رنګ دلبره.
نور ویش او اختلافات که د انسانانو تر منځ موجود وي هغه به یوازي او یوازي د پیژندلو او معرفت په خاطر وي. ښه مثال يي د نن ورځي د اولسي جرګي د ریس په سر ناندریز ټاکني وي. د رحماني او اصولي تر منځ اختلافاتو ته ډیر کسانو لمن ووهله په فیسبوک کي هم خبره قومي او سمتي شوه خو ډیر بدو انسانانو غوښتل چي قومي مسایلو ته لمن وهي او په ملک کي ګډوډي جوړه کړي. د پارلمان په دي دوره کي زیاتره امریکايي قراردادیان نه توبه خوله مي غلطه شوه ملي تجاران کامیابه شوي دي هاهاها. په اخري پړاو کي هم دوه امریکايي قراردادیان توبه بیا غلط شوم ملي تجاران ( رحماني او خان وردګ) رقابت ته ووتل. رحماني ته ډیرو ملي تجارانو چي په خټه پښتانه وو او حتي مجاهدین هم وو، رایه ورکړه او سړي یی د پارلمان په چوکی کینوه ورته مبارک دي او کامیابي یي غواړو. رحماني د جنرال بابا جان سره خپلوي لري او په عقیدوي لحاظ د پخوانیو کمونستانو له ډلي دي خو کله چي فیسبوک ته سر ورښکاري زموږ ځينو دوستانو چي په خپلو پروفایلونو يي د محمد مرسي عکسونه لګولي هم د همدي کمونست رحماني کامیابي ته ګډيږي او دملت په زړه کي خپل نیش ننباسي او په طنزامیزه ژبه وايي چي موږ کولاب ته لاړشو؟
که سړي د قران ارشاداتوته وګوري لکه چي د مرسي عکس ته ګوري نو باید د قران د ارشاد مطابق عمل وکړي. خبره تر دي پوري رایاده شوه چي یو وخت ځیني جاهلو پښتنو سیاستمدارانو ( نه پوهیږم همدا اصولي وو که طاقت که بل څوک وو) ویلي وو چي تاجکان د دي ملک خلک نه دي او باید کولاب ته لاړشي. نود قران د ایات مطابق چي فرمايي ( وَ عِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الارْضِ هَوْنًا وَ إِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَهِلُونَ قَالُوا سَلَمًا ) باید دي جاهلانو ته هیڅ غوږ ونه نیول شي.
زه فکر کوم اوس خلک پوهیدلي دي د اسماعیل خان د زوي ماته په هرات کي، د حکمیتار د زوي ماته او ظاهر قدیر ماته دا څرګندوي چي متعصبین، غله او قاتلین نور په دي ملک کي ځاي نه لري.
محمداکبر پیمان
د جون ۲۹ کال ۲۰۱۹