پاکستان د نهو کالو ریکارډ مات کړ
پاکستان کرکټ ټیم د ۲۰۰۶ کال را په دیخوا د لومړي ځل لپاره د مصباح الحق په لوبډلمشرۍ کې سرلینکا ته ماتې ورکړه
د لوبې په لومړۍ ورځ باران و له همدې بارانې موسم پاکستان د پچې ګټلو ګټه پورته کړه او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه ، سریلنکا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۰ منډې وکړې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۴۱۷ منډو په کولو سره ټوله لوبډله له لاسه ورکړه ، په دوهمه پاڼۍ کې د سریلنکا لوبډله د یاسر شاه د توپ اچونې لوبیدو ته ناتوانه پاتې شوه یاسر شاه ۷ سریلنکایې لوبغاړي وسوځول ، د سریلنکا لوبډلې ۲۰۶ منډې ترسره کړې او په لومړۍ پاڼۍ کې له باقي کیدو سره یې پاکستان ته د ۸۹ منډې هدف وټاکه پاکستان یې هم په پوره کولو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځولو بریالی شو
احمد شهزاد او محمد حفیظ په پیلیزه جوړه هدف په اسانۍ سره په دولسم اوور کې تر لاسه کړ
په دې ټیسټ لوبې سره پاکستان له سیال هند لوبډلې په ټیسټ سیالیو شمیرنه کې بیا مخته شو ، پاکستان ۱۲۳ سیالۍ په ۳۹۰ ګټلې بل خوا بیا هند ۱۲۲ سیالۍ په ۴۸۸ سیالیو کې ګټلې دي
21.06.2015
- Qaseem Hilal
پاکستانی روزونکی ولې؟؟؟
په دې وروستیو کې د هندوستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ مرستې ته زړه ښه کړ ان تر دې چې په هند کې د افغانستان لپاره د یوه لوبغالي نومول د افغانستان په نامه چې د هر ډول سیالیو لپاره ترې افغانستان ګټه پورته کولای شوه
خو تیره ورځ له بی بی سی راډیو سره په خبرو کې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي نسیم الله دانش وویل چې دوئ د مولز له قراداد ختمیدنې سره سم د نوې روزونکې په لټه کې دي او خبرې یې یو څه له پاکستاني ورو توپ اچوونکي مشتاق احمد سره مخته بوتلې دي...
31.01.2020
- د،ب،هيښ
زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوسټلئ دئ. ځنې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا دټولو په ردولو خپل نا ارامه او مغشوش ذهن تسکينوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول ؟ دا ارماني خبرې دي او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري . افغانستان...