دا چاودنه نن د کب په ٧مه، د ترينکوټ ښار اړونده ددوهمې امنيتي حوزې پر پوليسو شوې ده.

د دوهمې حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک اژانس ته پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې ددې چاودنې له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو نور معلومات يې ورنکړل.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل هم  پژواک اژانس ته ياده چاودنه او پوليسو ته د مرګ ژوبلې خبر پخلى ورکړ.

سيمه دافغان او بهرنيو ځواکونو لخوا کلا بنده شوې.

په دې اړه به نور جزئيات خپاره شي.