، ځکه پاکستاني چارواکي په هر مثبت ګام کې خپلې پټې موخې لري او دوى د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره سرې معنوي او اخلاقي کرښې نه لري.ar (14)
سره له دي چې څو مياشتې مخکې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې عالي شورا او د بهرنيو چارو د وزير ډاکټر زلمي رسول د سفرونو پر مهال د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان د عالمانو د ګډ کنفرانس وړانديز وسو.

د سپوږمۍ راډيو له لوري په يوه تبصره کې کښل سوي څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې او عالمانو شورا يو پلاوى پاکستان ته په همدې موخه په سفر ولاړ او د پاکستاني علماوو له شورا سره د يوې ګډې ناستې پر مهال پرېکړه وسوه، چې دا غونډه به د کب په ٢٠مه په کابل کې جوړه سي. خو په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو لړ اختلافاتو له امله ياده غونډه وځنډېده.
داسې ښکاري چې د پاکستان له خوا د عالمانو د کنفرانس د جوړولو وړانديز د يوه ځانګړي هدف لپاره سوى و.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړې خپل بشپړ مشروعيت له لاسه ورکړى او اوس هر څوک په دې پوهيږي چې په افغانستان کې جګړه مشروعيت نه لري، پاکستان غوښتل همدا ذهنيت بدل کړي.

له همدې امله پاکستان د عالمانو د داسې کنفرانس د جوړېدو وړانديز وکړ چې جوړېدل يې ستونزمن وو او يا هم د پاکستان د پلان له مخې بايد نه واى جوړ سوى.

د افغان کارپوهانو په باور پاکستان پلان درلود، په دې سره وښيي چې ديني عالمان له افغان حکومت سره همکاري نه کوي او له طالبانو سره خواخوږي لري، له همدې امله په افغانستان کې جګړه مشروعيت لري.
پاکستان همدا کار وکړ، لومړى يې افغان لوري ته د همداسې کنفرانس د جوړېدو وړانديز وکړ، په رسنيو کې يې پراخ تبليغات ورته وکړل او وروسته يې د کنفرانس د جوړېدو په مخ کې خنډونه جوړ کړل.

د سياسي چارو شنونکي څرګندوي چې د پاکستان د پلان له مخې پاکستاني عالمانو د کابل په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ، د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د کابل په کنفرانس کې د نه ګډون لامل دا وباله، چې د ده په وينا، د افغانستان علماء ملا محمدعمر ترهګر بولي.
په دې سره د عالمانو د کنفرانس په وړانديز کې پاکستان خپل لومړني هدف ته ورسېد، ځکه د پاکستاني عالمانو نه همکاري او له طالبانو سره په ښکاره خواخوږي همدا معنى لري چې د افغانستان جګړه د دوى له نظره مشروعيت لري او بايد له افغان دولت سره جګړه وسي.

له دې وروسته داسې نه ښکاري چې دا کنفرانس به جوړ سي او که جوړ هم سي، د ګټې پر ځاى به يې زيان زيات وي، ځکه پاکستان به په کنفرانس کې خپل هدف لاپسې تعقيب کړي.

 ويل کيږي چې افغان دولت اوس هم هڅه کوي، چې دغه کنفرانس د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض يا د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه کړي، چې د يادو دواړو هېوادونو ترڅنګ به په کې د نړۍ د نورو هېوادونو عالمان هم ګډون کوي.

افغان دولت فکر کوي چې په دې سره به پاکستان عالمان ( د پاکستان د عالمانو شورا) قانع کړي او په کنفرانس کې به برخه واخلي، خو دوى لا هم په دې نه پوهيږي، چې د پاکستاني عالمانو شورا ته تر اسلام زيات پاکستان اهميت لري.

د امريکا رېښتينو مخالفينو بيا بيا په ډېر ټينګار سره ويلي چې له امريکا سره د افغان دولت په پرتله د پاکستان دولت زياته مرسته کوي او د امريکا هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وايي. اوس هم د پاکستان په مرسته امريکا په افغانستان کې مسلمانان وژني. خو همدا د پاکستاني عالمانو شورا په افغانستان کې جهاد فرض ګڼي، خو په پاکستان کې يې حرام ګني. په داسې حال کې چې په پاکستان کې له امريکا سره مبارزه او د امريکا پر وړاندې مقاومت هم فرض دى او هم اغيزمن.
د چارو شنونکي وايې افغان دولت ته په کار ده چې د عالمانو له دې کنفرانس څخه په شا سي او که اړتيا وي، پر داسې يو کنفرانس بايد فکر وکړي، چې د پاکستاني حکومت له لاسوهنې لرې، له اسلامي احکامو سره سم فتوا ورکړي چې په افغانستان کې روانه جګړه مشروعيت نه لري.
په عربي او يا نورو هېوادونو کې د پلان سوي کنفرانس جوړول او په دې برخه کې هلې ځلې په افغانستان کې د جګړې له پاى ته رسولو او سولې سره هېڅ مرسته نه کوي، نو په کار ده چې افغان دولت يې په اړه له سره غور وکړي.