راپورونه وايي دوو ځانمرکو چې له چاودېدونکو توکو په ډک موټر کې سپاره و غوښتل د سولې د عالي شورا يوه دفتر ته ننوځي خو د پوليسو له لوري په نښه سوي يو تن يې وژل سوى او يو بل يې نا درکه دى.

ويل کېږي له چاودېدونکو توکو ډک موټر يې لا هم د ياد دفتر په مخې کې ولاړ دى او پوليسو سيمه کلابنده کړې ده.