۲۳ زره پوځيان وباسي. دا په دې معنا ده چې د افغان امنيتي ځواكونو وړتياوې بايد لوړې شي څو وكړاى شي له ۲۰۱۴ كال وروسته خپل هېواد پخپله وساتي.

سپينه ماڼۍ بايد خپلو ملګرو ته د افغان امنيتي ځواكونو د شمېر د نه كمولو لپاره استدلال وكړي او فشار پرې واچوي چې په راتلونكي كې د دوى د تمويل ژمنه وكړي.

افغانستان به هغه مهال يو بريالى هېواد وي چې په يوازې ځان خپل كورنى امنيت خوندي كړي او د القاعده او نورو ملګرو مخه يې ونيسي چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په اډه بدل نه شي.

هيريټيج فاونډېش په يوه تبصره كې ليكي، دا مهال افغانستان ۳۵۲۰۰۰ امنيتي ځواكونه لري، خو د اوسنيو پلانونو له مخې به په ۲۰۱۷ كال كې ياد شمېر ۲۲۸۵۰۰ ته راټيټ شي. دا پلان به په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د جګړه ييز ماموريت له ختمېدو نه وروسته په لومړيو دوو كلونو كې پلى كېږي او دا به داسې مهال وي چې افغانستان به ډېر زيان منونكى وي.

خو تراوسه لا د دې پلان نشته چې د هغو ۱۲۳۵۰۰ روزل شوو افغان امنيتي ځواكونو سرنوشت به څه وي چې له دندو ګوښه كېږي، په داسې حال كې چې په افغانستان كې د بېكارۍ فيصدي شاوخوا ۳۵ فيصده ده. له همدې امله ويل كېداى شي چې له دوى څخه يو شمېر يې له باغيانو سره يو ځاى شي.

دا په داسې حال كې دي چې د افغان امنيتي ځواكونو د شمېر د كمولو پرېكړه د مالي اندېښنو له مخې وه، نه د كابل د امنيتي اړتياوو د ارزونې پر اساس.

هيريټيج فاونډېش زياتوي چې اوسمهال هيڅوك وړاندوينه نه شي كولاى چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به څه پېښيږي، ځكه چې دا د پيشبينۍ وړ نه ده، له همدې امله بايد د افغان امنيتي ځواكونو د شمېر كمول د عيني واقعيتونو پر اساس وي.

افغانستان د وړاندوينې وړ يوه راتلونكي لپاره د نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړتيا لري او له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغان امنيتي ځواكونو څارنه، روزنه او تمويل د نړيوالې ټولنې د ژمنتيا يوه ستره برخه وي.

كه چېرې د افغان امنيتي ځواكونو شمېر ۲۲۸۵۰۰ ته راټيټ شي، نو نړيواله ټولنه بايد د دې لپاره هر كال ۴،۱ بليون ډالر لګښت وركړي، په داسې حال كې چې د امريكا متحدو ايالتونو همدومره پيسې په افغانستان كې په ۲۰۱۲ كال كې په هرو دولسو وروځو كې په خپل جګړه ييز ځواك لګولې دي.

كه څه هم امريكا ژمنه كړې چې له دې پيسو څخه به ۲ بليون ډالر برابروي، خو د ناټو نورو غړو هېوادونو لكه برېټانيا چې د نړۍ اووم ستر اقتصاد لري، د ۱۱۰ مليونو ژمنه كړې او جرمني چې د نړۍ څلور ستر اقتصاد لري،۲۰۰ مليونه ډالر ژمنه كړې.

ياده سرچينه زياتوي، افغان سيمه ييز پوليس د ډيويډ پيټريوس يو له برياليو پروګرامونو څخه دى، دا كار په ۲۰۱۰كال كې د هغه له راتګ وروسته ترسره شو او دا هغه تجربه وه چې ده په عراق كې كړې وه.

سيمه پوليس د دې لپاره رامنځ ته شول چې افغان امنيتي ځواكونو لرې پرتو سيمو ته لاسرسى نه درلود.

دا مهال د دوى شمېر ۱۹۶۰۰ ته رسېدلى دى، په داسې حال كې چې ۴۵ زرو ته د دوى د شمېر د لوړولو وړانديزونه هم شوي دي.