kpk-police-attacked

د پوليسو په خبره: چې وايي: په خيبر پښتونخوا كې د پوليسو د ګزمې پر موټر باندې د لاسي بمي بريد له امله يو پوليس سرتېرى وژل سوى او درې نور سخت ژوبل دي او درې تنه وسله وال هم وژل سوي دي.

د تازه مالوماتو په اساس چې وايي: پېښه د خيبر پښتونخوا د  نوښار ولسوالۍ د پېښور او اسلام تر منځ په غځېدلې لويه لاره د رشكۍ په سيمه كې هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې ياد سرتېرې د ګزمې په حال كې وو.

د ځآيي پوليسو په خبره چې وايي: په يوه ركشه كې درې تنه وسله وال سپاره ول چې ناببره يې د پوليسو په موټر بانې بريد وكړ خو د پوليسو په ځوابي ډزو كې درې واړه وسله وال هم وژل سوي دي، د پوليسو په وينا وسله والو لومړى پر پوليسو بآندې د لاسي بم بريد وكړ او وروسته يې د سپكو وسله ډزې هم كړې دي.

د پېښې په  ځآى كې د پوليسو ځايي مشر محمد حسېن رسنيو ته ويلي دي چې په دغه ځآى كې د نورو وسله والو د پټېدو وېره هم موجوده ده، چې د هغوى د نيولو له پاره يې پلټونكي عمليات پيل كړي دي