هغه چې د کب په ۴مه، په برکسل کې د ناټواو ایساف۵۰  غړیو هيوادونو ددفاع و زیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کانفرانس ته وینا کوله، وویل چې دا د افغانستان لپاره يو طلايي چانس  دی او افغانستان په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مننه کوي.

بسم الله محمدی وويل ، په دغه کنفرانس کې د ۳۵۲ رزه افغان ځواکونو لپاره تر ۲۰۱۸ کال پوری د ساتنې او مرسته تضمين شوه او هغې مخکینۍ نقیصې ته چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به دريمه برخه کميږی ستونزه حل شوه.

هغه زیاته کړه چې  د ۲۰۱۴ کال وروسته پلان داوو چې نړيواله ټولنه به د افغان ځواکونو لپاره ۴.۱ مليارده ډالره مرسته د ۲۲۸ زرو ځواکونو لپاره ورکوي خو داچي اوس د افغاني ځواکونو شميره تر۳۵۲ ساتل کيږي ددی نور لګښت خپله امريکا چې نږدی ۹۰۰ مليونه ډالره کيږي په غاړه واخیست.

د نوموړي په ویناو د امريکا دفاع وزير دا خبره نن په عمومي غونډه کې مطرح کړه خو د ناټو غړيو او ايساف د مرستندويه هيوادونو يې وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

محمدي زیاته کړه چې افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال درې مرحلې په بریالیتوب سره ترسره شوي او او د افغان ملي اردو ځواکونو ظرفيتونه لوړ شوی دی .

د افغانستان د ملي دفاع وزیر وویل چې د افغانستان هوايي ځواک کمښت  ، داستخباراتي امکاناتو محدودیت اود ماینونو له امله د ملکیانو او افغان ځواکونو تلفات جدي ستونزې دي .

هغه زیاته کړه : (( موږ له نړيوالې ټولنې غوښته کوو چې په دغو پورته برخو کې زموږ مرسته وکړي .))

محمدي وويل  چې د ناټو ددفاع وزیرانو په دې غونډه کې په داسې زماني جدول موافقه وشوه چې د ۲۰۱۴ کال پورې دا پورته ستونزي رفع شي او افغان ځواکونه په مستقله توګه د افغانستان د ساتنې مسووليت په غاړه واخلي .

د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو او امریکا د پاتې کیدونکو سرتیرو دشمیرې خبره هم مطرح شوه، خو د ناتوغړي هيوادونه په دی اړه کومې موافقي ته ونه رسیدل.

 خو ده وويل : ((د ناټو مفکوره همدا ده چې د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ ځواکونه له ځان سره وساتي . ))

 د ګاونډيانو د رول په اړه محمدي وويل: ((  زموږ عقيده او باور دادی چې د بهرنيو هيوادواو د ګاونډي هيوادونو د مرستي پرته افغانستان کې سوله نه شي راتلای .))

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د پاکستان د مرستې نښې ليدل شوي او دی خوشبينه دی چې پاکستان به نور عملي قدمونه واخلي .

 په دغه دویمی ورځي ناسته  کې  د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو د دفاع وزيران ، د ۲۲ نورو هغو غړيو هېوادونو استازي ، چې افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې  پوځيان لری غونډه ګډون کړی   او په افغانستان کې د خپل ماموريت او د قدرت او امنيتي مسووليتونو د لېږد په روان  بهير  خبرې کوی .

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون لري.