له ښاغلي انعام الله ګوهر څخه مننه کوم چې غزل یې ډالۍ کړی ؤ ، زما له خوا ورته هم دغه غزل ډالۍ.
غزل
زړه مې غورځیږي دم په دم ، کلي ته څنګه درشم
حالاتو وتړلم سم ، کلي ته څنګه درشم
پریږده چې ستا د سوداګر پلار خوله ور ټوله کړمه
راسره دی د ولور غم کلي ته څنګه درشم
غاړه مې بنده که مې کلی وي له یاده وتی
له وزرو بند یمه قسم ، کلي ته څنګه درشم
اوس یې د لر او بر پښتون ورورولي ختمه کړله
اوس یې تړلی دی تورخم ، کلي ته څنګه درشم
خانان مې نه پریږدي دخپل میراث په سر مې وژني
خانان کوي په ما ستم ، کلي ته څنګه درشم
فضل الربي رستم