غزل

ځه غاړه دې خلاصه چې هر څه وايې قربان دې شم
غلي نه   شې  وايه  وايه ښه  وايې   قربان   دې  شم

زه خو دې قربان شم په همدې ادا وژلى يــــــــــــــــــم 
آخ چې په اومه خولګۍ پــــــاخه وايې قربان دې شم
وکړه دا وعــده چې به مې نيمه لار کې نـــه پريږدې
هغه به کومـــه څه چې تــــــــــــــــــه وايې قربان دې شم
دا دې جفا وګڼم کــــــه ناز د يارانې يـــــــــــــــــــــــــــاره
کله د هيڅ نه وم کله زړه وايې قربـان دې شـــــــــــــــم
ښه د پيژنم چې بده ورځ شي په کار نه راځــــــــــــــې
څه معنا چې اوس خواږه خواږه وايې قربان دې شم

نن يې راته ووې چې درمانــــــــــــه ياره پام دې وي
ما ته به د خلکو منځ کې نه وايې قربان دې شـــــــــم

قدرت الله درمان 
خوست