غزل 

چې ياردې رانوست نو ته د څه لپاره راغلې
هسې عبس د زحمت  وويسته ريباره راغلې

مطلب اشنا لاليه څنګه دې راپېـښه وکړه
ووايه څنګه د غلــــــطه کړله لاره ،  راغلې

زه دې  راتلو ته سترګې سترګې يم راځې اوکنه
تياره ماښام شولــــو چڼچڼې تر چناره  راغلې

سپرليه زه به دې  نو څه احسان په ځان  ومنم
په راتلو راغلې خو د تل په څير بې ياره راغلې

د بيلتون سرې غرمې  رقيبه مونږ په ځان تيرې کړې
د وصال سيوري ته يې څنګه  په  تياره راغلې

            قدرت الله درمان ، خوست