یوه پېښه، یو درس

د لامبو وهلو ځوان کوچ په خدای عقیده نه درلود، هر څه چې به يې د خدای په اړه اورېدل، خندل به يې او مسخرۍ به يې کولې.

یوه شپه ناوخته يې زړه وشو چې لاړ شي او د لامبا په حوض یوه شېبه ولامبي. د حوض څراغونه مړه و، مګر په دغه شپه د څوارلسمې سپوږمۍ د اسمان منځ ته راغلې وه. د سپوږمۍ رڼا دومره زیاته او ښکلې وه چې ځوان غوره وګڼله چې څراغونه روښانه نکړي.

ځوان د ټوپ وهلو لوړ ځای ته پورته شو، خپل دواړه لاسونه يې دواړو غاړو ته خلاص کړ. اوږد  نفس يې واخیسته او غوښتل يې چې حوض ته ټوپ کړي.

په دې حال کې ځوان د خپل وجود سیوری ولیده چې په مخامخ دیوال باندې دده د وجود په لس چنده ښکاري. ځوان وډار شو او خولې پرې راماتې شوې. بېرته راښکته شو او د حوض څراغونه يې روښانه کړ.

کله چې بېرته د حوض لور ته را وګرځېده، په تعجب سره يې ولیده چې په حوض کې څاڅکي اوبه نشته.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۱-۵-۲۰۱۱

۲۱ ثور ۱۳۹۰

جلال کوټ