(( د ېوې افغانې مېرمنې د سترګو لېدلی حال))

نن يې له سهاره په سترګو کې اوښکې وچې نشوې. دا يې دریمه ورځ وه چې روغتون ته له خپلې ناروغې سره راغلې وه. ډاکترانو ویل چې د هغې ناروغه خپل اعصاب له لاسه ورکړي. ناڅاپه به يې کړيکې کولې، په ژړا به شوه، نومونه به يې اخیسته او بیا به بېهوشه شوه.

په دغه خونه کې یواځې زما او د هغې ناروغې وې. که څه هم چې زه به د شپې بهر د نارینه پیوازانو په انتظار خونه کې ویده کېدم، مګر د شپې تر ناوخته به مې له خپلې ناروغې سره پاتې کېدم. نن مې پرېکړه کړېوه چې باید ددې ناروغې د ژوند په هکله معلومات ترلاسه کړم.

د شپې لس بجې وې، زما ناروغه ویده شوه. هغې هم په خپلې ناروغې کمبله واچوله او ترې څنګ ته شوه. د کټ سرته يې ودرېده، یوه شېبه يې ورته په ځیر ځير وکاته او د خپل څادر پیڅکه يې په غاښونو کې ونیوله.

سپینې سپېنې اوښکې يې له سترګو په څڅېدو شوې. سلګو يې کوټه په سر ونیوه. مانه غوښته چې مور مې له خوبه راپورته شي، هغه ډېره بې خوبه وه او ډېرې ورځې وروسته يې سترګې سره ورغلې وې.

څنګ ته يې نږدې شوم او هیله مې ترې وکړه چې نور نو ونه ژاړي. هغې راته له اوښکو په ډکو سترګو وکاته، خپلې اوښکې يې پاکې کړې او مخ يې راځني بلې غاړې ته واړوه. زه يې بیا مخې ته راتاو شوم، او د هغې سترګو ته مې په ځیر ځیر وکاته.

حیرانه شوه، غوښتل يې چې بیا راځني مخ واړوي، مګر ما منع کړه. هیله مې ورځني وکړه چې یوه شېبه راسره کښيني.

زړه يې نه غوښته چې راسره خبرې وکړي، مګر داسې ښکارېده چې غواړي راته  زړه تشه کړي، سر يې د رضایت په توګه وخوځاوه او په خبرو شوه:

( د تربګنۍ دې رنګ ورک شي، هر څه يې راته له خاورو سره خاورې کړ. لانجه د دوه بسوې ځمکې په سر پیل شوه، ځمکه لا پر ځای ده، مګر دوه کورنۍ پرې ځان د بدبختۍ کندې ته ورګزار کړ. زمونږ په کور کې بس درې کسه پاتې وو، زه، اینګور مې، همدا چې اوس يې خپل اعصاب له لاسه ورکړي، او بل زما د دریو میاشتو لمسی.

د روژې دولسمه ورځ وه، درېواړه په کور کې وو، هغوي را ننوتل، غوښتل زما د اینګور له غیږې د هغې درې مشاتو زوي واخلي، هغې نه پرېښوده.خپل زوی يې په خپله غېږه کې کلک نیولی و، ظالمان د مور د غیږې نه زما درې میاشتنی زوی راکش کاوه، اینګور مې ماشوم د ځان طرف ته کش کولو او دښمنانو د ځان خواته ...)

هغې خپله خبره پای ته رسولې نه وه چې سترګې يې بیا له اوښکو ډکې شوې او په ژړا شوه.

ماته هم ژړا راغله، مګر زړه مې کلک کړ او غوښتل مې چې هر څومره زر چې کیږي، کیسه واورم، ځکه چې شپه ناوخته وه او نرسانو ماته اجازه نه راکوله چې په ښځینه واټ کې پاتې شم.

بیا مې ترې هیله وکړه چې کیسه راته تر پایه واوروي.

اوښکې يې پاکې کړې او ویل يې:

( د مور او ظالمانو کش راکش زیات شو، مور يې پوه شوې وه چې ظالمان غواړي د هغې درې میاشتنی زوي ووژني، زاري يې ورته کولې چې هغه ونه وژني.

ما کتل چې ظالمانو د ماشوم لاس راکش کړ، د ماشوم لاس له بیخه راووت...

نور نو پوه نشوم چې څه وشو، دنیا راباندې وچورلیده، ورځ راباندې توره شپه شوه، یوه کړیکه مې وکړه او بیا په ځان پوه نشوم...

شیبه وروسته په هوښ راغلم، له ځمکې راپورته شومه... قیامت و، وحشت و، ظلم شوی و، هرې خواته سرې وینې تر سترګو کېدې، اینګور مې د خپل وژل شوي زوی ټوټې ټوټې جسد غېږې ته اچولی و او چغې يې وهلې... ظالمانو د دریو میاشتو ماشوم څیرلې وو...)

 

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

۱۰فیبروري ۲۰۱۱

۲۱ دلوه ۱۳۸۹