غریب..................

له خپل ماشوم زوي سره د هدېرې له څنګه تېرېده. په همدې وخت کې څو کسانو یو تابوت پر اوږو ایښی او هدېرې ته يې روان کړی وو. څلور پنځه کسه ښځې او سړي هم د تابوت تر شا روان وو او ژړل يې.

یوه نجلۍ، داسې ښکارېده چې د مړي لور به وه، ژړل يې او ویل يې:

-         ګرانه پلاره! تا هلته وړي چې نه اوبه شته ، نه خواړه شته، نه خواږه شته، نه رڼا شته او نه تغر....

ماشوم د نجلۍ په دې خبرو زیات حېران شو او له خپل پلار نه يې پوښتنه وکړه:

-         پلاره! لکه چې دا مړی زمونږ کور ته وړي؟

پلار يې په حېرانتیا سره له خپل زوي نه پوښتنه وکړه:

-         یعنې څه؟

زوي يې ځواب ورکړ:

-         ځکه چې زمونږ کور کټ مټ همغسې دی لکه دې نجلۍ چې وویل.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۶ سنبله ۱۳۸۹

۷ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو ادار، جلال آباد