مینه او نفرت


زما د مور یوه سترګه وه. ما ترې کرکه کوله. همیشه راته د شرم ګوټی وو. هغه به د کورنۍ لپاره د پېسو د برابرولو په خاطر د ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو ته خواړه پخوله. یوه ورځ د ښوونځي مخې ته راغلې وه، غوښتل يې چې راسره ستړي مشي وکړي او کورته مې له ځانه سره بوځي. ډېر زیات وشرمېدم. اوف! هغې څنګه وکولای شو دا کار وکړي؟

هیڅکله خیال مې ورته ونه کړه. په ډېر نفرت مې ورته وکاته او ترې لاړم.

بله ورځ یو ټولګیوال مې راباندې ملنډې وکړې او ويې ویل:" اله.... ستا مور په یوه سترګه ړنده ده" .

زړه مې غوښت چې ځان ووژنم. کاش چې ځمکې خپله خوله خلاصه کړې وای او زه يې... کاش چې مور مې یو ځل ورکه شوې وای...

بله ورځ مې ورته وویل:"  که رښتیا غواړې چې ما خوښ او خوشحاله ووینې، ولې نه مرې؟"

هغې هیڅ ځواب رانکړه.

د کومې خبرې په اړه چې ومې کړه، حتی یوه شېبه مې هم فکر ونکړ، ځکه چې ډېر غوصه وم. د هغې احساسات راته هيڅ ارزښت نلرلو. زړه مې غوښت چې له کوره لاړ شم او هیڅ کار ورسره ونلرم. ډېره زده کړه مې وکړه او وتوانېدم چې د خپلو لوړو زدکړو لپاره سنګاپور ته لاړ شم.

هلته مې واده وکړه، کور مې ځانته واخست، ښځه، ماشومان، ژوند...

د خپل ژوند، ماشومانو او هوساینې نه چې لرلو مې، خوښ وم. تر دې چې یوه ورځ مې مور زما لیدو ته راغله. هغې زه او خپل لمسي کلونه کلونه نه وو لیدلي.کله چې هغه په دروازه کې ولاړه وه، ماشومانو پرې وخندل او زه پرې غوصه شوم چې ولې يې خپل ځان په خپله رابللې ده او دلته راغلې، او هغه هم بې لدې چې راته خبر راکړي؟

پرې غوصه شوم. او ورته مې وویل:" څنګه دې دا چرئت وکړه چې زما کورته راشئ او زما ماشومان وډاروئ؟ همدا اوس لدې ځایه ورکه شه!"

هغې په آرامه ځواب راکړه:" اووو، ډېره زیاته بخښه غواړم. ماوبخښه! لکه چې پته مې غلته کړېده"  او زر لاړه او له هغې ځایه پنا شوه.

یوه ورځ په سینګا پور کې د یوه ښوونځي په جشن کې د ګډون لپاره زما کورته یو بلن لیک راغی. مګر ما خپلې مېرمنې ته درواغ وویل چې زه غواړم یو کاري سفر ته لاړ شم.

له مراسمو وروسته خپل پخواني کلي ته لاړم؛ یواځې ددې لپاره چې هلته یو څه پلټنه وکړم. د مور په اړه مې له خلکو نه پوښتنه وکړه. هغوي وویل چې هغه مړه شوې. مګر ما ختی یوه اوښکه هم ورپسې تویه نکړه. ګاونډیانو راته یو لیک راکړه چې مور مې ورته ویلي وو چې ما ته يې راکړي. په لیک کې لیلي وو:

"ای زما ګرانه زویه! زه همېشه ستا په فکر کې وم. ما وبخښه چې تر سنګاپوره ستا کور ته درغلم او ستا کوچنیان مې وډار کړل. کله چې خبر شوم دلته راځې، ډېره خوشحاله شوم، مګر کېدای شي زه په دې ونه توانېږم چې له ځایه پورته شم او ستا لېدو ته درشم. کله چې ته کوچنی وې او غټېدې، دا چې ما شرمولې، ډېره بخښنه غواړم. ماوبخښه!

ای! پوهېږې....؟ ته چې کله کوچنی وې، خپله یوه سترګه دې په یوه پېښه کې له لاسه ورکړه. ما د یو مور په توګه دا نشو زغملای چې ته به زلمی شی، مګر یوه سترګه به دې نه وي. نو ځکه مې خپله یوه سترګه تاته درکړه. زما لپاره دا د ویاړ ځای وو چې زما زوی کولای شو چې زما پر ځای نوې نړۍ په پوره توګه وویني.

په ټولې مېنې چې ما لتاسره کوله

مور دې

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۰۱ سنبله ۱۳۸۹

۲۳ اګست ۲۰۱۰

1:40 AM

د صفا راډیو اداره، جلال آباد