وینه

          د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شوه چې د پاسه پرې سور ګروپ روښانه وو . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ په لور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاسیدو او پوښتنه مو وکړه:

خېر خو به وي ډاکتر صیب؟

ډاکتر خپل د فشار آله چې تراوسه يې غوږونه ته پرته وه، له غوږونو ایسته کړه، خپلې عینکې يې سمې کړې. لومړی يې زما پلار ته وکاته او بیا يې ماته په آمرانه لهجه وویل:" وړاندې تردې چې د هغې عملیات پای ته ورسي، تاسې ورته د وینې درک وکړئ! ستاسو د بیمار وینه ډېره کمه ده. هغه ته باید وینه وخېژول شي...."

پلار مې د ډاکتر خبره پرېکړه او په ډېر مظلوم غږ يې وویل:" مګر

 ډاکتر صیب!  مونږ خو مهاجر یو. له افغانستانه راغلي یو. دلته خپل خپلوان مو هم نشته. کوښښ وکړئ چې که زمونږ دواړو څخه وینه واخلئ.

ډاکتر زما پلار ته ښکته پورته وکاته او ورته يې وویل:"  نه کاکا جانه! ستاسو وینه هغې ته نه پورته کیږي. د هسپتال د وینې له بانک څخه هم وینه نشو ورته خېژولای، ځکه چې بېمار ته باید تازه وینه پورته شي.

ډاکتر یو ځل بیا ماته مخ کړه او راته يې يې وویل چې باید  مخکې لدېنه چې ناوخته شي، د وینې بندوبس وکړم.

ډاکتر د عملیات خونې ته ننوت. پلار مې بېرته  دیوال ته تکیه وکړه او په سوچونو کې ډوب شو. زه هم نه پوهېدم څه وکړم. لمانه هم لاره ورکه وه. په دهلیز کې څو دقیقي ښکته پورته لاړم او راغلم، مګر هیڅ کومه د حل لاره مې پېدا نکړه.

له دهلیزه بهر لاړم . یوې ګوښې ته شوم. له خپل جب څخه مې خپل مبایل تیلیفون رابهر کړه او په غیر ارادي توګه مې د خپل تیلیفون د نمبرونو لست له نظره تېراوه. په خپله هم نه پوهېدم چې د چا په لټه کې یم. له A توري څخه مې پېل کړی وو. Y توري ته ورسیدم. ناڅاپه مې سترګې په داسې یو نمبر ولږیده چې په 0092 سره شروع شوی وو. لږ مې ځان ویښ کړه. نمبر او نوم ته مې یو ځل بیا وکاته. له نمبر سره لیکل شوی نوم راته څه آشنا ښکاره شو(YASEEN). له ځانه سره مې وویل:" یاسین خو له نن څخه پوره پنځه کاله وړاندې راسره په ښوونځي کې وو. هغه خو راسره یواځې یو کال په ښوونځي کې تېر کړه. آیا هغه به مې اوس پېژني؟ آیا هغه به اوس راسره مرسته وکړای شي؟ آیا په دې نیمه شپه کې به هغه ته خپله کورنې اجازه ورکړي چې راشي؟"

نور  نو فکرونو راته دماغ خرابوو. له ځانه سره مې وویل چې باید یو څه وکړم، که نه نو مور به مې خدای مکړه خپل ژوند له لاسه ورکړي. په دې وخت کې مې پلار هم زما خواته راغلی وو او په سوچونو کې ډوب ولاړ وو. د هغه مایوسه څهره لا پسې مایوسولم. نور مې نو خپله پرېکړه وکړه. نمبر ته مې ښکته پورته وکاته او زړه نا زړه مې د OK بټنې ته زور ورکړه. زنګ ورغی. تیلیفون مې غوږ ته پورته کړه. څو زنګه ورغلل، مګر مخکې لدېنه چې دستګا ځواب راکړي، یاسین مبایل پورته کړه. د پورته کېدو سره سم يې په خوبوړي غږ وویل:

-         ههههلوووو!

د هغه د غږ له اورېدو سره مې ټکان وخوړه او مبایل مې له غوږ نه لرې کړه. زړه نا زړه وم. نه مې غوښتل چې ورنه د مرستې غوښتنه وکړم. مګر په دې وخت کې راته د مور ناجوړه او د پلار مایوسه څهرې مخ ته ودرېدې. سل زړونه مې یو کړه او مبایل مې بیا غوږ ته ونیو. هغه لا همدا غږونه کول چې:

-         هلو څوک یاست؟ ولې خبرې نه کوئ؟

ما ورباندې غږ وکړه:

-         هلو سلام علیکم!

-         وعلیکم السلام. څوک خبرې کوئ؟

-         یاسین یاست؟

-         بلې زه یاسین یم. تاسو؟

-         یاسین جانه! ززززه،،،، زه مصور خبرې کوم. ستا هم صنفي. ودې پېژندلم؟ زه او ته سره په ښوونځي کې یو ځای وو. له نن نه پوره پنځه کاله وړاندې.

په دې وخت کې د هغه غږ ورک شو، ګمان مې وکه چې بېرته ویده شو. غږ يې نه راته. بیا مې پرې آواز وکړه:

-         غږ مې آوراې؟ زه دې وپېژندلم؟

-         هوهو. ومې پېژندلې. مصوره څنګه يې؟ خدای دې خېر کړي. څنګه دې په دې نیمه شپه کې یاد شو؟

هغه غوښتل چې پرلپسې نورې پوښتنې هم وکړي، مګر مايې پوښتنې رالنډې کړې او ورته مې وویل:

-         یاسین جانه! نورې خبرې به بیا سره کړو، مګراوس خبره داده چې زه په روغتون کې یم. مور مې تر عملیات لاندې ده، ډاکتر راته دوه ساعته وخت راکړی او په دوو ساعتونو کې يې رانه تازه AB+ وینه غوښتې ده. زه خو نه دلته کوم د وینې بانک پېژنم او نه هم بل ملګری لرم. بس یواځې ستا شمېره راسره وه.

یاسین په وارخطا غږ رانه د روغتون پته وغوښت. ما هم ورته  بې له ځنډه پته ورکړه. هغه راته وویل چې په نیم ساعت کې رارسي، او تیلیفون يې بند کړه.

تېلېفون مې جب ته واچوه. پلار ته مې وکاته او ورته مې وویل چې خپه کېږه مه، خدای مهربانه دی. یو څه به وکړو. زه او پلار مې دواړه هغه ته په انتظار کې ناست وو. یوه دقیقه یو ساعت راباندې تېرېده. نیم ساعت پوره شو، مګر د یاسین معلومات ونه شو. پلار مې هره ګړې خپل لاسي ساعت ته کاته. هغه هم وارخطا وو، ځکه چې ډاکتر دم ګړې راوته او د وینې تپوس به يې کاوه. نور مې نو د پلار حوصله پای ته ورسېده. زما څنګ ته راغی او راته يې وویل:

-         زویه! ۴۵ دقیقې شوې، ملګري دې ناوخته کړه. ته ورته یو زنګ ووهه! که نه وي چې بله چاره وکړو. وخت تیریږي. باید وینه پېدا کړو.

مبایل مې راواخست. د یاسین شمېره مې راواړوله او هغه ته مې زنګ وواهه. ډیره شیېبه زنګ تله، مګر هغه خپل مبایل ته ځواب نه ورکاوه. ګمان مې وکه چې هغه لکه چې نه غواړي چې راشي. مبایل مې بند کړه او د مایوسۍ کندې ته پرېوتم. پلار مې راته حېران حېران وکاته او زما له څنګه روان شو. زړه مې نه صبرېده. بیا مې مبایل راواخست او زنګ مې ورته وواهه. دا ځل د زنګ له تلو سره سم چا مبایل پورته کړه، مګر د یاسین غږ نه وو. غږ بدل شانتې وو. ما پوښتنه وکړه:

-         یاسین! یاسین يې؟

-         نه وروره! یاسین نه یم. په ډېرې بخښنې سره چې هغه اکسیډنټ دی. ته يې څه کیږې؟

-         زه يې ملګری یم.

-         مهربانې وکړې او د ښار روغتون ته ځان زر تر زره راورسوئ. هغه ته د وینې ډېر سخت ضرورت دی. که رانشې نو کیدای شي چې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

 

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

۲۸-اسد  ۱۳۸۹

۱۹-۰۸-۲۰۱۰

صفا راډیو اداره، جلال آباد