سپرلیه چې د اور جامې په تن راله رانشئ
کنډر پروت دی لمبه لمبه وطن راله رانشئ
باروتو د ګلبڼ د ګلو څانګې دي سیزلي
پرې شوي چنارونه دي کونترې چاوژلي
د کلي د خاورین جومات منار دی نړېدلی
زمونږ د هیلو ناوې زمونږ ښار دی نړېدلی
کلونه کیږي دلته د بلبلو نغمې نشته
ډیوې د تورو شپو د سهرونو وږمې نشته
خاموشه تورې شپې دي سهرونه غم لړلي
ازغنی ټولی لارې منزلونه غم لړلي
ښایست مو د ګلونوم ماشومانو لولپه دی
د خدای واړه مخلوق زمونږ د ویر په تماشه دی
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۰۷-۰۱-۲۰۱۰