وروستی ماښام

"لئوناردو داوینچي" د «وروستی ماښام» د تابلو د ویستلو پرمهال د یوې لويې ستونزې سره مخامخ شو: هغه باید نیکي د عیسی علیه السلام په بڼه او بدي د یهودا په بڼه، چې د عیسی علیه السلام یو ملګری وو او د ماښام پرمهال يې پریکړه وکړه چې د عیسی علیه السلام سره خیانت وکړي، انځور کړای وای. خپل کار يې په نیمه کې پرېښوده او کوښښ يې کاوه چې خپل د خوښی وړ څهرې ومومي.

یوه ورځ يې په یوه سندریز مجلس کې د عیسی علیه السلام پوره څهر  د یو ځوان په څهره کې ولیده چې سندرې يې ویلې. ځوان يې خپل د کار دفتر ته وغوښت او د هغه له څهرې نه يې طرحې وکښلې.

درې کاله تېر شو. د وروستي ماښام تابلوتقریباً پای ته رسېدلی وو، مګر داوینچې تراوسه د یهودا لپاره مناسب موډل نه وو موندلی. کاردینال، د کلیسا مسئول په هغه فشار راوړلو چې باید زر تر زره تابلو پای ته ورسوي.

له ډېرو کوښښونو وروسته، یوه شپه انځورګر ډېر مایوسه د ښار په کوڅو کې روان وو. په یوه ویاله کې ېې یو ځوان په داسې حال کې ومونده چې زړې جامې يې په تن وې او له مستۍ نه بې هوشه پروت وو. په ډېر زحمت سره يې هغه د خپلو همکارانو په مرسته تر کلیسا پورې راوسته. ځکه چې انځورګر د تابلو د ویستلو لپاره بله لاره نه لرله.

ځوان يې په داسې حال کې کلیسا ته بوتله چې ځوان نه پوهېده څه پېښه ده، د داوینچي ملګرو د هغه قیافې ته ښکته او پورته کتل او داوینچي د هغه له څهرې نه د ګناه، بې تقوايۍ او خود پرستۍ طرحې ایستې.

کله چې کار پای ته ورسېده، ځوان ایله لږ په سد شوی وو او نشه یې له سره تللې وه، سترګې يې پرانستې او خپل مخ ته يې ایښي تابلو ته وکاته،  په چغو شو او وېې ویل:« ما دغه تابلو مخکې لیدلی دی».

داوینچي په تعجب سره پوښتنه وکړه:« کله؟».

-         درې کالمه وړاندې، مخکې له دېنه چې هرڅه له لاسه ورکړم، په یو مجلس کې مې سندرې ویلې. ښه ژوند مې لرلو. یو انځورګر رانه غوښتنه وکړه چې د عیسی علیه السلام د څهرې موډل شم!!!!!»

د« شیطان او پېغله پریم » له کتاب نه، پائولو کوئیلو

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

هرات

۰۷-۱۲-۲۰۰۹