مات غاښ

(طنز)

حفیظ الله تراب

زه پوهېږم، چې زما په ليدو د ډېرو په زړونو کې دا تېرېږي، چې ګواکې زه يو مسلکي ژورنالېست نه يم، خو بيا هم په لږ وخت کې د کورونو د دېرو نومرو او نورو شتو خاوند شوم. له لويو چارواکو سره مې په لږ وخت کې اړيکې جوړې کړې. داسې شپه به نه وي، چې په رادېو يا تلوېزون کې زما نوم نه يادېږي.

زه د دغو خلکو له ټولو خبرو سره همغږی يم. زه ورسره دا منم، چې د لوېديزوالو تر راتګ دمخه دلته د ژورنالېست له نامه سره هم څوک بلد  نه و، خو دا د دنيا اصول دي، چې د هر شي تقاضا  ډېره شي، نو د موادو پيدا کېدو ته يې اړتيا وي. په داسې وخت کې پکار وه، چې زما غوندې خلکو هم د وخت له غوښتنو سره ځان برابر کړی وی. زه خو ښه وم څه سپین تور مې ليکلی شول، هغو ته ګوره چې خپل مسلکونه يې دې کار ته پرېښودل. تاسې پوهېږﺉ، چې ما باندې په دې لاره کې څومره ناکوبۍ تېرې شوي دی؟! زه چې اوس د کوم دولت او شهرت خاوند يم، نو دا په داسې اسانۍ نه دي پيدا شوي. ما په دغه مزل کې دومره ستړې ګاللي، چې حتی په دې سپېڅلې لاره کې مې خپل مخامخ غاښ د حقايقو په څرګندولو کې له لاسه ورکړی.

په هغه ورځ چې مې په ځان  ګوتې ووهلې، نو ږيره مې نوره هم بونډۍ کړه. سپينې جامې مې واغوستې او د کميس په تخرګونو کې مې  د قصه خوانۍ عطر وموښل. د عطرو له بوی سره مې ارواښاد ريدی ماما، چې ډېر کلونه پخوا له وطن نه لرې په حق رسېدلی او څو ورځې وروسته يې کلي ته راوړی و، ځکه سترګو ته نېغ ودرید، چې له هغه نه هم هغه وخت همداسې لوخړې په غرغړو وې.

څو ساعته وروسته اوطو کړی د نغمې بي بي کور ته ورسېدم. له دروازې سره مې خپله وړه ايينه له جېبه راوکښله او پر سترګو او مخ مې لاس راتېر کړ. ورپسې مې خپله ساه جوړه کړه او بيا مې په زړه کې د خپلې پېژندنې تکراري جملې لا پسې ګردان کړې. دا زما لومړی ځل و، چې نغمه به مې له نږدې ليدله. په زړه کې مې په دې هم ګوړې ماتولې، چې هغې زما يو شعر هم په ډېر مست انداز کې ويلی و. لږ وروسته مې د دروازې تڼۍ کېکاږله، خو څوک رانغی. بيا مې تڼۍ ته زور ورکړ، بيا هم څوک رامعلوم نه شو. خو په درېيم ځل چې مې څنګه کېمنډله، يو پلن سړی راووت او په تروه ټنډه يې وويل:

ـ څوک يې، څنګه راغلی يې؟

ما ځان داسې وروښود، لکه له پخوا نه چې ورسره بلد يم. موسکی شوم:

ـ زما نوم پ. لالهاند دی. د بوډۍ ټال د مجلې د مرستيال، مرستيال مرکچي يم.

ـ ښه يانې ته مرکې ته راغلی يې؟

ـ هو، همداسې يې وګڼﺉ.

پهلوان مخکې او زه ورپسې شوم. انتظارخونې ته يې بوتلم. په کوټه کې يو بل بدغونی ځوان هم ناست و. هغه ته يې په ورو وويل:

ـ يو خو راغی. او له دې سره بلې کوټې ته ننوت. ما د نغمې لارې ته سترګې څلور کړې وې. د دې لپاره چې د نغمې د ښکلا تر اغېز لاندې رانشم، او جرات له لاسه ور نه کړم، نو د يوه ديپلومات په څېر کېناستم. خو لږ وخت لا تېر شوی نه و، چې پهلوان د يوه کوتک سره راباندې رامنډه کړه. يو ګوزار، پسې بل، پسې بل. بيا يې هغه بل ته قومانده ورکړه:

ـ ته لا ورته ګورې؟!

ما نه چې پهلوان د افغانستان سرحدي پوله جوړه کړې وه، نو په ډېرې اسانۍ دواړو له پښو او لاسونو ونيولم. زړه کې مې وويل، چې ګوندې کټ کې مې اچوي. اخر د قام سترګې يم، خو دغو ظالمانو د حوېلۍ ډند ته د زنبېل غوندې يووړم. خدای خبر چې په يوه دقېقه کې يې څو غوټې  راکړې؟! اوبو مې ساه بنده کړه. په لويه تنه مې د ماشومانو غوندې رمباړې پیل کړې. د رمباړو په لړۍ کې مې يو وخت په خواږه غږ واورېدل:

ـ بس دی نور يې پرېږدﺉ. ما خو درته په اوبو کې د ننويستو نه و ويلي، اخر کومه توده سندره خو به يې جوړه کړې وي.

پهلوان ورته په غوسه وويل:

ـ بي بي! ده سره همدا مناسب و.

ـ ښه ځه ښه مو کړي، اوس يې کوټې ته کړﺉ، اخر ژورنالېست دی. نورې جامې ورته راوړﺉ.

ـ ز... م... زما بکس څه شو؟

پهلوان سترګې راسرې کړې:

ـ ډېر مه ګړېږه. بکسګی دې لا غاړه کې زانګي.

تر فزيکي ترميم وروسته راکې ايله يو ساعت وروسته ساه غځونې وکړې. له وېرې مې د پهلوان لوی کميس واغوست، خو د پرتوګ د اغوستو يې هېڅ چاره نه کېده او په هماغه خپل مې قناعت وکړ. ما سر ټيټ کړی و، چې راته وويل شول:

ـ زه نوره له دې مرکچيانو پوزې ته راغلې يم. يوه ورځ نه ده. هره ورځ هره ورځ مرکه. او بيا داسې چې زه يو څه وايم، ليکي راپسې بل څه. ځينې خو مې لا ليدلي هم نه وي، خو هوايي مرکې يې راسره کړې وي او ځينو خو د لتامنګېشکر استاذه او يا هم په شاعرۍ کې را نه نازو انا جوړه کړې وي. د خدای لپاره نوره مې په کراره پرېږدﺉ!

د نغمې له کوره به لا يو څو ګامه وړاندې نه وم تللی، چې پوليسو ونيولم. لومړی يې سر تر پښو په حيرانتيا راوکتل او بيا يې په اردو کې رانه وپوښتل، چې څوک يې او دلته څنګه ګرځې؟

ـ می ايک ژورنالېست هو. دلته نغمې کې سات مرکه کرتاهو.

هغوی ګرم نه وو. کميس او اردو ژبه مې يو له بله ډېر خندوونکي وو. په تعجب يې پوښتنه وکړه:

ـ کيا جرنلیسټ ايسا هوتاهی؟

ـ دوه ساعته پهلې می سهي ژورنالېست تا، مګر انونې مجې سختې غوپې ديا او دا کميس هم همرا نهي هی. له دې سره مې خپل بکس پرانيست او ورته مې وويل:

ـ می په خپل ټول ژوند کې دروغ نهي بولتا. يه ټيپ ديکو. يه خاص مرکو کيلي هی.

کور دې اباد وي، نور يې راته څه ونه ويل.

پېښور ته چې څو وررسېدم، نو له ځانه سره مې کلکه پتيېلې وه، چې خير نغمه نه سهي، نازيه اقبال خو رانه چا نه ده وړې. تر هغې ځوانه ده او د مجلې ښکلا پرې له بل هر چا ډېرېږي. په پوښتنه پوښتنه مې د هغې کور پيدا کړ ور مې ټک ټک کړ. څه وخت وروسته يو برېتور سړی په قهر راووت:

ـ سينګه راغلی يې؟

ـ غواړم چې له نازيه جانې سره انټروي وکړم.

ـ د سه شي انټروي؟

ـ د رسالې لپاره.

ـ ښه ته همدلته ودرېږه!

ما په خپل بکسګي ګوتې وهلې، چې سړی ناڅاپه د ګولټېر سپي سره راووت. سپي چې زما سره بکس وليد، نو يې راباندې راټوپ کړ. زه مخکې او سپی په کوڅه کې راپسې. سپي سمې خپړې لګولې. اخر يې له کيڼې پايڅې ونيولم. له وېرې مې پرې د بکسګي ګوزار وکړ. له دې سره سپي پرېښودم، خو بکسګی يې رانه په خوله کې ونيو او نېغ د نازيه اقبال پر کور ورننوت. حيران شوم، چې څه وکړم؟! زړه نه زړه لږ وروسته کور ته ورغلم، خو له دروازې نه ډېر لرې ودرېدم. د سپي له وېرې مې غږ نه شو کولی. د کوڅې يوه يوه سړي چې به ليدم، نو زما د يوې پايڅې په ليدو به له حيرانتيا هک پک درېده. خلک شېبه په شېبه ډېرېدل. په هغوی کې  د يوه سپين پټکی پر سر و. په عاجزۍ مې له هغه نه د خپل بکسګي د تر لاسه کولو مرسته وغوښته. چار دې ښه وي، په خپل حکمت يې بکسګی په دې شرط ما ته راکړ، چې بيا به سندرغاړو ته د مرکې لپاره نه راځم. ما هم داسې ومنله لکه څوک چې د نصوحا توبه وباسي.

زړه کې مې وويل، چې راځه د خدای د لارې له دې نېک بنده سره مرکه ولې نه کوې؟! له هغه مې غوښتنه وکړه. ويې منله، خو د خپل عادت له مخې مې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې بايد داسې مرکه ورسره وکړم، چې لوستونکو ته په زړه پورې وي. په يوه سماوار کې ورسره کېناستم او ترې ومې پوښتل:

ـ قاري صيب! زياتره قاريان ولې ړانده، بېړاګان او يا هم کاږه واږه وي؟ مطلب مې دا دی چې روغ خلک  په دې لار کې ډېر لږ وي. دا ولې؟

هغه راته ورپېده:

ـ ته مرکه کوې، که قاريانو پورې ملنډې وهې؟! خوله سمه خوځوه!

ـ قاري صيب! هغه نه دا سهي:

ـ  ستاسې له ملګرو سره چې څوک پر دسترخوان کله کېني، د ملګري خيال نه ساتي او له واره په غوښه حمله ولې کوﺉ؟

هغه په غوسه په ږيره لاس تېر کړ:

ـ هلکه اوسېله مې درته نوره ختمېږي!

ـ پوی شوم. بس دا اخري پوښتنه:

ـ ښه به نه وي، چې د خان او غريب مړي ته په يوه سترګه وګورﺉ؟

زما پوښتنه لا پوره، پوره شوې نه وه، چې کړنګ شو، نوم  يې څپېړه، خو داسې وه، چې خپلې مخې ته مې وکتل، نو د خولې مخامخ غاښ مې  په وينو سور پروت و. اوس تاسې انصاف وکړﺉ، چې، د څه شي لپاره د انسان غاښونه وتلي وي، نو هغه بايد څه ونه کړي ؟!

پېښور. ۲۰۰۲