ډېر عزتمن ناڅاپي شتمن صيب!

السلام عليکم.

د قدر وړه! په راوروسته کلونو کې د ډېرې قًيمتۍ له امله د مسلمانانو ژوند په کابل کې دومره ګران شوی، چې حتی يو ډېر بهادر پلار ايله دومره کولای شي، چې خپل اولادونه په وچه ډوډۍ ژوندي وساتي. له بده مرغه اوس له داسې څه سره لاس و ګرېوان يم، چې لار يې رانه ورکه کړې. زه ګرم نه يم، يو لوري ته  د پښتونولۍ شرم او له بلې خوا مې د ماشومانو هغه غوښتنه ده، چې هره ورځ ورته په وعدو وعدو د افغانستان د ګاونډيانو په څېر دوه مخۍ شوم. سره له دې چې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې مې په ډېره ناچارۍ کې هم چا ته لاس نه دی اوږد کړی، خو اخر صبر هم يوه اندازه لري، ځکه نو نوره را کې د مقاومت متره په دې نشته، چې له تېرو شپږو مياشتو مې خپلو ماشومانو سره دا وعده کړې وه، چې ګواکې په لوی اختر کې به پرې خامخا غوښه وخورم، خو اوس چې ګورم، نو په دې ژمنه کې راته ځان د هېواد د امنيت په څېر متزلزل ښکاري. بله لویه بدمرغي دا ده، چې د دې ځای مسلمانان بېوزلو ته د ثواب لپاره هم يو خورد غوښه نه ورکوي، بلکې د ورکړې پر ځای ترې ځانونو ته امېلونه جوړوي.

 څرنګه چې ستاسې په څېر خلک د لوی خدای د مهربانۍ او د خپلې سپېڅلتيا له برکته په لنډه موده کې شتمن شول، نو د دې لپاره چې خدای مو په دغه حلاله پانګه کې لا پسې برکت واچوي، نو تاسې ته عارض شوم، تر څو له هغو غوايانو نه چې د هندوستان دولت تاسې ته ستاسې د ښو خدمتونو په بدل کې رالېږلي، يو سخوندر ترې ما ته راکړﺉ. زه به په پوره امانتدارۍ، هغه پر ځان او پر هغو خوارانو چې ټول له ما سره نږدې اوسېږي، ووېشم. که چېرته غويی يا سخوندر شونی نه وي، نو ستاسې  سېرلي ته به هم زه د غويي په سترګه وګورم. خو که تاسې دا لورينه ونه کړﺉ، نو زه به د تل لپاره خپلو اولادونو ته بې وعدې او ټيټ سترګی شم. خدای دې يو مشر هم کشرانو ته نه تيټ سترګې  کوي، او دا ځکه هر څه چې خام وي، پخېږي، خو انسان چې خام شي، بيا نه پخېږي.

مننه.

د غويي يا برابر سيرلي په هيله