رفيق مهرا ن / پکتيا

زما ملنګ زما فقیره یاره

ته په پکتيا کې یې ته نه یې خبر

سړه هواکې یې ته نه یې خبر

دلته منګس دي ملاريا راغلې

شوو رنځوران لويه بلا راغلې

ياره لمبه لمبه کېسه مې واوره

په سپين بدن مې دي دانې ختلې

دبرق پکه هم داورتاو غورځوي

بې غمه ياره ته په سرسړې اوبه واړوې

اوزه دې هېره شم چې ځان په پورې غره واړوې

سړې سړې اوبه جانانه دپکتيا ښې دي

له انرژۍ له کاکولا له مرانډا ښې دي

يوکارضرور وکړه چې ځان سره مې هم نه بيایې

په دې سره ټکه کې بې سيوري ګذاره ګرانه ده

زه ستامريده يمه پيره ياره

زما ملنګه زما فقیره یاره

زمادزړه بادشا وزيره ياره

خوست کې ګرمي ده ماته کېږده چنارونه