غزل
اوربل غوندي چې ستامو پریشانه زندګي ده 
ښکاریږي چې له مونږه پشیمانه زندګي ده

یو پیټی دغربت دی چې له وخت سره درنیږي
بل بار مو په اوږو دا سرګردانه زندګي ده

فکرونوکې مې شوردی اندیښنې مې دې کړې ستړې
جانانه بې له تانه ډیره ګرانه زندګي ده

یوپت دی یوپښتون دی بل ازغي دوخت دجبر
بل دښته دغربت ده اوستومانه زندګي ده

درزا زمونږ دزړونو ده ښکالو دوخت، تیریږي
داوس لاس کي ګړۍ زمونږ جانانه زندګي ده

بس ستا دا ورانه مینه ده چې اوس هم پکې خاندو
کنه زمونږه نوره څومره ورانه زندګي ده

حیران یم چې به ځنګه راکې بیا سا ننوزي
په مونږ پوري خو دلته هم حیرانه زندګي ده

مونږ خپله په غیرت او په پښتو ده ګرانه کړي
چې ټیټ سر پکې ګرزي بیا اسانه زندګي ده

دې خولې په یوه معافي يې په سلګونو مړي معاف شي
نن بیا دپښتونوڅومره ارزانه زندګي ده

ډیوې مې داحساس په مړې کیدو دي تروږمۍ ده
(حسنه) څومره پاتي دې ناځوانه زندګي ده

ډاکتر حسن-لندن