دزړه خبره
راته رایاد شول بیاهغه وختونه
هر وخت به مور کړله جګړا راسره
دپلارپه ژبه به کنځل وې راته
هم به غصه ووزما نیکه راسره

دوی به غوښتل چي ښوونځي ته لاړشم
ووایم درس ښکلی بشر جوړشمه
دقام خدمت وکړم درمل شم ورته
نه دا چي زه هم درد سر جوړشمه

مابه دا نه غوښتل چي درس ته لاړشم
له کور نه پټ مي شیطاني کوله
که به هر چاویل چي ښه کار نه دی
مابه بیا هم هغه وراني کوله

خو یوه ورځي ښوونځي ته لاړم
ټولګې کي ګورم یوه ښکلي نجلئ
سترګي یې ټیټې کړې چي ویې لیدم
بیایې راوکتل ډیر غلي نجلئ

له هغې ورځي تر دانني ورځي
زه ښوونځي ته په ګډا ورځمه
دمور ویلو ته حاجت نه پریږمدم
دمخکي شان ،نه په غړمبا ورخمه

هم کورنۍ مي ده حیرانه پاتي
چي اوس هر وخت اول نمره راځمه
چي وي تر څو ها نازولي نجلئ
له ښوونځي نه کور ته نه راځمه

نیت مي ده کړی چي وریاده یې کړم
ورسره کړم هره وړه خبره
خو بس په دې خبره نه پوهیږم
څنګه به کړم ورته د زړه خبره

 سیدشاه خروټی-لندن