غزل
ماته دآسمان د الفتونو مینه راکړه ته
ښکلې پاکیزه د ثوابونو مینه راکړه ته
هیره دې ملنګه د کچکول د سخاوته کړم
خیر دی ما ګدا ته د اجرونو مینه راکړه ته
نه چې یې سبا وي نه بیګا نه یې ماضی تیره
پاکه د ایمان د باورونو مینه راکړه ته
بزم ته دې ما نن بلینډې د اوښکو بلې دي
ماته دشاعر د غزلونو مینه راکړه ته
زه ساده نجلۍ وم ستا نغمو څپه څپه کړمه
ماته د ياغي سمندرونو مينه راکړه ته
ر پشتونجار