غزل
د شرابي سترګو سلام ، لکه د بنګو پيالې
نشه نشه يې کــړم تمام ، لکه د بنګو پيالې
غزل مې دومره شو خمار راديف يې وزنګيده
خداى راليږلى و الهام ، لکه د بنګو پيالې
کوم ليونى له کلي تللى و چې بيرته راته
پېغلې ولاړې وې په بام ، لکه د بنګو پيالې
دا د کابل شوخه جېنۍ په جادوګرو سترګو
له مانه واخلي انتقام ، لکه د بنګو پيالې
ګلې له تاسره هوس د خولګۍ پاتې نه شو
په ما دې داسې کړه حرام ، لکه د بنګو پيالې
ستا له نظره لپې،لپې شات راوبهيدل
تا چې راوکتل ماښام ، لکه د بنګو پيالې
طالب منګل
16.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دجګړوپلرونهمشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستلخپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستلمونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړوتا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستلمونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړودې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستلتا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړهتاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستلنه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کويتاسو دملت کورته سوچه ليونيان راو...
16.02.2011
- محمدالله آرین احمدزی
موږ ته دین مه راښیه
سیدشاه خروټی-لندن
په کلي کي د هر سړي په خوله د ګل محمد د زوی د مرګ کیسه وه . دګل محمد زوی رازمحمد چي له خپل پلارسره به یې بزګري کوله د قیمت ګل د زوی نادر لخوا ووژل شو نادر یو بې لاري او آواره انسان وو چي له پلار نه نیولي د کلي هر سړی ورنه په تنګ وو نادر به د رازمحمد خور ګل غوټئ هره ورځ تنګوله چي کله د ګل غوټئ د کور وال پرې خبر شول نو د نادر پلار ته يې د هغه شکایت و...