غزل

ښکلې راشه د سورکو شونډو جام راکړه

رنځور زړه ته مې سکون او ارام راکړه

خیر دی خیر دی که دې هیر کړم پروا نشته

رقیبانو منځ کې ښکلې سلام راکړه

چې خفه ښکلي یاران پرې یو کوی شم

سترڅيښتنه راته داسې کلام راکړه

کار دا ستا ده موږه هسې پرې لګیا یو

مهربان شه پښتون قام ته مقام راکړه

وفایار لاس په دعا دی ای ملګرو

پښتون زړه ته د غزلو الهام راکړه




ازاد خیالي

مه پوښته ما مه پوښته

 ما نه لیونی جوړ دی

مانه مې جانان تللی

لرې قدردان تللی

هغه که را ستون نه شي

نور به هم غمجن شمه

ګوره!

ګوره را نیژدې نه شې

هسې نه چې ښکل دې کړم

خپل زړه ته تسل دې کړم

بیا به رانه شې خفه

بیا به رانه شې خفه