غزل/طالب منکل
بې روحه راغلمــــــــــه په سا پسې راورسيدم
د خپل وجود په اتنهــــــــــــــا پسې راورسيدم

د پيزيبونو شور او ساز، بې برکتـــــــــه نه شي
د ډمې بېغلې په ګـــــــــــــــــډا پسې راورسيدم

چې د جلاد په مخ کې ودرېدم ،څېره مې نه وه
زه په دې ښــــــــار کې په باچا پسې راورسيدم

مورې! له تانه وړاندې نه وې ،د جنت منـــارې
بيرنه راستــــــون شوم په دعا پسې راورسيدم

که څو فنا شوې په رنګينـــــــــو فلسفو کې رانه
خو ستا د سترګو په مــــــــانا پسې راورسيدم

زه به ترې شاته شوم طالبه! بې امکانه غوندې
که به څو ځـــــــــــــــــــلې په بلا پسې راورسيدم

طالب منګل