لومړی مخ سريزه رساله

لنډكۍ پښتو او پښتنواله

دا د مرحوم مومند يوه وړكې رساله ده چې په 1327 هـ كال يې زما د هغې ګيلې په ځواب كښې ليكلې وه، چې ما د كابل په مجله كښې له پښتنو مشرانو څخه د پښتو ژبې د خدمت په لاره كښې كړې وه او دا رساله مې په همهغه كال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپره كړه، چې اوس يې د ده د افكارو او نظرياتو او ليكنې د نمونې په توګه دلته راوړم.
(بېنوا)

زما غښتلى ورور عبدالروْف خان!
زه ښه روغ نه يم نو ځكه ليك او لوست زيار راپېښوي كه ډېر ضرورنه وي، نه يې كوم بې دغه سږ كال خټې مې هم درلودې چې درست كال د ورغومي د مياشتې تر سره پورې په هغو اخته وم، په ژمې كښې خټې درېدلې وې او وزګار تيا وه، نو كله كله به مې د كابل مجلې را واخيستلې او څو كرښې، ليا كوم مضمون او كومه مقاله به مې ولوستله. څو ورځې مخكې مې په (201) ګڼې مجلې كښې د غښتلي غروال ((چې نوم او كام يې نه پېژنم)) د ځواب په ترڅ كښې زما او د ځينو نورو پښتنونه ستا ګيله ولوستله. كه څه هم ته حق لرې، خو مونږ معذور يو او زمونږ عذرونه ندي درڅرګند.
زما خوبې نورو معاذيرو يو عذر د صحت ورانوالى دى، كه نه دغه خو رښتيا ده چې پگښتو يوازې ستا، ليا د څو كسونه ده. پښتو د پښتنو نيكونو نه راپاتې ميراث دى، چې په دغه كښې درست پښتانه برخه لري او درست پښتانه بشپړه ګټه تنې اخيستلاى شي، خو وېشلاى يې نه شي.
پښتو په پښتو نياڼه كښې دغسې ده لكه په كاله كښې بله ډېوه چې د يوه، ليا د دو وكسو نه ده، بلكه د درست كاله د وګړو د هر يوه ده، چې د كاله ټول وګړي هر يو بېلابېل برابره ګټه تنې اخيستلاى شي، مګر وېش او برخې برخې كول يې امكان نلري! خو چې د ټولو ده، نو ښايي چې ټول پرې پام ولري او ښه يې وساتي او ښه يې سمباله كړي!
كه ورانه، لياور كه شوه، تاوان يې هم ټولوته رسېږي، رښتيا ده چې پښتو يوازې ستا، ليازما، ليا د څو تنو نه؛ بلكه د درستو پښتنو ده او ټول به يې يو شان پالنه او روزنه كوي.
پښتو خورا ګران امانت دى چې د نيكونو نه راپاتې ده او زمونږ د نيكونو وصيت دى، چې بايد دغه امانت د درست اولس د ګټې او فايدې لپاره بې له خيانته خپلو زامنو، نمسو، كړوسو، پردو او د هغونه وروستو ته پر له پسې ور ورسوو او روغه يې ور وسپارو!
وړاندې وروسته، خوا او شا، ټول ښه او بد، ګټه او تاوان هر څه په پښتو راڅرګندېږي. پښتو ده چې ننګيالي نيكونه راپېژني او هغوى ته مو رسوي، پښتو به وي چې زمونږ نمسي، كړوسي، كودي او پردي او د هغوى نه وروستني به له مونږ سره رانښلوي. د پښتونوالې اثبات په پښتو سره كېږي. د دغه د پاره چې اوسني او وروستني پښتانه ځانونه خپلو پښتنو نيكونو ته ورسوي او ثابته كړي چې دوى په رښتيا سره د هغوى رښتياني نمسي دي نو ښايي چې د صرف د اشتقاق د اصولو په شان لفظي او معنوي بشپړ مناسبت په منځ كښې موجود وي او دغه مناسبت بې له كوم تغيير او خلله ټينګ وساتل شي كه نه په تشو دعواګانو او خوشې خبرو او پرړونه څوك پښتون كېداى شي او نه يې څوك پښتون ګڼلي او منلى شي! پښتانه د پښتو اطلاق يوازې پر هغې څرګندې ژبې چې دوى پرې ګړېږي، نه كوي، بلكه د پښتنو دوړاندې د پښتو معنى او مفهوم د ژبې دود او دستور او د دوى پر درستو اولسي خصايلو، خصايصو، صفاتو او مزاياوو شامل دي چې دغو وروستنو ته (پښتنواله) هم وايي.
د ژبې د اهميت په موضوع كښې "ما دپښتو د ژبې ليارې" نامه كتاب په ننتوځ كښې چې څو كاله مخكښې مې تاليف او نشر كړى دى. لنډ شانته څه ليكلي دي، ګوندې ځينو به لوستى وي. زما په خيال ښايي چې پښتانه كاكا ګان هغه ولولي او ورته ځير شي او ښه چرت پكښې ووهي! د پښتنوالي په موضوع كښې مې هم غوښتل چې يوكتابګى وليكم او پيل مې هم پرې وكړ، خو رسمي چارو او صحي احوالو ملګرتيا را سره ونكړه او رانه پاتې شو.
په هر تقدير مقصد دغه دى چې پښتو د پښتنو په اولس او جامعه كښې لكه روح په كالبد كښې ده. څنګه چې كه په كالبد كښې روح نه وي، كالبد خوشې شى دى. همدغسې كه د پښتنو په ټولئ (جامعې) كښې پښتو نه وه نو د پښتنو ټولئ به خوشې شى وى، بلكې لكه چې روح له كالبده بېل شي، خورا ښايسته وجود خراب، بې ډوله او تږمن ګرزي. چې څوك ورته كتاى او ور نژدې كېداى نه شي او هر څوك تنې تښتي همدغسې كه د پښتنو نه پښتو لاړه؛ نو د پښتنو جامعه به هم بېدو هماغسې شي. خداى مو دې تنې وساتي.
پښتو، پښتومنل، پښتوويل، پښتو كول او پښتو چلول دي. پښتانه په پښتوسره پښتانه ده او په پښتو سره به پښتانه وي.
پښتانه په پښتو چلېدلې وه او په پښتو به وچلېږي. پښتانه په پښتو پېژندل كېدل، په پښتو به پېژندل كېږي او په پښتو به وپېژندل شي.
پښتانه په خپل منځ كښې هم په پښتو يو د بله سره پېژني، پښتانه په پښتو سره، عزيزان او يو پر بل ګران دي.
د پښتنو خپلوي په پښتو سره ده، له خپل او پردى په پښتو څرګندېږي او بېليږي. پښتانه په پښتو باندې سره پوهېږي، د پښتنو خوږه مركه په پښتو كېږي، پښتانه د پښتو نه خوند اخلي.
تر ټولو مركو خوند وره مركه د پښتو ده. خپلوي، له پښتانه په پښتو سره خواله كوي، له عزيزه سره عزيز ولي له خپل سره دوسته سره دوستي او له دښمنه سره دښمني په پښتو كېږي. د مشرانو احترام د كشرانو قدر او عزت، پر وړو مهرباني او شفقت، د هغوى روزنه، پر هغوى د هر پښتانه پاملرنه دا ټول په پښتو سره كېږي.
پښتانه په پښتو سره يو د بل باباګان، داداګان، كاكاګان، ماماګان، لالاګان، ناناګان وړوڼه، زامن چوچي او بچي دي او پښتنې هم په پښتو سره د هر پښتانه ببۍ، اناوې، ادې ګانې، تريندې، توړۍ، خويندې، خوركۍ، لوڼې، لوركۍ، چوچۍ او بچۍ دي.
د اولس بېلوالى او نفاق په پښتو وركېږي؛ ځكه چې (اتفاق) او يووالى په پښتو سره راځي، پښتو ده چې له پښتنو نه يو كور، يوه كورنۍ، يو ټبر، يوه كوړمه، يو كهول او يو اولس جوړوي.
پښتو د پښتنو تفكرات، تخيلات، ذوق او هر څه سره يو شانته او يو كوي.
پښتو خورا خوږه وروري ده.
پښتو د پښتنو سره خواخوږي ده.
پښتو صله رحمي ده.
پښتو شفقت دى.
پښتو مرحمت دى.
پښتو مهرباني ده.
پښتو مروت دى.
پښتو ښېګڼه ده.
د پښتو له امله پښتانه يو تر بله سر او مال جاروي او په دغې چارې كښې يو تر بل ړومبى كېږي.
ژوبل، پرهارژلى، ټپي، ويشتلى، ناروغه په پښتو پالل كېږي. د ضرورت په وخت كښې د هر مسلمان ورور سره بيا په تېره د هر پښتانه سره هر ډول مرسته په پښتو سره كېږي.
پښتو پښتانه په غم او ښادۍ كښې سره شريك كړي او شريكوي يې.
پښتو پالنه ده.
چې پښتو نه وي نو بيا به مو سره څه وي؟
په پښتو مو سره سازه وه، په پښتو مو سره سازه ده او په پښتو به مو سره سازه وي.
په پښتو مو سره ورانه وه، په پښتو مو سره ورانه ده، او په پښتو به مو سره ورانه وي. اّهو خودچې په پښتو سره سازه او ورانه ونكړو نو په څه به يې سره وكړو؟ كه پښتو وه يو د بله خوښ، يو پربل راضي، يو پر بل به ښاديو.
كه پښتو نه وه يو د بله ناخوښه، يو د بل نه ناراضه او يو به هم پر بل ښادنشو. ښادوالى چېرته او خبره چېرته؟
كه پښتو وه، زه به تا در نوم، ته به مادر نوې. كه پښتو نه وه. ته به مادګى زه به تادګم ته به ما سپكوې زه به تا سپكوم، دواړه به سره د ګلي شو، دواړه به سره سپك شو! ګټه مو څه وكړه؟؟
كه پښتو وه، زما شته ستا دي، ستا شته زما دي كه پښتو نه و، ته به ماشكوې، زه به تا شكوم، ته به ما تالا كوې. زه به تا تالا كوم! چړې وړې چارې لاس د بري كار دى. (1)
كه پښتو وه، زه به تا ته لاره سيخوم، ته به ما ته لاره راښيې، كه پښتو نه وه، ته به ما ته كوهى كينې ، زه به تا ته كوهى كينم. نه پوهېږم چې څوك به مخكې ورولوېږي.
كه پښتو وه، زه به ستا په شته والي خوښ يم، ته به زما په شته والي خوښ يې.
كه پښتو نه وه، ته به زما وركه غواړې، زه به ستا وركه غواړم. يو له بله به سره ګورو چې خداى څه كوي!
كه پښتو وه، ټول به پښتانه يو او درست به په يوه خوايو، كه پښتو نه وه، د هر چا خپله خوا ده، يو به يوې خوا ته ځي، بل به بلې خوا ته، يو به يې يوې خوا ته راكاږي، بل به يې بلې خوا ته، ملك به غوبل وي، اور به پكې بل وي.
كه پښتو وه، ته به زما سر نه راخوږوې، زه به ستا سر نه درخوږوم.
كه پښتو نه وه، ته به زما د سر خوږيې، زه به ستا د سر خوږيم.
نور به دې څه سرخوږوم، ټول همدغسې درواخله. پښتو له دښمنه سره ګالنه ده، انتقام پښتو ده.
د پښتانه سره د پښتو د ليارې سره سم، روغه كول هم پښتو ده.
د پښتو د ليارې سره سم پښتانه ته ننواتې كول پښتو ده.
د پښتو د ليارې سره سم، د پگښتانه ننواتې منل پښتو ده، پړه منل او پړه وركول پښتو ده.
پښتو اصيلتوب دى.
پښتو سيال والى دى.
پښتو نجات دى.
پښتو عاليجنابي ده.
پښتو عزت دى.
پښتو كښې بې پتي، د ګلتوب (حقارت) نشته، ځكه چې پښتانه يې نشي منلى.
پښتو ساووتوب او باداري ده.
پښتو درندوالى (وقار) دى.
پښتو كښې ټيټال او تملق نشته.
پښتو كښې سپكه نشته، نو ځكه سپك پښتون ندى.
پښتو كښې پوچه نشته، نو ځكه پوچخولى پښتون ندى.
پښتو د پوچخولي خوله څيري.
پښتو ښه نيت دى.
پښتو د پښتنو اومسلمانانوخيرغوښتنه ده.
پښتو ښه اخلاق دى.
پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دى.
پښتو روغه پوهه ده.
پښتو تدبير دى.
پښتو پاكوالى دى، چټلتوب پښتو نه ده، بې پښتوګي ده.
پښتو فضيلت دى.
پښتو مزيت دى.
پښتو د پښتنو معنويت دى.
پښتو فرحت دى، سينما، تياتر او هر ډول تفرېح ده.
پښتو سړيتوب دى او سړيتوب پښتو ده.
پښتو انسانيت ته خدمت دى.
پښتو كښې لويي نشته، پښتو د لويجن سړي سر په تيږه ټكوي. پښتو كښې ظلم نشته، د لږ زورو او بې زورو سره زور پښتو نده.
پښتو كښې مظلوميت نشته.
پښتو په خبره درېدل، خپله خبره تر سره كول او په عهد وفاده.
پښتو غناده.
پښتو استغنا ده.
پښتو كښې سوال نشته او سوال او غوښتنه پښتو نده.
پښتو قناعت دى.
پښتو په حق درېدل دي.
پښتو كښې ناروا نشته او ناروا پښتو نده.
پښتو صبر دى.
پښتو حوصله ده.
پښتو زغم (تحمل) دى.
پښتو كار كول دي.
پښتو هاند او كوښښ دى.
پښتو زيار ويستل دي، زيار كښل په پښتو كښې يو صفت دى، چې دوى پرې سر لوړي كوي او پښتانه پرې ستايل كېږي، لټي، بېكاري، نازولتوب بې پښتو دى.
پښتو دين، وطن، او د پښتانه اولس ته خدمت دى.
پښتو ايثار دى.
پښتو فداكاري ده.
پښتو د اسلام، د پښتو او د پښتنو د شته والي لپاره ځان نشت كول دي.
پښتو تكړه توب دى.
پښتو ښاغگلتوب دى.
پښتو ښاغلوالى دي.
پښتو رښتيا دي.
پښتو كښې خيانت نشته.
پښتو كښې دروه نشته.
پښتو كښې ټګي نشته،تګ پښتون نه دى.
پښتو كښې غلا نشته.
پښتو كښې تالا نشته.
پښتو كښې ظلم نشته، ظلم بې پښتو والي دى.
پښتو د مظلوم حمايه ده، په نيمه شپه كښې له غږه سره سم د پېښې ځاى ته ځان رسول پښتو ده. غله، جاني او خاين پسې چيغه ويستل او نيول، ليا يې وژل پښتو ده.
پښتو صداقت دى.
پښتو كښې درواغ نشته او درواغ يې بې پښتو توب دى. نو يو پښتون نه شي كولاى چې د ځان د ګټې، ليا كومې توزنې هيلې، ليا د خپل موقعيت ساتنې، لياكوم ضرر او تاوان نه د ځان ژغورنې دپاره درواغ ووايي.
پښتون رښتيا وايي، هر چېرې يې وايي، هر چاته يې وايي او هر كله يې وايي.
پښتون رښتيا وايي كه څه هم پر سولۍ وخېژي.
پښتو پاك زړه دى.
پښتو سليم وجدان دى.
پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي.
پښتو ده چې پښتانه له بدو ليارو څخه راجار باسي.
پښتو مخه په پښتو كېږي.
پښتو دوا ده.
پښتو شفا ده.
د پښتنو رنګ په پښتو ښه كيږي.
پښتو د پښتنو د زلمو ښكولا او د پېغلو ښايست دي.
پښتو د پښتنو ګاڼه ده.
پښتو پسول (زينت) دى.
پښتو حيا ده.
پښتو د پښتنو جامه ده او حيا يې پرې ساتلې ده.
پښتو د پښتنو د نارينه وْ پګړۍ او د ښځو ټيكرى او پوړنى دى.
پښتو د پښتنو د ښځو ستر دي.
پښتو عفت دى.
پښتو عصمت دى.
پښتو د پښتانه د ناموس ساتنه پرهر پښتانه لازمه ګرځولې ده، پښتانه د پښتانه د ناموس په ساتنه كښې په سر او مال ولاړ وي.
كه يو پښتون په خپل كاله كښې نه وي او نژدې خپل هم ونلري د هغه د مال او د ناموس ساتنه، د كاله خدمت يې، حتى چې د كاله لګن (مخارج) يې پر كليوالو او ګاونډيانو دي، پښتو همدغسې معامله د هر چا په حق كښې لازمه كړې ده چې د پښتنو په سيمه كښې پروت وي، كه څه هم پښتون نه وي او بل څوك وي.
پښتو ده چې د پښتنو سر او مال تر ناموس جاروي.
پښتو سمه عقيده ده.
پښتو ايمانداري ده.
پښتو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي.
پښتو سعادت ته ورغلې سمه سيخه لاره ده.
پښتو ډاډ (اطمينان) دى.
پښتو اتينى (توكل) دى.
پښتو په پښتنو اعتماد دى.
پښتو پر ځان باور دى.
د مېلمنو پالنه د پښتو ځنې ده.
پښتو ډوډيماري ده.
وركړه او سخاوت، د بې وزلو سره مرسته لويه پښتو ده، د پښتانه په سيمه كښې د هر چا سر او مال او ناموس په پښتو سره ساتلى دى. او څوك چې د پگښتانه هېوادوالو ته تاوان ورسوي، د هماغه پښتانه د ښمني به هم مني، د پښتو تقاضا دا ده چې د سيمې خاوند د متجاوز نه دخپل سيموال مال، ليايې تاوان واخلي، د پښتانه په سيمه كښې تجاوز له دغه پرته بېله جريمه او جزا هم لري.
كه د پښتانه په سيمه كښې د پښتانه پرسيموالو حملهْ ليا د هغه پر ناموس ده او كه په تېښته موفق شو؛ نو وروسته به هم د سيمې خاوند د پښتو د ليارې سره سم له هغه نه بدله او كسات اخلي.
جهل په پښتو وركېږي.
علم په پښتو زده كېږي.
زده كړه په پښتو كېږي.
پښتو د علماوْ مننه او احترام دى.
له سيالانو سره سيالي او له نړۍ سره برابري په پښتو كېږي.
د وطن مينه پښتو ده.
كار كول او د وطن ودانول په پښتو سره كيږي.
پښتو د پښتنو د بري او لوړوالي ضامنه ده.
پښتو د پښتنو د لوړوالي وسيله ده، يعنې د پښتنو او پښتنوالي ترقي په پښتو سره كښېدلاى شي.
پښتو د سعادت وسيله ده، يعنې سعادت يوزاې په پښتو سره پښتنو ته په لاس ورځي.
د ژوندانه خوند په پښتو اخيستل كېږي.
پښتو شته (ثروت) دي.
پښتو پانګه (سرمايه) ده.
پښتو ګټه ده.
پښتو كښې د دواړو نړيو ګټې دي.
پښتو اقتصاد دى-ولې چې پښتو پښتنو ته امر كوي چې كار وكړئ! زيار وكاږئ. پښتو پښتانه ته اجازه نه وركوي چې بېځايه او بې دوده لګښتونه (مصارف) وكړي يعنې پښتو نه پرېږدي چې پښتانه په ناروا او ناجايزو لارو كښې چې دين، اخلاق او پښتو روا كړي نه وي، څه ولګوي.
پښتو پښتانه سړي ته اجازه نه وركوي، چې د ځان د ګټې لپاره بل چا ته تاوان ورسوي، ليا خيانت وكړي، بلكښې بالعكس
پښتو غواړي چې پښتون سړى د نورو پښتنو او مسلمانانو د ګټې لپاره د ځان تاوان وكړي او پرې خوښ هم وي.
پښتو اّزادي ده.
پښتو قوت دى.
پښتو مقاومت دى.
پښتو اقتدار دى.
پښتو حاكميت دى.
پښتو عظمت دى.
پښتو شوكت دى.
وطن په پښتو ژغورل كېږي.
سيمه په پښتو ساتله كېږي، په پښتو كلكيږي او په پښتو درنېږي.
پښتو پښتنو ته مړينه ډېره خواره كړې او مرګ ورته حقير كړى دى.
پښتو د دين، پښتو، وطن او د پښتنو نيكونو د نامه او د پښتنو د ټولۍ د ګټې او پت ساتنې لپاره پښتانه د مقتدرو او غدارو دښمنانو په مخكښې درولي او كلكو جګړو ته يې ځېلمه كړى او پر سرو وينو يې لړلى او رغړولى دى او لړلى او رغړى يې.
پښتو د پښتنو ككرۍ د پښتنې او اولسي غروره څخه ډكې كړي او پښتانه يې په پښتو نېشه كړي دي.
پښتو زړورتوب دى، ځكه چې پښتانه په دې خبره ايمان لري چې ګټه او تاوان عزت او ذلت هر څه د خداى نه دى، بې د ده د ارادې نه هېڅوك هېڅ هم نشي كولى؛ نو ځكه پښتو كښې وېره نشته او پښتانه نه وېرېږي.
پښتو لوړ همت دى.
پښتو ننګ دى.
پښتو حميت دى.
پښتو غيرت دى.
پښتو جرئت دى.
پښتو اراده ده.
پښتو هوډ (عزم) دى.
پښتو متانت، ثبات او استقامت دى.
پښتو حزم دى.
پښتو حلم دى.
پښتو توره ده.
پښتو د پښتنو هغه مهمه وسيله ده، چې په هر ډګر كښې يې دوى بريالي كړي او هېڅ يوه وسيله ورسره مقابله نشي كولي.
پښتو تور زنتوب دى.
پښتو نارينتوب دى.
پښتو مېړانه ده.
پښتو د پښتنو هر ګوره كلك سنګر دى.
پښتو د پښتنو نه چاپېره خورا كلكه كلا ده.
پښتانه د ژوندانه درستې ګرانې يوازې په پښتو زغملى، له سره اړولې او له ځانه ليرې كولى شي.
د ژوندانه په تيارو كښې پښتانه يوازې د پښتو په رڼا لاره ميندلى او سيخولى شي.
پښتو لطف دى.
پښتو معنا ده.
پښتو دعوه ده.
پښتو اثبات دى.
پښتو نتيجه ده.
پښتو حكمه ده.
پښتو حاكمه ده.
پښتو حكم دى.
پښتو قانون دى.
پښتو پرېكړه (فيصله) ده.
پښتو ضابطه ده.
پښتو نظام دى.
پښتو انتظام دى.
پښتو سمبالونه ده.
امنيت په پښتو كښې دى.
خواخوږى په پښتو كښې دى.
عدالت په پښتو كښې دى.
پښتو نياو (انصاف) دى.
مساوات په پښتو كښې دى.
په پښتو كښې هغه ريښتينې ډيموكراسي ده؛ چې ټګي چل ول، افراط او تفريط په كښې نشته.
ظلم او استبداد په پښتو وركېږي.
ظالم په پښتو خربشوى كېږي. د مستبدانو سره د پښتو په تيږه ټكول كېږي.
دا ولس او وطن ريښتينى او خادم په پښتو پېژندل كېږي.
د دين، وطن، پښتو او پښتنو خاين په پښتو څرګندېږي.
دظالمانو، مستبدانو سټه او ولۍ په پښتو ويستل كېږي.
پښتو كښې كشران د مشرانو لپاره او اولس د حكومت لپاره نه دي، بلكښې مشران د كشرانو لپاره او حكومت د اولس لپاره دى، د دوى موقعيت او احترام د پښتنو په سترګو كښې د دوى د خدمت په تناسب دى.
پښتو د سمو مشرانو مننه ده.
پښتو د خاينو مشرانو رټنه ده.
ډګر په پښتو ګټل كېږي.
خلاصى او نجات په پښتو كښې دى.
جنت پر اسلام باندې په پښتو كولو ګټل كيږي، حورې، غلمان او د جنت بې شمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو په لاس ورځي.
پښتو د پښتنو د دواړو نړيو د سعادت ضامنه ده.
پښتو د پگښتنو دوړو روزونكې (مربي) ده، د زلمو د زڼو قوت او خوشحالي ده، د زړو لكړه او امسا ده.
پښتو د پښتنو د ژوند وساه او د مړو كپن دى.
پښتو د پښتنو د ژوندانه نه ونجېدونكې او نه بدلېدونكې كړنلار. دستور العمل او پروګرام دى.
د پښتنو د دواړو نړيو چارې يوازې په پښتو سره سموالى مينده كوي.
پښتو پښتنو ته د مړينې ډول او دود ورښيي، مړينه هم خداى ږو په پښتو سره خوند كوي.
پښتو د پښتنو لوى ناموس دى.
پښتو د پښتنو د ټولنې روح دى.
پښتو د پښتنو روحونو او معنوياتو منځۍ (مركز) ده؛ يعنې د پښتنو روحونه او معنويات په يوځاى كښې غونډوي.
پښتو د پښتنو لالۍ ده. پښتو د پښتنو هغه حق دى، چې يوځاى ورسره زېږېدلى دي.
پښتو خو نو پښتو ده پښتوده
پښتوده او پښتو (پښتنواله) ده.
د پښتنو سرلوړوالى په پښتو دى.
پښتو په پښتنو درېدل او سرو مال ترېنه جارول دي.
پښتانه په پښتو نازېږي.
پښتانه په پښتو سر لوېنه كوي.
په وروستۍ كښې! تللې پښتو هم په پښتو راګرځي، لنډه يې دغه چې د پښتنو شته والى په پښتو سره دى او پاېنه (بقا) به يې هم په پښتو سره وي.
پښتانه په پښتو ولاړ دى، كه پښتو نه وي؛ پښتانه غورزېږي، پر زېږې، سټه يې خېژي او وركېږي.
پښتو غواړي چې د پښتنو درست زده كړي ويښ زلميان، هر يو پوه، حساس پښتون، د تللې پښتو د ستاينې، راګرزونې، راڅرګندونې، ارتوالى، لوړوالى او خپرونې په ليار (تعميم) كښې، خپله ټوله مادي او معنوي قوا په كار واچوي او د خپلې وسې او توانه سر سم هاندو كړي، درستې بې نظمۍ، ټولې ناكلارې او ناهو سايى د بې پښتو ګۍ څخه را پېښې دي، بې پښتوګى دغومره بېرته پاتي كړي يو، د بې پښتوګۍ له امله دغومره ټيت لوېدلي يو، د بې پښتوګۍ له لاسه ټوټې ټوټې يو- ځان ځاني د بې پښتو ګۍ څخه منځ ته راغلې ده.
درستي بښكولى (ټول فلاكتونه او مصيبتونه) د بې پښتوګۍ والې له كبله رارسېږي او نورې لانجې به دهمدغې لارې نه راپېښې شي.
حكومت د بې پښتو ګۍ له امله حيران دى او لاره يې وركه كړې ! او اولس د بې پښتوګۍ له لاسه بې پته، خوار، زار او ورك دى؟ ټول د بې پښتو ګۍ په اور سوي يو، د بې پښتوګۍ په اور سوزو، د بې پښتوګۍ په اور كړېږو، د بې پښتوګۍ په اور وريتېږو؟ ښايي د بې پښتوګۍ د لاسه وژاړو، د بې پښتوګۍ د لاسه كوكې او سورې وهو!
پاى