د ليكوال سريزه  د ژباړن يادښت  لـومـړى څـپـركـى دويــم څــپـركــى  درېــيــم څــپـركـى  پايله ( نتيجه)

پر افغانستان د نادر افشار لښكركښۍ
د خـراسـان د پـاڅونونو ځپـل او د هرات خـلاصـون:

كه څه هم د نادر له خوا د مشهد خلاصون، شازاده طهماسب د نادر تر اغېز لاندې راوست، خو په بدل كې يـې د نادر پرضد د هغه د وزيرانو دښمني راوپاروله او هغوى به له لږ فرصت څخه هم د شازاده د ذهن پارولو لپاره كار اخيسته، اخر يـې شازاده اړ كړ چې خپلو حاكمانو ته د استراّباد په ګورګانو، مازندرانو او نورو سيمو كې لارښوونه وكړي چې د نادر پرضد د هغوى مرستندوى شي، ان ځينې تاريخ كښونكي كاږي چې د نادر پرضد يـې د محمود كياني مرسته هم جلب كړه.

 ملك محمود سيستاني (لومړنى سيمه ييز واكمن) چې كله په (1722م) كال كې وليدل چې خلكو په هرات او كندهار كې پاڅون كړى او له صفوي دولت څخه يـې خپله خپلواكي ترلاسه كړې، همداراز شاه محمود هوتك هم د ايران تر زړه پورې پرمخ تللى دى، نو هغه هم د صفوي دولت پرضد اوچت شو او د اوسني خراسان ولايتونه يـې د صفويانو له شتون څخه پاك كړل او په خراسان او سيستان كې يې خپل خپلواك حكومت اعلان كړ. خو په خراسان كې تر پنځه كلن دولت وروسته د نادر له پاڅون سره مخامخ شو، ځكه نادر يو وخت د ملك محمود له لاسه يوه څپېړه خوړلې وه او له دندې شړل شوى و، د شازاده طهماسب په نوم يـې پر مشهد بريد كړى و، تر مشهد دباندې يـې تر سختو خونړيو جګړو وروسته له نادر څخه ماتې وخوړه او تسليم شو، نادر د طهماسب ميرزا په شفاعت هغه د مشهد روضې يو ګوښه نشين كړ او د هغه ټول كارونه يـې ترڅارنې لاندې ونيول.

پر همدې مهال د كُردان په خبوشان كې د نادر پرضد اوچت شول، خو نادر هغه وځپل، شازاده اړ شو چې له نادر سره په نرمۍ چلند وكړي او په هغه پسې مشهد ته روان شي. نادر د 1139 هـ (1727م د مارچ 21مه) په نوروز كې مشهد ته د طهماسب ميرزا د راتلو تود هركلى وكړ او امر يـې وكړ چې ددې خوښۍ له كبله دې يوه اوونۍ په ښار كې مجلسونه او جشنونه جوړ شي، د طهماسب ميرزا د هركلي مراسم پايته نه وو رسېدلي، چې كردانو بيا د پاڅونونو بيرغونه اوچت كړل، چې د مرو تاتاران او تركمنان هم ورسره يو شول او يو لوى ځواك يـې جوړ كړ. د نادر ورور ابراهيم خان يـې په خبوشان كې محاصره كړ. 

 دغه پاڅون د نادر له خوا غلى كړاى شو، خو نادر چې كله مشهد ته راستون شو، د خبوشان د پاڅون اور بيا بل شو. ځينې تاريخ كښونكي په دې اند دي چې دغه پاڅون د طهماسب ميرزا په هڅونه ترسره شو او د ساعدلو كردان هم د "كوكرلو" له پاڅون كوونكو سره يو شول. خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون مخنيوى وكړ او د نيشاپور پر لوري روان شو. پر همدې مهال د مرو تاتاريانو هم د ملك محمود كياني په هڅونه په ښورښ لاس پورې كړ، خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون اور مړ كړ او مشهد ته راستون شو، څـگرنـګگه چې د مرو د تاتاريانو په هڅونه كې د ملك محمودكياني پر لاس درلودو پوهېدلى و، نو هغه يـې له وروڼـو: ملك محمدعلي او وراره ملك اسحق سره يوځاى د 1727م كال د فبرورۍ په 27 مه يا د مارچ پر لسمه ووژل.(1)

ميرزا مهدي خان ليكي: محمدخان چوله د همايون (نادر) په امر "ملك محمود" د محمدبېګ مينباشي چوله د وينې په قصاص چې د ملك محمود د ظلمونو له مړو شويو كسانو څخه و، ملك اسحق يـې ياسا ته ورساه او ملك محمد علي يـې چې د ملك محمود كوچنى ورور و، نيشاپور ته بهرام عليخان بيات ته ولېږه، هغه هم د خپل ورور فتح عليخان د وينې په بدل كې دا انتقام واخيست.(2)

لنډه دا چې څـگرنـګگه به په يوه سيمه كې يو پاڅون غلى كېده، بل ځاى به يو بل پاڅون پيدا كېده. ( د مشهد ښار د جنوب په درې سوه پنځوس كيلومترۍ) قاين ښار كې د ملك محمود سيستاني تر وژنې وروسته خلكو پر پاڅونونو لاس پورې كړ او د نادر كسان يـې له ښاره وايستل. حسين سلطاني چې د ملك محمود له خپلوانو او له سيستاني مشرانو څخه و، د ملك محمود د ورور "ملك كلبعلي" او د ملك محمود وراره ملك لطف علي په ملاتړ يې ددې پاڅون مشري پرغاړه درلوده. نادر د دې پاڅون د ځپلو لپاره د خپل پوځ يوه برخه ورولېږله، خو هغې هېڅ هم ونه كړاى شو. نادر اړ شو چې له طهماسب ميرزا سره مل د 1139 هـ كال د ذي الحجې په 17 مه ( د 1727 م كال د اګست په پنځمه) له اتو سوو پوځيانو سره له مشهده د قاين پر لوري روان شي. د قاين د پاڅون مشران تر څه مقاومت وروسته غلي شول، حسين سلطان تسليم شو، خو ملك كلبعلي او ملك لطف علي نادر ته تسليم نه شول. دوى دواړه وتښتېدل او په اصفهان كې له شاه اشرف هوتك سره يو شول.(3)

 ويل كېږي چې د ملك محمود سيستاني زوى فتح عليخان او وراره لطف علي كياني اووه كاله د سيستان په خواجه نومي غره كې د نادر د ځواكونو پرضد مقاومت وكړ.(4)

 نادر چې ليدل يـې شاه اشرف د ايران په شمال كې له تركيې او روسيې سره پر جګړو بوخت دى او هم د كندهار او هرات خپلواك حكومتونه سره ليرې او بېل ژوند كوي او په هغو كې پخوانۍ دښمني هم شته، نو د افغان حكومتونو له دې كورنيو اختلافونو څخه يـې ګټه واخيسته او د شاه طهماسب په ملتيا يـې پر هرات بريد وكړ. په لومړي ګام كې يـې سنګان او بهدادين كلاوې چې اوسېدونكي يـې د هرات د ابداليانو له څانګې وو، محاصره كړې. د سنګان اوسېدونكو سخت مقاومت پيل كړ. نادر ددې مقاومت له كبله دومره په غوسه شو چې د سنګان كلا تر نيولو وروسته يـې امر وكړ چې ټول اوسېدونكي يـې بايد له تېغه تېر شي. د بهدادين ( د سنګان د جنوب لويديز په اوولس ميلۍ كې) افغانانو ځانونه له نادر سره جګړې ته چمتو كړل او له هرات څخه يـې مرسته وغوښته، چې په نتيجه كې اوو – اتو زرو ابداليانو مرستې ته ورودانګل او سنګان ته نژدې ( د افغانستان – ايران پولو د لويديځ په څلوېښت ميلۍ كې) كتار شول او په هغو جګړو كې چې د دواړو غاړو ترمنځ وشوې، ابداليانو د نادر ځواك ته سخت ګوزار وركړ، چې نادر شاتګ ته اړ او مشهد ته ستون شو.(5)

 د 1141هـ په شوال ( د 1729 م كال د مې په درېگيمه) نادر د لښكركښگـۍ وسايلو تر برابرولو وروسته د طهماسب په ملتيا د هرات د نيولو په هوډ وخوځېد. كله چې ابدالي افغانان له دې بريد څخه خبر شول، نو د اختلافاتو پر ليرې كولو بوخت شول.

 هغه مشران چې پر دې مهال يـې د هرات د واك نيولو هڅه كوله دا دي: د عبدالله خان ابدالي زوى الله يار خان او د محمدزمان خان مشر زوى او د احمدخان ورور ذوالفقار خان. الله يار خان د ابدالي ځواكونو عمده مشرۍ او هراتي حكومت ته ټاكل شوى و، رقيب يـې ذوالفقارخان فراهي حكومت ته ټاكل شوى و. د هرات ځواكونه د الله يارخان په مشرۍ له هراته د شمال غربي خوا د كافركلا پرلوري روان شول. دواړه ځواكونه كافركلا ته نژدې سره مخامخ شول، همدلته وو چې ابداليانو لس كاله مخكې د محمدزمانخان په مشرۍ ايرانيانو ته د صفي قليخان په مشرۍ ماتې وركړې وه. جګړه پيل شوه او ابداليانو په خپل يو بريد كې د ايران نظام پلي (پياده) ځواكونه سره وپاشل، خو د نادرشاه سپاره نظام پر افغانانو سخت بريد وكړ، چې يو ابدالى مشر هم په كې ووژل شو.
په دې اخ و ډب كې حاجي مشكين خان ابدالي ځان نادر ته نژدې كړ او پــه نېزه يـې پـر نـادر ګوزار وكړ، چې د نادر ښي (راسته) پښه يـې
ورټپي كړه.(6)

 بله ورځ ابداليانو هريرود ته شاتـګ وكړ او د نادر ځواكونه ورپسې شول، تر كوسويه دباندې (يا كهسان سيمه كې چې د هرات د شمال غرب په شپېته ميلۍ كې پرته ده) يوه تونده جګړه ونښته، دا ځل هم برى د نادر د ځواكونو په برخه شو. ابدالي ځگواكونه يو ځل بيا جګړې ته چمتو شول او د هريرود د شمال په شپږ ميلۍ كې په "رباط پريان" نومي كلي كې يوه بله وېروونكې جګړه پيل شوه، چې تر غرمې پورې وغزېده او له دواړو غاړو ډېر كسان ووژل شول. ابداليان په پاى كې د ښار خوا ته شاتـګ وكړ او تر 48 ساعتونو وروسته چې د باد توپان روان و، بله جګړه ونه شوه. ټاكل شوې وه، چې د الله يار خان لورى به له نادر سره روغه وكړي، خو نادر ټينګار كاوه چې الله يار دې ځان تسليم كړي، پر همدې مهال خبر راورسېد چې ذوالفقار له خپل هوسا وسلوال پوځ سره د فراه له لارې د هرات مرستې ته راروان دى، نادر ددې خبر په اورېدو د خپل پوځ يوه برخه د ذوالفقار د مخنيوي لپاره په ښار كې وټاكله او خپله يـې له خپلو ډېرو ځواكونو سره د هرات د لويديځ په پنځه ويشت ميلۍ، شكېبان نومي سيمه كې مورچه ونيوله.

(7) د فراه ځواكونه د شپې له خوا د الله يار خان له ځواكونو سره يو شول او الله يارخان يوځل بيا ځان جګړې ته چمتو كړ، كله چې د جګړې اور تود شو، نو د ذوالفقار ځواكونو د نادر پر اردوځاى بريد وكړ او د نادر د ځواك ټول شته يـې د غنيمت په ډول ونيول. جګړه تر ماښامه وغزېده، له دواړو خواوو ځينې كسان ووژل شول، ځينې وړې مهالنۍ جګړې هم وشوې، خو د درېيو زرو تنو ايراني سرتېرو د وينو او ددوو مياشتو پلي مزله په بيه د نادر پر مخ د سولې ور پرانيستل شو او الله يارخان يوځل بيا د هغه ځاى پر حكومت پاتې شو.(8)

 

د دويم څپركي سرچينې:

1. لكهارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د ډاكټر اسمعيل دولتشاهي ژباړه، تهران، 1344 ل كال، 369 مخ. نادرشاه: د مشفق همداني ژباړه، 1330ل كال چاپ، 40 – 44 مخونه.
2. جهانكشاى نادري: 71- 72 مخونه. زندگاني نادرشاه: 46 – 47 مخونه.
3. زندگاني نادرشاه: 47 مخ. انقراض سلسلهْ صفويه: 374مخ. نادرشاه: 43 مخ.
4. سفرنامهْ سايكس: د حسين سعادت نوري ژباړه، دويم ټوك، 32 څپركى، 1336 ل كال، چاپ، تهران.
5. لكهـارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د دولتشاهي ژباړه، 37مخ. زندگاني نادرشاه: 48مخ.
6. – 7. انقراض سلسلهْ صفويه، 374 – 376 مخونه. نادرشاه: 48- 58 مخونه.
8. هماغه اثر: هماغه مخ.
9. عالـم اّراى نادري: لومړى ټوك، 234 مخ.
10. هماغه اثر: تر 235 مخ وروسته.
11. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، 344 مخ.
12. – 13. محمدكاظم: لومړى ټوك، 242- 247 مخونه.
14. محمد كاظم: لومړى ټوك، 260 مخ.
15. // // 270 مخ.
16. // // 272 – 276 مخونه.
17. غبار: افغانستان در مسيرتاريخ، 244 مخ.
18. – 19. محمدكاظم: لومړى ټوك، 277 مخ.
20. محمدكاظم: لومړى ټوك، 278- 279 مخونه.
21. محمدكاظم: لومړى ټوك، 280 مخ. جهانكشاى نادري: 154 مخ.
22. ميرزا مهدي خان استر اّبادي: جهانكشاى نادري، 155 مخ.
23. محمدكاظم: عالـم اراى نادري، لومړى ټوك، 282- 284 مخونه.
24. ميرزا مهدي خان استراّبادي: جهانكشاى نادري، 155مخ.
25. محمدكاظم: لومړى ټوك، 293 مخ.
26. محمدكاظم: لومړى ټوك، 308 – 310 مخونه.
27. لكهارت: نادرشاه، 156 مخ.
28. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د ا. ج. علومو اكاډمي، 1366ل كال، 18 مخ ( د تاريخ سلطاني، 118 مخ. ميرزا مهدي خان ، 179 – 182 مخونو په حواله).
29. هماغه اثر: 157 مخ. دولت نادرشاه افشار: 167 مخ.
29. – 30. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د نصرالله سوبمن ژباړه، د ا. ج. علومو اكاډمي، 1366ل كال، 19 مخ.
31. د جهانكشاى نادري د ليكوال په وينا(287- 288- 297- 302- 304 مخونه) او د لكهارت په وينا:
د نادر ځواكونو چې د زمينداور د نيولو لپاره له ګرشك څخه ماموريت اخيستى و، هڅه كوله چې ډېر ژر د زمينداور كلا ونيسي او خلك اطاعت ته اړ كړي، خو د افغانانو له خوا له داسې مقاومت سره مخامخ شول چې د 1151هـگ كال د ژمي تر پايه ونه توانېدل هغه سيمه په بشپړ ډول ونيسي، خو بُست او د هغه شا و خوا سيمې يـې يوازې د څو مياشتو لپاره ونيولې او هغه مالونه يـې كندهار ته ولېږدول، چې له خلكو څخه يـې اخيستي وو.( لكهارت: 161 مخ).
32. لكهارت: نادرشاه، 158- 159 مخونه.
33. دولت نادرشاهْ افشار: 167 مخ. ميرزامهدي خان: جهانكشاى نادري، 297- 309 مخونه. محمدكاظم: دويم ټوك، 86 مخ.
 محمدكاظم د كندهار كلا په ستاينه كې وايي:
چو زد شاه جم قدر گردون وقار
سرا پرده بر دامن قندهار
يكي باره بر قُلهْ كوه ديد
ز مردم جهاني پر انبوه ديد
يكي قلعه چون طاق نيلي حصار
بر وجش سراسر شده استوار
رواق فلك طاق دروازه اش
در افاق افتاده اّوازه اش
لب خندق و خاكريزش به هم
نهايات ملك وجود و عدم
بدامان وى كاّفت اڼيخته
فلك مشت خاكستري ريخته
ز رفعت بدان قلعهْ دلنواز
فلك زير دست او مه سرفراز
سركڼره ش بر فلك كرده راه
خراشيده زان روى خرشيد و ماه
درش بسته مانند قوس قزح
نمايان ز بالاش قوس و قدح
فلك سا لها گرد عالـم دويد
بنايى بداڼونه هرگز نديد
قلم گر كند وصف ان را رقم
قلم را كند بار دېر قلم
نكو قلعهْ كوه پر از سڼ بود
به كوهْ دماوند در جڼ بود
… سر خاكريزش بر افلاك بود
برش اّسمان تودهْ خاك بود.

(محمد كاظم: دويم ټوك، 83 – 84 مخونه)
34. دولت نادرشاه افشار: 167- 168 مخونه.
35. لكهارت: هماغه اثر، 159- 162 مخونه.
36. هماغه اثر: 162 مخ.
37. دولت نادرشاه افشار:267 مخ.
38. هماغه اثر: 270 مخ. جهانكشاى نادري: تر 300 مخ وروسته.
39. لكهارت: نادرشاه، 164 مخ.
40. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ. د محمدكاظم له دويم ټوك، 176 مخ سره دې پرتله شي.
41. لكهارت: نادرشاه، 170 مخ.
42. ګنداسنـګ: درانى احمدشاه، د علومو اكاډمي چاپ، 1366ل كال، 24 مخ (د تاريخ حسين شاهي 9- 10 مخونه. تاريخ سلطاني: 121 مخ، صولت افغاني: 341 مخ، لكهارت: نادرشاه، 170 مخ، محمدكاظم: دويم ټوك، 178 مخ په حواله).
43. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ.

Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright 2002-2003  webmaster@tolafghan.com