Tolafghan.com Posts
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي
انجینیر شیر ساپی ۱۴/۰۹/ ۲۰۲۶
مقدمه : غنی خان او اجمل خټک، دا د پښتو ادبیاتو او سیاست دوه خورا لوی، اغېزمن او په زړه پورې شخصیتونه دي. د غني خان فلسفی، هنری او رندانه طبیعت او له بلې خوا د اجمل خټک انقلابی، سیاسی او ملي مبارزه د پښتنو د معاصر تاریخ او ادبیاتو دوه جلا خو تکمیلوونکي اړخونه جوړوي. موږ کولای شو د دوی پر لاندې برخو خبرې وکړو: د غني خان د وړتیا او ضعف ټکي: د هغه د فلسفې ژورتیا، د کائناتو او خدای په اړه د هغه ځانګړی لید، هن      </description>
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان دریمه برخه: بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ): د روانې لړۍ په دې برخه کې به په کوز افغان وطن (پښتونخوا) کې هغه کسان په ګوته کړو چې د انګریزیانو په وړاندې یې په قصدي ډول د پښتنې مقاومت په ځپلو، د قبایلي ویش په جوړولو او یا د برتانوي پوځ لپاره یې د پښتنو په استعمالولو کې، ګډون کړی! ارواښاد عبدالولي خان پخپل مشهور کتاب« رښتیا رښتیا دي» کې د سرجارج کننګم (۱) ډایري ترسرلیک لاندې خپله لیکنه کې یو شمېر داسې کسان په پوره وضاحت افشا کړی. دلته به د دې لیکنې       </description>
جمهوری افغانستان؛ یک تجربه تاریخی، فرصت‌های از دست‌رفته و درس‌های آینده
فروپاشی نظام جمهوری افغانستان را نمی‌توان تنها با یک رویداد، یک تصمیم یا عملکرد یک گروه خاص توضیح داد. آنچه در نهایت به سقوط آن نظام انجامید، حاصل مجموعه‌ای از عوامل و روندهای به‌هم‌پیوسته بود؛ از اشتباهات سیاسی و ضعف‌های مدیریتی گرفته تا فساد گسترده، اختلافات داخلی، وابستگی شدید به حمایت خارجی و بی‌اعتمادی فزاینده میان مردم و حکومت. با این حال، بررسی این دوره بدون پرداختن به مسئولیت کسانی که در رأس قدرت قرار داشتند، ناقص خواهد بود.
نظام جمهوری با شعار دموکراسی، حاکمیت قانون، حقوق شهر      </description>
غزل
زه يم دلته زما ورور وهغې خواته يوکوردلته اوبل کور وهغې خواته
کمزوري مې کمزوري مه ګڼه دلته دی په اصل کې زما زور وهغې خواته
وي به څومره سره تږي وديدن ته بچی دلته دی اومور وهغې خواته
باچاخانه ولي باغ ته دې سلام کړم ليکن ستاخونودی ګور وهغې خواته
يوسړی په ډير تشويش کې ده لويدلی ده يې باندې پرچا پور وهغې خواته
عمري دازادۍ پرنيلي خوند به کله ووينمه سپور وهغې خواته      </description>
د بې وسۍ پنځوس افغانۍ
د بې وسۍ پنځوس افغانۍ
نن ورځ د اوړي د سختې ګرمۍ ګرم سهار وو. د کلینیک د دروازې تر شا د ناروغانو ګڼه ګوڼه وه. هر چا د خپل درد کیسه لرله؛ خو زۀ نۀ پوهېدم چې نن به د داسې یوه درد شاهد شم چې درمل به یې زما پۀ لاس کې نۀ وي.
دروازه ورو خلاصه شوه.
یو هسک، ځوان او پیاوړی سړی دننه راغی؛ خو د وجود قوت یې د سترګو لۀ ستړیا او د مخ لۀ ژیړوالي مات شوی و. دواړه لاسونه یې پر ملا ایښي وو او پۀ سختۍ یې قدمونه اخیستل.
ما فکر وکړ درد به یې شدید وي.
پۀ مات غږ یې وویل:
د رسنیو ارزښت؛ له خبر رسولو تر ټولنیز مسوولیت پورې
په هره ټولنه کې د معلوماتو شتون او پر وخت ورته لاسرسی د خلکو د فکري ودې، ټولنیز پوهاوي او پرمختګ لپاره له مهمو بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. وګړي غواړي پوه شي چې په خپل چاپېریال، هېواد او نړۍ کې څه روان دي، کوم بدلونونه رامنځته کېږي او د بېلابېلو پېښو په اړه څه ډول قضاوت وکړي. د همدې اړتیا د پوره کولو په برخه کې رسنۍ مهم رول لري. رسنۍ یوازې د خبرونو د خپرولو وسیلې نه دي؛ بلکې د ټولنې د فکري جوړښت، عامه پوهاوي او د خلکو او مسئولو ادارو ترمنځ د اړیکې مهمې وسیلې دي. راډیو، ټلوېزیون، چاپي رسن      </description>
د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول
(هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست او سازماني فعالیت مینه وال ژوره او په حوصله ولولي او دقیقه یې وارزوي. )
سریزه: د سیاسي فعالیت اساسي مسئله: هر سیاسي حرکت د یوه مشخص ټولنیز واقعیت په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته کېږي؛ خو یوازې غبرګون د دوامدار سیاسي بدلون لپاره کافي نه دی. سیاسي حرکت هغه مهال له موقتي بسیج څخه په یوه اغېزمن او دوامدار جریان اوړي چې د خپل فعالیت لپاره روښانه فکري ایډیا (فکري ‌لیدلوری)، منسجم سیاسي هدف، سازماني جوړښت او مشروع رهبري ولري. د دې څلورو عناصرو ترمنځ      </description>
افغان وطن او انګریزان
امن نشته 
د سرو زور ديار کې امن نشته د ګلونو په ګلزار کې امن نشته وطنونه په جنګونو کې ورانيږي د باروتو په غبار کې امن نشته د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم د ربابو په تارو کې امن نشته که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته تجلا د خپل مال و دارایي کړې د مظلومو په آزار کې امن نشته سلسله د آفتو کې به را ګير شي د ظالم په اقتدار کې امن نشته په صحيح لاره روان شه حسن زيه د کږو لارو په تلو کې امن نشته      </description>
رنګین افکار ! ادبی مضمون 
د ارواپوهنې او ټولنیزو برخو کښي مطالب ادبی مضمون سيد عبيدالله نادر رنګین افکار! که تاسي د پوهنې او علم و فن په جامه سمبال اوسئ ،او په ترڅ کې د خپل مسلک نه په غیر ،آفاقی او اضافی معلو مات او مطالعه د ځانه سره ولرئ ، او هم په خپل طبیعی هوش سره د دنیا د ډیرو مسایلو درک وکړای شئ ،که د ګرځیدنې سیر او سیاحت له لارې د یو طبیعی هوش ته وده ورکړئ،نو تاسي یقین ولرئ ،چې تاسي کله یواځي یاست ،او یا ګوښه یاست ،نو ستاسي خیالات ډیر رنګین وي ،او تاسي هیڅکله یواځي نه پریږدي. نو تاسي په ا      </description>
درې متفق علیه څیزونه
ما د اضطراب ، غم اوغوسې اندېښنې او وېرې ، سوچ او فکر ، حکومتولی او پالیسی په اړه دهر لیکوال او ادیب. سیاست پوه او تاریخ پوه ، ښوونکو او روزنکو ، ختیځ والو او لویدیځ والو ، اعرانو او مشاهیرو ، بزګرانو او شپنو، ملا یانو او چړیانو کمې اوزیاتې لیکنې او څېړنې له خپل نظره تېرې کړی نو دې پایلې ته ورسېدم چې ټول پردې خبره سره متفق دی چې دسینې پراختیاء[صبر] ،شفاء اوروغتیاء دلاس ته راوړلو بنسټ پر درې شیانو کېښودل کیږی : ۱- الله سبحان وتعالی سره اړیکی ټینګول او دهغه عبادت ته چمتو کېدل : « فاعبده واصط      </description>
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان لومړۍ برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): انګریزانو د خپلې استعماري واکمنۍ د پراختیا او چلولو لپاره د ځای، قومونو، مذهبونو، ټولنیزو طبقو او سیاسي شرایطو له مخې بېلابېلې لارې لټولي او کارولې، لکه د قومي او مذهبي اختلافونو له سیاسي استعمال څخه نیولې تر غیر مستقیمې واکمنۍ ( Indirect rule) پورې. په نایجیریا، کینیا، یوګندا، سوډان، جنوبي افریقا، قبرس، سریلانکا، مالایا، فلسطین، عراق، مصر او د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې، غیرمستقیمه واکمني د برتانوي استعما      </description>
 په جګړه کې زموږ ګټه څه ده؟
افغانستان نور د جګړې توان نه لري او افغان ولس نور د جګړې د دوام زغم نه لري. زموږ د نږدې نیمې پېړۍ تجربې په ښکاره ډول راښيي چې جګړه هېڅکله د عامو خلکو د ژوند د ښه کېدو، د هېواد د آبادۍ او د ملي ګټو د خوندي کېدو لاره نه ده. هیڅ افغان نه غواړي چې پاکستان، پنجاب او یا کوم بل بهرنی هېواد پر افغانستان واکمن شي. همدارنګه افغانان نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره دښمني ولري. د یوه خپلواک هېواد ملي ګټې ایجابوي چې له ټولو ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او سوله‌ییز تعامل اړیکې ولرو او له ن      </description>
د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟
د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او بنسټونو ترمنځ، په ځانګړي ډول د ځوان نسل په منځ کې، د فکر خونو (Think Tanks) جوړول او تنظیمول په یوه مخ پر ودې دود بدل شوي دي. خو له بده مرغه، یو شمېر تازه‌کار او نوي راټوکېدلي کسان لا هم د دغو بنسټونو له تاریخي ماهیت، د فعالیت له طریقو او د اغېزمنتیا له ساحو سره لازمه بلدتیا نه لري. هیله ده چې لاندې لنډ معلومات د دې برخې د کارکوونکو او د عملي چارو د سمبالوونکو لپاره ګټور او لارښود وګرځي. د فکر خونو تاریخي شالید د بشري تاریخ په اوږدو کې، آن له م      </description>
لاس وېګاس؛ د ګناه په ښار کې آذانونه
زموږ په نړیوال سرای کې داسې برېښېدونکي ښارونه هم شته چې توره شپه یې د ټکنده غرمې په څېر ځلېږي؛ له همدې ډول ښارونو څخه یو هم لاس‌ وېګاس دی. دا د ښاپېریو، هوس‌ پالو او مینه‌ ناکو خلکو لپاره د ساعت‌ تېرۍ، رنګونو، خوندونو او قمار یوه پرانیستې ننداره ده. داسې ښار چې د مېکدو جامونه، د خرابات ځل‌ بل او د ځوانۍ شور په کې څنګ په څنګ موجونه وهي. دلته نه یوازې ځوانان او پېغلې راځي، بلکې بوډاګان او د سپینو کمڅیو مېرمنې هم د خپلو دردونو د کمولو په لټه کې ډوب لیدل کېږي. مګر په همدې غُولغُلې او مستۍ کې       </description>