Tolafghan.com Posts
د افغانستان تېرو پنځو کلونو ته ځغلنده کتنه!
د افغانستان تېرو پنځو کلونو ته ځغلنده کتنه!
حمیدالله بسيا
تېر پنځه کلونه د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو څخه ګڼل کېږي. په دې موده کې هېواد له سترو سیاسي بدلونونو، امنیتي تحولاتو او اقتصادي ننګونو سره مخ شو، خو ورسره د نوو فرصتونو او د راتلونکي د جوړولو هیلې هم رامنځته شوې. افغانستان، چې د اوږدو جګړو له امله یې خلک له ډېرو کړاوونو سره مخ شوي وو، اوس د سولې، ثبات، بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پر لور د حرکت هڅې کوي. د دې دورې ارزونه یوازې د ستونزو په یاد      </description>
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان دولسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): د افغان او انګلیس دوهم جنګ: انګریزانو ته د افغان ــ انګلیس لومړي جنګ( ۱۸۳۹–۱۸۴۲)، ډېر دروند تمام شو. د کابل تر ماتې وروسته، برتانوي هندي پوځ، د کابل جلال اباد په لار نږدې ټول تبا شو او افغانانو د برتانوي استازو او چارواکو پر وړاندې خپله ژوره کرکه په اوږده خونړۍ مبارزه کې څرګنده کړه، خو د برتانوي هند نوي وایسرای لایټین ۳۵ کللونه وروسته په ۱۸۷۶–۷۸ کې، بیا وغوښتل د تېر درس پر خلاف نوی خطرناک سیاست غوره      </description>
د مدنیت کاروان !
د مدنیت کاروان د مدنیت کاروان په ډیر بیړه ،د پرمختګ پر لور روان دی ،په کار ده چې ټول د علم او معرفت خاوندان ،او د علم او معرفت لارویان ،د دې کاروان سره اوږه په اوږه ولاړ شي ،او زمونږ ټول خلک خپل ځانونه د دي کاروان سره سیال کړي ،په دې وروستیو کلنو کې ډیر حیرانونکی پرمختګونه د ساینس او فضا په میدان کې شوي ،چې د هغو نه زمونږ ناخبری به هم ، زمونږ په نادانۍ دلالت وکړي ،که مونږ د دي عظیم پرمختګ نه ځانونه نا خبره پریږدو او د دي حیرانونکو بدلونونو نه ځان خبر نه کړو ،دا به زمونږ لوی قصور وي ،بدلون      </description>
د طالبانو او حکمتیار ترمنځ اخ و ډب
د طالبانو او حکمتیار ترمنځ اخ و ډب انجنیر شیر ساپی ۱۱/۱۰/۲۰۲۶ د افغانستان په اوسنیو پېچلو سیاسي معادلو کې د طالبانو او حکمتیار ترمنځ مسئله یو له حساسو مسایلو څخه دئ. که موضوع ته په بې پرې او تحلیلي توګه وکتل شي، د دواړو لورو دريځونه پر ځانګړو سیاسي او ایډیالوژیکو استدلالونو ولاړ دي، خو په بشپړه توګه د یو اړخ ملامتول یا بل ته د مطلق حق ورکول ستونزمن دي. د دواړو لورو استدلالونه په لاندې ډول تحلیلولای شو: د حزب اسلامي (حکمتیار) دريځ حکمتیار چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت       </description>
اهمیت جئو پو لیتیک وجئو ستراتیژیک افغانستان
«نیم‌نانی گر خورد مردِ خدا بذلِ درویشان کند نیمی دگر» حافظ
افغانستان معاصر مملو از بحرانهای داخلی وخارجی رقابت های سمتی وزبانی ، منافقت وشیطانت منطقه وخشکه ای است که با پشت‌سر گذاشتن چند ین دهه ای متواتر جنگ و جدل ، تباهی وویرانیها انهم تحت رهنمودهای مستقیم اسلام آباد بنام اسلام ، بار دیگر احتیاج به کمک های جامعه‌ی جهانی در راه بازسازی و نوسازی اینک گام بر می‌دارد وموضوع داغ دربین هوس پرستان اماتور است . ولی در طول این مدت تشنج وناګواریهای مکر ر، این کشور هیچگاهی دارای یک       </description>
بیا دې مازیګر که ، الله !
بیا دې مازیګر که ، الله ! ولي الله ملکزی
چې مازیګر پرې ښایسته کېږي هغې جینۍ له مور منګی نه ورکوینه، الله په ګودر سرې لمبې شوې پورته د چا د زړه په دنیا اور ولګېدنه، الله ګودر د پیغلو جماعت دی امام یې نشته مخ په لمر ولاړې دینه، الله
په ولسي او فولکلوریک پښتني ادب کې، ګودر یوازې د منګو ډکولو ځای نه دی بلکې د کليوال ژوند هنداره او د احساساتو، دودونو او ټولنیزو اړیکو څلی ګڼل کېږي. له ګودر سره د کلي د نجونو خندا ګانې، د ځوانانو پټ نظرونه او د ګړبېدلو سپین ږیر      </description>
افغان وطن او انګریزان یولسمه برخه:
افغان وطن او انګریزان یولسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): «امیر شیرعلي خان د ۱۸۶۸ کال سیپټمبر کې د شش ګاو په سیمه کې د مخالفو ځواکونو سره جګړه وکړه او ورباندې بریالي شو. دواړه سرداران محمد اعظم خان او سردار عبدالرحمان خان بنو ته وتښتېدل او د هند انګلیس دولت دوی ته بلنه ورکړه چې په هند کې ورسره یو ځای میشت شي، خو هغوی د سیستان له لارې مشهد ته لاړل. له هغه ځایه سردار عبدالرحمان لومړی بخارا او بیا سمرقند ته لاړ او سردار محمداعظم خان د تهران خوا ته، خو د لارې په ت      </description>
د بینن سیوان سترې تاریخي او ستراتیژیکې تېروتنې
د بینن سیوان سترې تاریخي او ستراتیژیکې تېروتنې
انجنیر شیر ساپی ۰۷/۱۰/۲۰۲۶ مـــقـد مـــه د دغې مقالې محور یوازې بینن سیوان، د هغه منفي ونډه او د ملګرو ملتونو په داخل کې د خپل مرستیال (کاروین) سره د هغه اختلاف دئ، د ملګرو ملتونو د دغه ډیپلوماټیک ماموریت د کاغذ پر مخ ډیپلوماسي؛ په افغانستان کې د واک د انتقال ناکامي؛ د هغه پر سیاسي تیروتنو متمرکزه دۀ. د ۱۹۹۲ کال د اپرېل میاشت د افغانستان د معاصر تاریخ یو تر ټولو برخلیک ټاکونکی او بحراني پړاو ؤ، چې هېواد پکې د ملګرو ملتونو د سو      </description>
افغان وطن او انګریزان لسمه برخه
افغان وطن او انګریزان لسمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): کله چې ادوارډ لایټین د برتانوي هند نوی وایسرای (۱۸۷۶ ــ ۱۸۸۰) وټاکل شو، د امیر شیرعلي خان په وړاندې د برتانوي هند د « Forward Policy» سیاست پلیتوب د ورځې په موضوع بدل شو. په ۱۸۷۶ ــ ۱۸۷۷ کلونو کې د برتانوي هند حکومت وغوښتل چې له امیر شیرعلي خان سره نوی تړون لاسلیک کړي او په افغانستان کې د برتانوي استازو د اوسېدلو اجازه تر لاسه کړي. امیر شیرعلي خان کابل ته د برتانوي دایمي استازي له منلو سره سخت مخالف و      </description>
ایا دامیر خان وړۍ شړۍ کېدای شی؟
*** زاهد یې ریاضت دقفس خوارۍ کې لټوی عارف یې دزړه پوهې بېدارۍ کې لټوی ملاء دکتابونو په حاشیو کې پسې ورک شو کم عقل یې په ډیره هوښیارۍ کې لټوی (ارواښاد الفت صاحب) د (Moscow Format) مسکو فرمټ په خالی ګزاف ا و باټ کې د افغانستان په اړه د روسیې او د سیمې لاس پوسو هېوادونو کاغذی نمایشی بهرنی سیاست او کرغېړنه ډیپلوماسي څه پیغام لری؟ همدې ګوجرانو امریکې ته لاره اوپوستې نه وې ورکړې؟ راځۍ دغه دېپلو ماسی وپېژنو دلته زما نیوکه شخصی نه ده او نه زه له چا سره       </description>
شکوه
چې زما تاسره جنګ شي ټول نړۍ راته بد رنګ شي ته په سترګو ناز نخری کړی چې د ليچو بنګړو شړنګ شي چې ته زلفې تار په تار کړی د رباب تارونو ترنګ شي بيا ساقي لاس کې جامونه په مئينو شونډو رنګ شي ژوند هغه دی حسن زيه! چې سحر د يار ترڅنګ شي      </description>
ویده ګوجره
پاڅېږه له خوبه پنجابستان په تاوار کوی دکڼړ او نورستان شنوځنګلو کې بمباردمان کوی شپه او ورځ ستا ګونګ حالت ته ګواښ کوی په ګرم سیر او پکتیکا د ویر ها ها کوی ستا حاکمیت او دخاورې تمامیت باندې ګذار کوی ته څه ډول ګوجر یې چې امنیت دې ناحصار کوی ملی احساس دې ورک ډیر شرمنده اظهار کوی خوب درباندې غالب شوی مسئولیت دې بی اعتناء کوی په درنښت      </description>
ټګی او ریاء
تا دکوم پنجابی دبمبارۍ ظلم غندلی چې بیا ګپ دامنیت لګوی پټ وفنا تا چاته سیاست دفش شو او ګم شو ویلی دی راشه پرېږده دا ناحله معماء! اور لړونې غوندې تک تور لکه سکور یې امید مه لره له ولږی تګی ولس دزرغونتیاء ښه او بد حق او ناحق چې معلو م نشی توره شپه ده توره تیارې ته مه وایه سبا چې څادر او رنګه ګیرې ته دې ګورم دانسان په نوم یادیږې خو یې توره بلاء شیرین او تریخ دې هیڅ نه معلومیږی! عقل څه دی منطق څه دی او حکمت څه ؟ دادنیادې ګډه وډ کړې په ریاء او تماشاء      </description>
د بلوڅ قوم سیاسي مبارزه او له پښتنو سره ګډ ستراتیژیک برخلیک
د بلوڅ قوم سیاسي مبارزه او له پښتنو سره ګډ ستراتیژیک برخلیک انجینیر شیر ساپی ۰۴/۱۰/۲۰۲۶ مقدمه د بلوڅانو غیور او مېړنی قوم د اسیا د سویل او لوېدیځ په تاریخي جغرافیه کې یو له خورا پخوانیو، اصیلو او د بډایه کلتور لرونکو قومونو څخه شمیرل کېږي. دا مېلمه پاله او سرلوړی قوم، چې د خپل همت، تاریخي هویت او ځانګړو دودونو له امله پېژندل شوی، له زرګونو کلونو راهیسې په یوه ستره او ستراتیژیکه جغرافیه (بلوچستان) کې مېشت دئ، چې نن ورځ د پاکستان، ایران او افغانستان په سرحدي سیمو کې وېشل شوې ده. د ب      </description>
د افغانی ښځو او انجونو ښه ځلیدل اړ پرمختګ په ټوله نړۍ کې!
سید عبید الله نادر د افغاني ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي!
هلته د علم بیړۍ د معــرفت خـــــواته ځي د علم وفن په رڼا مخ په وحدت خواته ځي دلــــته زمـــونږ امـیدونو،ارمانـــو قــــافله تورتــمو کې ده روانه، جـهالت خواته ځي سید عبید الله نادر
د افغانې ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي! د افغانستان د ښخو او انجونو بری په هره برخه کې د دنیا په ګوټ ګوټ کې ډیر د حیرت وړ او هیله پخښونکی دی . د دوي پرمختګ په هر مسلک کښي د هڅونې       </description>