د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لايق پښتو ليکلار

پوهاند دوکتور م . ا . زيار 03.05.2006 04:00

د پنځه اويايمې زېږکاليزې په پلمه :

ادب ، لکه بل هر هنر د انسان د ټولنيزې ځانخبرۍ (شعور) يو پرمختللی ډول دی چې داړوند زېږندوی داندوواند (فکر وخيال) ، ښکلاييز څوب (ذوق) ، ولولو، هيلو او ارمانونو زېږنده ده او په دې توګه ، هماغسې چې د زېږندوی ښکلاييز څوب ، ولولې ، هيلې او ارمانونه خړوبوي ، دغسې داړوند مينه وال يا مينه والو د هغو په خړوبونه او روزنه کې هم ورته نقش واغېز لري او د پوهې او تخنيک په توپير د انساني ژوند وژواک او راچاپېرې نړۍ په ادلون بدلون ، پرمختيا او پرمخيون کې په ناسيده توګه خپله ونډه پرځای کوي .

دا چې ادب ته ژبنی هنر وايي ، توسن يې دا دی چې رغښت او بنسټ يې پر ژبه او ژبنيو توکو (غونډلو، وييو...) ولاړ دی ، په بله وينا، همدا يې اومه توکي دي . خودغه توکي د نورو هنرونو له اومو توکيو سره کورټ توپيرلري او هغه دا چې ژبه او ژبني توکي ، نه دانځورګرۍ په څېر له توکيزو (مادي) رنګونو څخه آره اخلي او نه د پژګرۍ (مجسمه سازۍ) غوندې له بې ساوو خټو، ګټو ، سمنټو، ګچو، فلزونو، لرګيو... څخه ، بلکې پر خپل وار تر هر څه له مخه يوه مانيزه (ذهني او فکري) پديده ده او يوازې بهرنی استر يې توکيز (سېمبولونه ، يا وييونه لفظونه) دي . په دې توګه موږ په ژبني هنرکې د ټولنيزې ځانخبرۍ (شعور) له دوو غبرګو ډولونو سره مخامخېږو ، يو پخپله ادب او بله ژبه . ژبه په رښتينې توګه له ځانخبرۍ سره هممهاله او همآرې ده او لاشعور په سهي مانا خپل ځان لومړی د همدې ژبې په جامه کې راڅرګندوي او همدا خبره ده چې په ادب کې د جولې او منځپانګې (فورم او محتوا) ترمنځ ديالکتيکي تړاو تر بل هر هنره زيات پاموړ او پياوړی دی . ژبه يو خوا د ادب بهرنۍ «ژبنۍ» جوله رارغوي او بلخوا دنننۍ «هنري» هغه . هر ادبي سېمبول او انځور له وييونو او غونډلو پرته شتون او کېدون درلودای نه شي او همدغسې اندو منځپانګه هم درواخله . دا سمه ده چې موسيقي هم تر ښايسته ډېرې کچې له ژبې او ژبنيو توکو (شعرونو او غږونو) سره تړاو لري ، خو بې له دې هم راهستېدای شي ، لکه واخلې ساز ونغمه . په راګونو کې هم چې کوم غږونه اورول کېږي ، د ژبې له مانيزو توکو څخه نه ګڼل کېږي ، کټ مټ لکه د ساز دالو شپېلۍ ، رباب ، دوکړو ... هغو په څېر رازېږي او انګازه کېږي .

په همدې اړه دا څه هېښنده نه ده چې په ادبي کره کتنو کې ژبپوهنيزې (لينګوېستيکي) هغې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي . که رښتيا هم يو ادبي اثر له ژبني پلوه په هر اړخيز ډول کره کړ شي ، د چا خبره په تول پوره وخېژي ، د نوښت لومړنی او بنسټيز اړخ به يې پر زباد رسېدلی وي . که لا د ژبپوهنيزې کره کتنې دوه ګونې ټولۍ (مقولۍ) ، په بله وينا ، ژب ــ ښکلاييز اړخ او ژب ــ انديز اړخ په پام کې ونيسو ، نو مانا يې دا شوه چې د هغه اثر ارزونه په بشپړه توګه ترسره شوې ده . د يوه ادبي زېږندوی د بري او نوښت کچه په دې کې نغښتې چې پر ژبه څومره لاسبری لري ، ژبنۍ زېرمه يا وييانګه يې څومره ارته بېرته ده او له رغاونيز (ګرامري) پلوه د يوې يوازېنۍ ــ کره ليکلارې په راخپلونه کې څومره وړاندې دی .

که يوه داستان ليکونکي يا نندارمه ليکونکي ته د ټوليزې کره ژبې او وييزېرمې تر څنګه د بېلابېلو کرکټرو لپاره پر بېلابېلو اړتيا وړ ټولنيزو يا سيمه ييزو ګړدودونو لاسبری اړين بلل کېږي ، پر شاعر باندې بيا د يوې ــ کره کېښکلې ژبې سپارښت ډېر کېږي . دا په دې مانا نه ده چې شاعر دې ګوندې پر خورا لږو ژبنيو توکو يا ژبنيو دويونو (قاعدو) بسيا پاتې شي . دی بايد تر هر څه له مخه پر درېګونې وييپانګه (ګړدودي يا لهجوي پانګه ، زړه پانګه او نوې رغولې پانګه) تر پاموړ بريده لاسبری ولري او له اړتيا سره سم پکې غورچاڼ وکړای شي .

اوسنۍ پرتليزه (نسبي) يوې ــ کره پښتو ليکلارې هم له آره د نورو دوديالو ژبو د هغو غوندې د تېر ادبي پاتوړې (ميراث) پر بنسټ ټيکاو موندلی دی . هم يې زړه او ګړدودي پانګه راخوندي کړې او رالېږدولې او هم يې خپلې رغاونې (نيولوجېزمونه) چې غوره بېلګه يې د ستر خوشال ټوليزه ادبي پاتوړې ده ، خوشال بابا د افغاني ــ پښتني تاريخ او بيا د پښتو ادب او فرهنګ د يو تلپاتې ځلاند لمر په توګه هماغومره چې له څومره ييز او څرنګيز پلوه يو بېساری ستر ويناوال او شاعر پاتې شوی ، هومره يې د پښتو کره او ادبي ژبې په وده او پراختيا کې هم يوه بېسارې ونډه اخېستې ده . په دې برخه کې يې يوازې پر خپل ټبرني او سيمه ييز ګړدود بسنه نه ده کړې ، بلکې له نورو ګړدودو يې هم ګټه اخيستې ، هم يې ترې ګرامري دويونه راخپل کړي او هم وييونه ، ګړنې او متلونه .

له دغه ستر ويناوال سره د«پښتو پلار» ستاينوم په دې هم وړنده اېسي چې د پښتو ادب له هماغه منځني تاريخي پېره يې د يوې يوازېنۍ ــ کره پښتو ليکلارې ، په بله وينا ، ادبي پښتو او اړوندې څلورګونې وييزېرمې بنسټ اېښی او دا دی نن سبا د نوې ژبپوهنې او بيا يوې ــ کره پښتو پښويې په رڼا کې د نړيوالې علمي ــ فرهنګي سيالۍ په موخه نوي بشپړتيايي پړاو ته راګډه شوې ده . له اوسنيو پوهانو، فرهنګيالانو ، رسنۍ والو (ژورنالېستانو) ، ادبي زېږندويانو ، په تېره داستان ليکونکيو او شاعرانو دا تمه ډېره کېږي چې له دا دومره نومهاليو علمي ، فرهنګي او تخنيکي شونتياوو او اسانتياوو سره ، نه يوازې د خپلو پنځونو د څومره ييز او څرنګيز ارزښت او نوښت د لوړونې او ځلونې لپاره ټوليزه «يوه کره» پښتو ليکلاره راخپله کړي ، بلکې په دودونه کې يې هم خپله تاريخي ــ پښتني پازه ونه سپموي او له دې سره سره د اړوندې څلورګونې وييپانګې په ترځ کې پرخپل وار د ټاکلو ژبپوهنيزو آرونو له مخې اړتياوړې رغاونې هم وکړي . په سرچپه ډول به يې دا څومره لنډ اندي وي چې د يوې ــ کره پښتواو ورسره تړلې وييپانګې پرځای پر خپله لنډه تنګه ټبرنۍ يا سيمه ييزه هغه بسيا پاتې شي او په دې توګه يو خوا خپلې نوښتګرانه هڅې له خرخشې سره مخامخ کړي او بل خوا د يوې ــ کره پښتوليکلارې او ارتې بيرتې وييزېرمې په دودونه کې خپله ونډه له نشت سره برابره کړي .

په هره توګه کله چې د نومهالي پښتو ادب د يوه نوماند او ژماند استازي ، لکه لايق پر پېيلواو ناپېيلو غږېږو، تر هر څه ړومبی دا اړينه برېښي چې له کارولې ژبې يې راپيله کړو او دا وڅېړو، د هغې په سمه او سهي کارونه کې څومره بريالی شوی او څنګه او څومره پکې پاتې راغلی دی . د يوې ــ کره ليکنۍ پښتو ځلونه يې کړې ، که يوازې د خپلې ځانګړې ګړنۍ هغې يې . که څه هم نيمه پېړۍ پخوانۍ پښتو ليکلار چې زموږ دغه ويناوال پکې پنځونو ته ملا تړلې ، له اوسني پرمختللي پړاو سره د پرتلې وړ نه ده ، خو څنګه چې ده يې په همدغه پرمختيايي بهيرکې خپلې پنځونې پرمخ وړې دي ، نو دا تمه ترې کېدای شوه چې ژبه يې هم ورسره پرله پسې کره شوې او ادبي شوې وای . له دې سره پتليزه بيا دا تمه چې ده هم پرخپل وار په دغه بشپړتيايي بهيرکې بويه يوه څرګنده ونډه اخېستی وای .

د لايق کارولې پښتو د نورو ډېريو وسمهالو ويناوالو د هغې غوندې له آرو بنسټه د خپل ټبريز او سيمه ييز گړدود استازي کوي. دا چې دى له ټبرني پلوه له دوو سکه ورونو څخه په سليمان اړه لري يا علي٬ خو گړدود يې عليخېلى او ښرنوال دى او د ښ (ش) ښکارندويه. که څه هم دى د دغه غږ «ښ» په وينګ کې د نورو همسيمو او همټبرو غوندې لږو ډېر ټکنی کېږي او له سلېمانخېلۍ او ټوليزې غلجايي هغې سره يې همرنګوي .

له نورو غږ پوهيزو ځانګړتياوو څخه يې لکه : پر «س» د «ش» ( سول٬ سته٬ مسر ، کسر ، دېرس ، سګه ...) ، پر«ج» د «ځ» (جی ، جولۍ)٬ يا سرچپه ج پر ځ (غلځی) پر «ز» د «ژ» (زړل ، زړا ، زېړ ، زرنده ، زڼی ...) اړونه ، کله بيا «ز» د «ږ» پرځای هم راوړي ، لکه : کېزي ، زړېزي . او کله هم «ږ» پر «ژ» بدلوي ، لکه : سپوژمۍ ، ترژمۍيا موژ او داسې نور . پر «څ» د «چ» (څې) او پر(ځ) د((ز)) (ستونځه، ستونځمنه) اړونه يې هم پاموړ ګڼل کېږي... .

له کړ اوړوني (فعلي صرفي) ځانګړتياوو څخه يې ، لکه :

دا جی ده (دا ځای دی) ، مسران راغلو (مشران راغلل) ، کسران تللي ول ، زه تللی ولم ... .
يا : اېما ، دېما (زما) ، اېتا ، د ېتا (ستا) ، اېموژ ، د ېموژ (زموږ) ، اېتاسې ، دېتاسې (ستاسې) ... .

خو په ليکنه کې د هماغه ټوليز ليکدود لاروي کوی . ان د «ول» ګردان چې زيات معياري ارزښت لري ، هم په پام کې نه نيسي ، خو د وييونو (لغاتو) او ګړنو ، څرګندنو په برخه کې تر وروستي بريده پرخپل ګړدود ډډه لګوي او ترڅنګه يې پر ډېرو لږو زړوېزونو يا ارکاييزمونو٬ لکه : (نړۍ ، هېواد ، وياړ ، اتل ، يون ، ژمنه ... )، له نوېزونو يا نيولوجېزمونو٬ لکه ( روغتون ، پوهنتون ، ښوونځى ، پوهنځى ، پخلنځى ، توغندى ، بنسټپال ، ترهګر ، پاڅون ، نړۍ ليد ، لرليد ، نړيوال ، سرتېری ، لنډ مهالی ، پتيالی ، وطن پلوری ، ټوک خور ، ازموينه ... )او د نورو ګړدودو له وييو هم لږه کۍ ګټه اخلي ، لکه : (ستونزه ، ستونزمنه ، لېوال ، تالان ، تالان ګر ، لوټمار ، ګډوری ...). . ډېره کی د ناسم دود شوي (لږه کي) پر وړاندې کاروي چې ګړدودي انډول((ډېری)) يې نن سبا کره ليکنۍ پښتو ته لار موندلې ده.

له خپلو نويو رغاونو يې چېرې کومه بېلګه رامخته شي ، لکه واخلې : «لر ليدونکی» چې د بلې رغولې بېلګې «لرليد» پر بنسټ يې رغولې ده . دغه راز يې «ګړه» هم د ويي (کلمې) ، «رغاوی» د (رغاونې) او «رغاو» د (ژغور) په مانا کارولى دى .

هوډپالونکی( هوډ يالی) ، ږېر ببري (١١٨ مخ) او سرببري (٩١ مخ) يې هم همداسې درواخله . په (نشتمن) او (نشتمني) کې يې هم يو نوښت ليدل کېږي (١٣ مخ) . بڼيز(شكلي) اوخامخايي(ضروري) هم له ناسمو نويزونو ګڼل كېږي او له دې ناخبره چې كره انډولونه"جوليز" او "اړين" يي كلونه كلونه مخكىدود شوي دي او ((هوډيالی)) هم يو ژوندی ګړوېز يا دايلکتېزم دی. نندارېيل(تمثيلول) يې، هرګوره له نوښتونو څخه ګڼلای شو.

دا چې له خپلې ګړنۍ پانګې يې ډېر کاراخېستی٬ نو له دې سره يې د ډېرو نږه ، زړو او کمپېښو وييونو ، ګړنو، څرګندنو، متلونو... . په کارونه او دودونه کې تر بل هر همپېري ويناوا له زياته او کارنده ونډه ترسره کړې ده . په دويم کچ کې بيا پارسي او عربي پوروييونو ته اړشوی دی ،پارسي٬ لکه :

آواره (لولنګر) ، بې برګشته (نه راستنېدونکی)، پرواز (الوت ،الوتنه) ، بيابانګرد (بيابانګرځه ، بېديايونی) ، رهبر ، ستم ، ستمګر ، نامرد ، نامردي ، سرزمين ، قهرمان ، ميفروش (ميپلوری)، نوشانوش (څښل ونوشل) ، غمين ( غمجن) (١١٩مخ) ، علمبردار ، سردار ،نظرباز٬ پيمان ، شکست، افتاده ګي ، افسانه ، دادوبېداد ، سرشت ، شبنم ، آغاز ، انجام ، بېدار ، ټيکه دار ، پست ، پستی ، بدمست ، بدمستی ، کردار ، دانشور ، ديندار ، بېمار ، خبرداری ، سرپوش ، غمنامه ، ګذر ، فرياد٬ آشوب٬ انقلاب کش ، رهيابي ، لاجواب ، بنديخانه ، آغشته ، «زړه غريز» يې بيا د «دلعزيز» انډول کړی دی (١١١ مخ) ... .

عربي بېلګې يې، لکه : فاجر ، مهاجر، مهاجرت ، هجرت ، مجاز ، حقيقت ، صغارت ، جهالت ، علم ، عالم ، زاهد ، ظاهر ، نفل ، معنی ، ضلالت ، هجو، وطن ، انکار، ساحل، ميثاق ، راز ، محرم ، جاسوس ، سياست ، تنظيم ، قدرت ، لعنت ، نتيجه ، مزاج ، تقدير، کف ا نقلاب ، سوا ، تسليم ، تسليمېدل ، تسکين ، موج ، فضيلت ، قربانی ، منظور ، قصه ، و فا ، بقا ، حساب ، باب ، مقام ، قوم، قام ، محشر ، عقل ، غلام ، تمام ، امام ، ناصور ، سکون ، صحرا، شفا ، دوا ، مصلحت ، منافق ، انتظار ، موعود ، واحد ملت ، جلاد ، ميراث ، وارث ، جهاد ، قتل ، جنايت ، بغاوت ، تجارت ، عشق، عاشق ، فقر ، روح ، جنت ، عبادت ، خصلت ، نعره ، مرکه ، جمال ، جهل ، جاهل ، ترکيب ، امکان ، اعتراف ، اقرار ، حرم ، افراط، ابد، ابدی ، طوق ، لعنت ، رياضت ، ضلالت ، مثلت ، عطر ، صفت ، اکرام ، حرام ، غربت ، شهوت ، حسن ، غرق ، قسم ، عبث ، مفتون ، مغرور ، غرور ، ضرور ، ضرر ، خلاص ، اخلاص ، استخلاص (درېواړه په يوه څلوريزه کې) ، مشرق ، صبر ، مغرب ، فدا ، فدايي ، دستور ، لافې ، سحر ، حجاب ، شمع ، لادرک ، وجود ، غرق ، غرقېدل ، حتمي ، افق ، شفق ، ضمانت ، تبعيض ، غني ، قابض ، معلوم ، معلومېدل ، غلط ، قالب ، جسم ، تقوا ، عظيم ، مضمون ، عالي ، همت ، دنيا ، جبر، جبري ، ترانه ، زلزله ، عمر ، نثر ، نذرانه ، وقار ، اعجاز ، معجزه ، مبارز ، مبارزه ، اختيار ، فرصت ، انقياد ، امتحان ، عقېده ، قبول ، قبلول ، مختار ، تقصير ، حاضر ، ماحول، عزت ، جهر ، کاينات ، ممکنات ، واجبات ، نايب ، عهد، يقين ، فتنه ، مظلوم، ناطق ، حيوان ، حادثات ، حقيقت ، تعقيب ، مضبوط ، علاج ، شرق ، غرب ، شرقي ، غربي ، الهام ، انعام ، مستقيم ، مقيم ، تاثير ، نظم ، خطا ، تکفير ، وحدت ، غدار ، غداري ، مهلت ، بيان ، حواس ، محدود ، هيبت ، ثبات ، حيرت ، عثر، حقايق ، ارتکاب ، عدل ، محکوم ، مجهول ، انتخاب ، کبر ، مکافات ، نبض ، وضاحت... .

دا دی ، دلته يې له وروستي چاپ کړي شعري دوتر «سپرغکې» څخه يو لړ کمپېښي ګړ رااخلو چې زياتره يې پخپله له متنه راچاڼلي او د«ستونځمنو لغاتو وضاحت» تر سرليک لاندې يې په پايڅوړ کې ماناکړي دي .

خچوکی لکه وړوکی : د غوښې ټوټه .

غبرګې : کله د دواړو پښواو کله د دواړو سترګو پرځای کاروي .
کړاڅي : نوي ځوانان (ژڼي).
بروسه : تسل .

تمبنۍ او ډوبنۍ: پلنډۍ (کونړ) ، بوښته (پېښور) ، په پارسۍ يې باتلاق او لجنزار بولي .
پرغو: د دوو بزګرو ترمنځ د يېوې لپاره يو يو غويی سره جوړه کول (سرۍ).
تل لکه نل : توی (تلول ، تلېدل) .
اورغلی (رغلی) : اورغالی ، نغری ، اورتون (آتشکده).
کوندری : دسترخان (کوبی ، کونډوه ، ړينګی ، سمنګی ، څمنګی ، څمړ...).
رينګه : هېنډه ، ځېل (نيول).
زهوب : زووب ، زوې .
سوک اوسوکه : د (بروسه) ترڅنګ د تسکين او تسکين شوي په مانا .
لو : لويه خبره (لويي ، کبر؟) .
درو لکه غرو : لويي ، تکبر .
الونيا : ناسوب (غايب)، ورک ، راورک .
مورګه : څنډه ، ځۍ .
توی : نېز ، سېلاب (خوړ) ، په خپله وينا يې دا له کرلاڼۍ پښتو راخپل کړی دی .
څوړمونی : څړمنی ، پسرلی .
پدل : له دم ، تعويذ، ټوټکې او جادو سره چلند توګه او پرهېز (په نورو ګړدودوکې د اغېز او نن سبا د تحريم او تابو په مانا هم کارول کېږي) . اړونده ګړنه «پدل ماتول» يې هم کارولې چې ترکندهاره دود لري .
غوځار : غوځار ، ګوزار .
سور لکه هنر : سوډر، خنزير (په شمال ختيزه پښتو کې په لنډ (و) ويل کېږي) .
لووړه : سوګند(دکندهار خواته لوړه او لوړل دود دي).
سندرېږی (دس په زورکي) : يوګرد ټيټ بوټی دی چې ولې يې ژاوله نيسي .
خري لکه څري : پر يوه خبره يا هوډ ټينګ ولاړ (د ننګرهارخواته خری ويل کېږي).
برمته : په تضمين کې اېښوول شوی مال (دغه تورکي آری ويی په نورو پښتنو کې زياتره د يرغمل کس او بلوسلي مال په ماناوو کارول کېږي).
کاړ : په سېلاب راوړيو ډبرو پوښلې ځمکه (ننګرهاريان يې د کرېړ ترڅنګه د سنګرېزه او جغله په ماناکاروي) .
«نګېرل» د انګېرل او ننګېرل (حسول ، احساسول) په ماناوو راوړي .
ډومبسکی : حباب (کوبۍ، پوکڼۍ، بوګڼۍ ، بوکنۍ ، پړمبۍ ، ډوبډوبۍ ...).
الېيل : وريتول ، الووېل (کړستاينوم يې «الېيلی» راوړی ٬ پښتوقامو س «الوويل او الوويلی» کښلي او شمال ختيځ خواته يوازې ستاينوم الوی کارول کېږي ، لکه په «سوي الوي» کې . الوۍ بيا وريتو غنموږيو ته وايي) .
روی لکه نری : چالاک ، بې پروا ، لاس وهونکی .
لګډه لکه برګه : وچ ډاګ ، ورانه .
رېبځ : جارو او جاروبوټی (٢٣١ مخ) .(ربځ) د نوي سېمانتېزم (مانا بدلي) په توگه د (برس) لپاره هم کارول کېږي.
کړانګې (کړانګه) : دزاڼواوازونه .
په مټکې : ايله ، په مټ ، په مټې ، مټې .
ناړې : لاړې ، توکاڼې.
خډل : سپی .
بريځر : تنکۍ غرمه ، سباناری .
پاڼ : کمر ، ګړنګ .
بنډار : محفل .
يا داجوړه تړنګونه سړه نګړه ، ساړه نګاړه او داسې نور يووستوي او تړښتي وييونه . «راشه په راشه» او «وزه په وزه» ګړنې يې هم همداسې درواخله .

پښوييزې (ګرامري) ځانګړتياوې :

په پورتنۍ ټولګه کې يې يوه نيمه سرغړاونه ليدل کېږي چې ښايي کوم ګړدودي لاسوند هم ونه لري ، لکه : سپړېږي (سپړل کېږي) (١٣٤ مخ) .

د «توی» ډېرګړې اوښتې (جمع مغيّره) بڼه يې د«تويو» پرځای«تيو» کړې ده (٧ مخ).

د پښېليزې (قافيي)اړتيا له مخې يې ورځ ، ورځه کارولې ، که څه هم له آره سمه ده ، خو په ليک کې هېڅکله نه ده کارول شوې (٦ ١١ ) .

د«ښکر» ډېرګړی يې د ختيزو پښتنو غوندې «ښکرې» نه ، بلکې «ښکري» راوړی چې کره يې «ښکرونه» راځي.

«ويل» د ټوليزې اړتيا له مخې کله يوڅپيز «وېل» او کله هم د پېښوريانو غوندې «وې» کاروي . همدا راز وام د (وايم) د لنډون په توگه. لاروى يي هم يو وار له دويم خج سره كارولى دى. د دکتور ل. بهاند په وينا د څپيز غځون بېلگې هم ډېرې لري چې اړوندې شعري ټولگې يې زما په واک کې نه وې ، دغه ليكوال يي ،هرګوره په خپل كتاب((نوي روح)) كې ا ړوند شعرونه وړاندې كړي دي.



د څلوېښتمو لمريزو کلونو په لومړيو کې چې پخپله وينا يې تر هغه مهاله ليکنې په سل کې پنځه او يا پارسي وې او په سل کې پنځه ويشت پښتواو هله يې دغه انډول سرچپه شو، لږو ډېر تر پارسي اغېز لاندې راته ، لکه په يوه کيسه کې يې چې کښلي ول :

دی څه کوي ؟

ــ دی ليکي (او مينويسد) .

له دې ناخبره چې پښتوپه لېږندکړ (متعدي فعل) کې کړی (مفعول) ته اړتيا لري ، نو ورته په کار وه ، «هغه څه ليکي» ، «ليکل کوي» او يا «پرليکنه بوخت دی» يې کښلی وای . په يوه شعر کې يې (باسل) له خمار سره رديف کړی وو چې د پارسي څرګندنې (اکسپرېشن) «خمارکشيدن» ټکي پر ټکي اړونه ده . «جهان بنيادول» او «نقش زمين کېدل» يې بيا په اوسني اثرکې راوړې دي . داچې په (غرونه اوکساتونه) رومان کې يې دکرکټرونو پرنومونو سربېره پارسي دوبيتۍ ولې دومره کارولې ، ښايي دا پلمه رامخته کړي چې هلته پښتانه کم دي اويا هېڅ نشته؟

د وييونو په برخه کې يې دا تېروتنه پاموړ ده چې کجيراو ګوربت يې سره هممانيزکړي دي ، لکه ټپوس ټپوس دی ، کجير کجير دی

يو په مردار و د نفس اسير دی
دوهم تکيه دی په خپلو هڅو
اسمان يې تخت دی ، دی يې اميردی

په «... څومې کنځې، هغو مې کنځه ١٠٣ مخ» کې تر«هغو» «هومره»کره راته . د قافيي برابرۍ لپاره يې د (د نشتمني ، د وروري ، د برابري ، د رهيابي ...) په څېر سرغړونې هم کمې نه دي. (پښتون) خو نور ډېر پښتانه هم په اوښتې (مغيره) بڼه دومره نه کاروي.

د (د ــ له) توپير تر ښايسته ډېرې کچې کوي ، خو د زياترو منځنيو او ختيزو پښتنو غوندې د( پر) پرځای هم (په) وايي او ليکي . «کې» د پکې پرځای کارول يې خو ګړدودي ځانګړتيا ده ، پې د پرې پرځای هم همداسې درواخله . په (يا ترېنه تښته يا پې ورتښته) کې دويم (تښته) له جوليز پلوه له لومړي هغه سره ښه ترا اړخ لگولى٬ خو له مانيز پلوه په دې سم نه راڅي چې د (ځغله) په جاج يې کارولى دى.

ليکدود

په ليکدودکې يې تروسې وسې د پښتو ټولنې زړې پرېکړې پسې اخېستې ، لکه و (بود) ، وو (بودند) چې کره بڼې يې (وو) او (ول،وه) دي ، ياشوو، يوو ... له دوو (واوو) سره . کله کله له منل شوي آر او خپل ګړدود پرخلاف «ځ» پر زبد لوي ، لکه زي ، وزي ، وزه ، ګرزه ، زغله ... ، استازی٬ ستونزه٬ ستونزمنه او زګېروی بيا استاځی٬ ستونځه٬ ستونځمنه او ځګېروی کاږي . دويم او درېيم له پخواني ليکدود سره سم (دوهم او درېم يادريم) ليکي . لږوډېر وييکي له نومونو او کړونو سره يوځای کوي ، لکه پخپل کورکې ، پخپله خوښه ...، هرګوره «پخپله» د کړول (قيد) ، په بله وينا، د يوه بېلنګ يا اشتقاق په توګه کره راځي . همداسې پکې، نشته ، ځانته ، لپاره ... د يوه آر له مخې کره راځي چې شاعر يې دومره په پام کې نه نيسي . د بېځايه يوځای ليکنې نورې بېلګې يې ، لکه: نلري ، نکوي ، مکوه ، ندی ، نشو او داسې نورې . (معنى) په عربي او (توفان) په پارسي ليکدود کاروي. هګل، ريالست يا ريالستي... يې هم د پارسي ليکدود تر اغېز لاندې بې(ې) کښلي دي.
خوندې اومندې يې هم ښايي له ګړدود سره اړخ ولګوي ،اوزګړی د وزګوړی پرځای خو يې په هر ډول له تېروتنو څخه ګڼل کېږي. که (نگه) هم له خپل گړدودي وينگ سره سم ليکي٬ نو (نږه) دې بويه ناکره وبلل شي.
له دغو ګردو يادونو سره سره د يوه سرلاري ويناوال په توګه د لايق ادبي ژبه د نورو همپېرو او همپوړو شاعرانواو ليکوالو په پرتله ترښايسته ډېرې کچې ديوې ــ کره پښتو ليکلارې ښکارندويي او استازندويي کوي او د اندوواند (خيال وفکر) له پلوه خورا ارته بيرته او بډايه ده .

د همدې خبرې د زباد لپاره يې څو«سپرغکې» دلته رااخلو :

موږه نورڅه يو، يو څو خشياک يو
د حادثاتو بټۍ کې سوځو
يو لګوني د وخت په لاس کې
د زڼغوزيو يا د بروځو(١٧٣مخ)
په وينوورشه که وطن غواړې
شيطان ولاړدی ټوپک په لاس کې
يا ترېنه تښته، يا پې ورتښته
اختياردې خپل دی په کوزوپاس کې (١٧٠مخ).
د پېښور بدګڼه يې په يوه څلوريزه کې په قهرژلي ٬ خو ډېر سوچه ګړدود راانځورلې ده :

پېښور څه دی ، د انګرېز سوټه
د مرګ استازی ، د زهرو غوټه
د هر پرېوتي د شپې ټاټوبی
د هرناولي د کونې لوټه (١٣مخ)
او بيا يې په يو څه نرم ګړدود :
پېښورڅه دی ، زموږ پېغوردی
په نوم پښتون دی ، په معنی نور دی
په پښتونخواکې يو تور دوزخ دی
د پښتون قوم د ارمان ګور دی(٨مخ)
په ورپسې څلوريزه کې يې ښېګڼه او بدګڼه دواړې سره غاړه غړۍ کړې دي :
چې پېښوري دي٬ له هوډه تېر دي
ننګيالي کم دي ، بې ننګه ډېر دي
نر يې په نرو٬ کې حساب نه دی
که شپه تياره ده٬ مڼې په شمېر دي (٩مخ).