د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې په هکله د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه

د افغان کلتوري ټولنه جرګه 01.10.2016 23:02

د ۱۳۹۵ کال د تلې ۱۰مه

بسم الله الرحمن الرحيم

والصلح خير

 

ویاړمن  افغانستان  او مظلوم، خو باشهامته افغان  ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او  ځوانانو  وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د  لویو لوبو ښکارشوې ده.

د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان،  علمي  او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:

 

  1. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې تړون لاسلیکول تايیدو او ملاتړ یې کوو. هیله لرو د یاد تړون ټول بندونه عملي شي چې د یو پراخ  بین الافغاني او تمام شموله سولې پروسې پیلامه وګرځي.
  2. پر افغانستان او افغانانو تپل شوې جګړه دې ډېره ژر ودرول  شي، ځکه جګړه د هیڅ ستونزې حل نه ده، بلکې پخپله تر ټولو لویه ستونزه ده او د هېڅ لوري په ګټه نه ده . له ټولو خواوو غواړو چې مذاکره، مصالحه او سوله د ټولو افغانانو د غوښتنې په توګه تایید کړي.
  3. له افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ خپل لومړنی مسوولیت چې ولس ته د سولې او امنیت ټینګښت دی، عملي  کړي. د سولې هڅې دې ګړندۍ  کړي، عملي او فعال شکل  دې ورکړي، د سولې عالي شورا او ورته هڅې دې پوره فعالې او اغیزناکې کړي. همداراز د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې تر انتقاد اوچت عملي ګامونه  واخلي.
  4. له افغان دولت او نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دننه کې د وسله والو مخالفینو د یو ادرس له جوړېدو سره دې مرسته وکړي چې د سولې مذاکرات ممکن او اسان شي.
  5. د سولې پروسه باید د ادغام او تسلیمېدو په مفهوم و نه کارول شي، بلکې د پخلاینې او مفاهمې په محتوا کې باید مطرح شي.
  6. د دولت له وسله والو مخالفینو  هم کلکه غوښتنه کوو چې د سولې د هر معقول حرکت ملاتړ  وکړي، ولس ته د سولې ډاډ  ورکړي، د ښوونځیو، روغتونونو او عامه تاسیساتو د تخریب مخنیوی وکړي او که ریښتیا دوی د دغو ورانیو مخالف وي، خپله بېزاري دې ترې اعلان  کړي. همداراز د ملکي کارکوونکو، ښوونکو، علماوو او قومي مشرانو د وژنو  مخنیوی دې  وکړي.
  7. له افغان سیاسي، دیني او ټولنیزو مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د خپلو نیکونو په څیر دې په اخلاص او صداقت بین الافغاني خبرو اترو ته کېني، د انحصار او بې باورۍ فضاء دې ماته کړي او نړۍ ته دې ثبوت کړي چی افغانان د خپلو ستونزو د تشخیص او حل دواړو استعداد  لري.
  8. له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. د ړندو بمباریو، د ملکي خلکو د وژنو او دشپې له خوا د کورونو د تلاشۍ په بندولو او د بېګناه بندیانو په خوشې کولو کې دې مرسته و کړي. د افغانانو کلتور، دین او ارزښتونو ته دې درناوی  وکړي. ابرومنده روغه جوړه دې تر ټولو لوړ لومړیتوب  و ګڼي. د جنګي مجرمینو، انحصارغوښتونکو او دسولې له مخالفینو دې ملاتړ نه کوي او دوی ته دې امتیاز او شناخت نه  ورکوي.
  9. له ملګرو ملتونو څخه په کلکه هیله کوو چې ټولې دخیلې خواوې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته او ملاتړ  وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه دې د شاملو افغانانو نومونه وباسي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د ټولو افغانانو د حق په اعاده کې دې همکاري  وکړي.
  10. له ګاونډیو هیوادونو کلکه غوښتنه کېږي چې د خپلو ولسونو او هیوادونو د ساتلو او له افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب په خاطر دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان او سیمه کې د سولې راوستلو ته متمرکزې کړي او په خپلو پالیسیو او پروګرامونو دې داسې بیا کتنه وکړي چې مثبتو بدلونونو ته لار هواره کړي.
  11. له ټول افغان ولس څخه هیله کېږي چی په هر ځای، هر موقف او هر حالت کې د سولې له مفهوم، پروسې او عملي کېدو څخه ملاتړ  وکړي. د سولې له مخالفانو څخه هم په ټینګه غواړو چې د سولې په وړاندې ونه دریږي او پدې ډول له افغان نجیب ملت سره خپل تړون او اړیکې وساتي.
  12. د رسنیو په ګډون  له ټولو مدنی بنسټونو  څخه غواړو چې د سولې د فرهنګ د عامولو لپاره کار وکړي، دا ډول   غوښتنو ته دوام ورکړي او دخپل کور او ولس پر سر د لګېدلي اور په مړ کولو کې په هره ممکنه لاره خپله دنده او مسوولیت اداء کړي.

 

والسلام

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه