د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا د ملګرتیا پایله

خالد څرګند 21.09.2016 12:33

ډیری وخت مو اوریدلي چې امریکایې الوتکې په داسې ټکنالوژۍ سمبال دي چې د ځمکې په مخ هګۍ هم لیدلی او تفکیک کولی شي. خو دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا هوایې ځواک افغان پوځیان په نښه کوي او بیا وایې چې تیروتنه شوې او موږ به یې په اړه پلټنه وکړو. پرون دوشنبه د ارزګان  ولایت په څاګي سیمه کې د امریکایې ځواکونو له خوا د افغان پولیسو پوسته په نښه شوه چې په ترڅ کې ۹ تنه پولیس و وژل شول.
دا د خپل ډول لومړۍ او وروستۍ پیښه نه ده چې را منځ ته شوې، بلکې تر دې مخکې په لس هاو ځله د امریکایې ځواکونو له خوا په قصدي توګه د افغان ځواکونو په پوستو او مرچلو برید شوی. دغه ډول برید تیره میاشت د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چارسرکه سیمه کې په داسې حال کې تر سره شو چې افغان ځواکونه له وسلوالو طالبانو سره په جګړه بوخت ول او د امریکا هوایې قواو برید پرې وکړ او تر ۳۰ زیات سر تیري یې و وژل، خو له بده مرغه چې په هغه پیښه باندې ټول چپه خوله پاتې شول او رسنیو ته د نشر اجازه ور نه کړل شوه.  
همدا شان د هلمند په ولایت کې امریکایې ځواکونو د طالبانو په هغه زندان هوایې برید وکړ چې په کې د  ۳۰ شاو خوا افغان سرتیري ساتل کیدل او هغه یې ټول قتل کړل. ویل کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو او طالبانو تر منځ تفاهم شوی وو چې دغه سر تیري خوشې کړي، خو کله چې امریکایان له دغې موافقې خبر شول، په هماغه شپه یې پر زندان برید وکړ.
داسې هیڅ کله نه دي شوي چې د امریکا هوایې ځواکونه دې خپله د امریکا پلي سرتیري د جګړې او یا ګزمې په حال کې په نښه کړي او بیا دې و وایې چې موږ تیروتنه کړې او ساحه مو غلطه کړې وه، خو دا څنګه امکان لري چې هر ځل دې د افغان سرتیرو ساحه او پوستې غلطې کړي؟ ولې په دا ۱۵ کلونو کې یو ځل خپل سرتیري او د هغوی پوستې نه دي غلطې کړي؟ په دې اړه د ارزګان امنیه قومندانۍ د ریزرف کنډک قومندان رحیم الله خان بی بی سی ته ویلي چې امریکایانو په قصدي ډول دغه پوسته باندې برید کړی او له پوستې ۸۰۰ متره اخوا د طالبانو سیمه ده، او دغه پوسته په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې وه چې د اشتباه او غلطۍ هیڅ شونتیا کې نه شته.
په افغان سرتیرو باندې  د امریکا او ناټو له خوا دغه ډول قصدي او تکراري بریدونه دغه خبره تر پخوا ډیره قوي او کره کوي چې روانه جګړه او نا امني د امریکا له خوا په ډیر مهارت سره مدیریت او پرمخ وړل کیږي. امریکا د خپلو اوږد مهاله او سیمه ییزو ګټو د تامین لپاره افغانستان د یو سیاسي-نظامي سنګر په توګه کاروي او هیڅ کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.  
امریکا د جګړې دواړه لوري(افغان لاس پوڅی دولت او مخالفین) په داسې متوازن حالت کې ساتي چې یو هم په مطلق ډول پر بل باندې لاس بری نه شي او د (یک قدم پیش، یک قدم پس) سیاست یې غوره کړی دی.  
له بل پلوه د جان کیري د حکومت بې حیا او ذلیل چارواکي دومره په خیانت کې ډوب دي چې حتی د خپلو سرتیرو په مرګ او ټپ خبر هم نه دي او د دغه ډول ظالمانه کړنو د لفظي غندلو جرئت نه لري او نه یې کوي. دوی نه غوږونه لري، نه سترګې او نه هم سلیم عقل چې فکر وکړي او دغه ډول دردونه و وینې او احساس یې کړي.
د جان کیري د حکومت غبرګوني مشران په دې سیالي کوي چې کوم یو د امریکایانو لپاره ښه مزدور او خادم کیدای شي، امریکایان له کوم یوه څخه ډیر راضي او خوشحاله دي... دوی د افغان ولس او سرتیرو په غم او فکر کې نه دي، بلکې د خپلې سیاسي بقا په فکر کې دي، دوی یوازې د امریکانو خوشحالي او رضایت غواړي، نه د افغانانو. دوی خاین دي او په خپل خیانت شرم هم نه کوي، دوی د افغانانو له ستر قاتل(امریکا) سره دوستي کوي...
موږ خو پخوا ویلي وو چې د امریکا سره دوستي، د زهرو غړپ دی، امریکا د هرې فتنې تر شا ده او روانه فتنه امریکا رامنځ ته کړې او هغه یې پرمخ وړي. د امریکا د دوستۍ پایله دغه ده چې موږ یې هره ورځ وینو؛ د افغانستان مجاهد او مظلوم ولس هره ورځ د مختلفو نومو او عنوانو لاندې وژل کیږي، یو د طالب په نوم، یو د پلیس په نوم، یو د جاسوس په نوم، یو د تروریست په نوم او... د دې ټولو جنایاتو تر شا امریکا او مسؤلیت یې د امریکا او د هغې مزدور د ملي وحشت حکومت په غاړه دی.