د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اختر پيام

خالد څرګند 14.09.2016 10:50

د ولسونو لپاره ځینې ورځې سپیڅلې او مقدسې دي، چې هغه د تاریخ په هر وخت او مقطع کې وې او بیا به هم وي. اسلام هم د یوې ایډیالوژۍ په توګه له دغه امتیاز څخه بې برخې نه دی، او د خپل اهل لپاره یې د کال په اوږدو کې دوه ورځې ځانګړې کړي چې هغه مقدسې او د خوښۍ ورځې دي، دغه ورځې د کمکي او لوی اختر ورځې دي چې د هجرت له دویم کال را په دیخوا لمانځل کیږي چې له ځان سره ډیر حکمتونه لري.
د اختر په را رسیدو سره اسلامي امت له شته مصنوعي اختلاف سره سره، هغه که د نړۍ په هر ګوټ او د هر رنګ او ژبې وي، ټول په یوه ورځ، یوه لوري او یوه رب ته سجده ږدي او دغه آسماني خوشحالي په ګډه سره لمانځې او خپل ټول اختلاف له منځه وړي، هغه که هر څومره ژور هم وي. دا ځکه چې د دې خوښۍ ریښې د اسلامي امت په سیاسي عقیده کې بنسټ ایښی او له هماغه ځای څخه دستور اخلي.
خو پوښتنه دا ده چې څنګه مسلمانان دغه خوښي په ګډه لمانځي او د یوه خالق په امر هغه ته سر ټیټه وي، خو ولې د سیاسي او جغرافیه وي وحدت په لور نه ځي؟
هو، اختر له عبرت او پند څخه ډک مفهوم او ارزښت دی، هغه دا چې اختر یوه ورځ نه وي او نه هم یوه ورځ خوښي را به ښي، بلکې اختر ډیر څه له ځان سره لري چې موږ یې باید ترې واخلو، هغه دا چې ټول ژوند باید اختر کړو او له شته کړاوونو څخه د تل په توګه ځان خلاص کړو. ځکه چې اختر موږ د یووالي او وحدت لورته را بولي، او په یووالي کې خو ډیر خیرونه پراته دي، چې یو له هغو څخه قدرت او ځوک دی؛ که موږ قدرت او ځواک ولرو، نو د ښکیلاکي قدرتونو له ښکیلاک څخه به ځان خلاص کړو او دوی به له خپلو ځمکو څخه و شړو او د تل په توګه به د دوی له فتنو څخه په امن یو، او بیا به زموږ ماشومان او میرمنې د ښکیلاکګرو تر بمونو لاندې نه کیږي، الله (ج) په دې اړه فرمایی:
‏ وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
[آل عمران سوره،۱۳۹ آیت]
ژباړه: او (د الله (ج) په لاره کې د بلنې له کبله چې څه در پیښ شوي) سست او ټمبل کیږۍ مه او د(خپلو وژل شوو کسانو لپاره)غمجن او پریښانه مه اوسئ، او تاسې(له ټینګ ایمان او حق ځواک سره چې دفاع ترې کوئ) تر نورو(ځواک من) یاست( بری او فتح ستاسې ده) که په ریشتیا مؤمن یاست(او په خپل ایمان ټینګ پاتې شئ).
نو اختر ځانګړی سیاسي پيام لري چې اسلامي امت یې باید درک کړي او ور څخه ګټه پورته کړي، د اختر یو اساسي پيام دی چې هغه پيام د وحدت او یووالي پيام دی، نه د کشمش نخودو پيام.
دغه وحدت سیاسي وحدت دی، مسلمانان  څرنګه چې په ګډه اختر لمانځي او مشترکه خوشحالي کوي، نو په همدې ډول سره یو شي او خپل ټول شته سیاسي، عقیدوي او جغرافیه وي اختلافات پای ته ورسوي او د الله (ج) په رسۍ سره را ټول شي، نو هغه مهال به توطیه ګر او مکار غرب په خپلو ټولو شومو پیلانو کې ناکام او ناهیلي شي، او مسلمانان به د دوی له شر څخه خلاص شي. ځکه دا غرب دی چې زموږ له بې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي او مسلمانان یې د یو او بل په نوم په خپل منځ کې په دښمنۍ او جګړه  اخته کړي او خپله یې ننداره کوي.
نو کله چې سیاسي وحدت رامنځ ته شي، په طبیعي توګه به مسلمانان د یو واحد او مقتدر دولت څښتنان شي او هغه دولت به د دوی له سر، مال، خاورې او ناموس څخه په ټینګه او واقعي معنا سره دفاع او ساتنه کوي چې هغه مقتدر دولت، د دوی د سیاسي مفکورې مالک دولت دی. دغه دولت د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو له ټولو ارزښتونو څخه ساتنه کړې او یو ځل بیا به هم ساتنه وکړي.
 نو اختر یو ستر فرصت او یادونه ده، تر څو مسلمانان یو ځل بیا سره متحد شي او ښکیلاکي ځواکونو ته نه و وایې، او لکه څنګه چې اختر یو ګډ ارزښت دی او مسلمانان یې په ګډه لمانځي، نو اسلام خو مسلمانان بشپړ وحدت(سیاسي، عقیدوي او جغرافیه وي) ته را بولي؛ نه دا چې اختر په کشمش -نخود خوړلو باندې تیر کړو او یوازې خیټې ډکې کړو او بس.