د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر سلاکاران

خان ولي کامران 13.07.2016 11:21

د نړۍ په هر ګوټ او د نړۍ په هره لویه او کوچنۍ اداره کې چې وګوري د مشاورینو او سلاکارانو په نوم د نړۍ د ولسمشرانو، وزیرانو، والیانو، ریسانو او نورو لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو لخوا پر دندو داسي کسان ګومارل کېږي چې د خورا ډېرو تجربو او خورا زیاتو زده کړو څښتن وي ترڅو د یادو ادارو مسولینو ته داسي یوه پرځای مشوره او سلا ورکړي ترڅو هغه مسول کس د سلاکار په ورکړل شوې مشورې وکړای شي خپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.
خو زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا هرڅه سرچپه روان دي د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې خو د سلاکارانو او مشاورینو شمېر دومره زیات شو چې د ارګ سربېره په ټول هېواد کې هرې ادارې په لسګونو سلاکاران او مشاورین درلودل خو موږ دلته یوازې د ارګ سلاکارانو او مشاورینو ته تم کېږو چې زموږ د ولسمشر لخوا په مافوق رتبه بست کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ښه سمبالښت په موخه ټاکل کېږي.
د ولسمشر حامد کرزي دورې سلاکارانو او مشاورینو ته بېرته ځکه نه ستنېږم چې هغه وخت تېر شوې که هر څومره سلاکارانو یې لرل سل وه که دوه سوه او یا درې سوه خو موږ باید یوم البدتر نشو بلکي یوم البهتر شو او نه باید تېره دوره خلکو ته د د لیل په توګه راوړو ځکه هره دوره ځانته ځانګړنې او ځانته چاپېریال لري نو که څوک د حامد کرزي دوره د د لیل په توګه راوړي نو د هغه دوره دې بیا د طالبانو له دورې سره مقایسه شي خو نه باید داسي ونشي ځکه هغه د امریکایې لیکوال دیل کارنګي په وینا چې (د هرې ورځې په شروع کیدو سره باید سړی نوې ژوند پیل کړي) نو اوس راځم د اوسني ولسمشر غني سلاکارانو او مشاورینو ته چې ده د خپلو چارو د لا بهبود لپاره ټاکلي خو له څو تنو پرته یې حتی ځینو سلاکارانو ته زما دمعلوماتو له مخي د لیدو وخت هم نه دې ورکړي.
نو که دلته د ولسمشر غني سلاکاران او مشاورین په بیلابیلو کتګوریو باندې وویشو نو بده به نه وې ځکه ترڅو موضوع لوستونکو ته لا ښه روښانه شي.
لومړی کتګورۍ سلاکاران: دا هغه سلاکاران او مشاورین دي چې هم په اجرایوې دندو کې او هم د سلاکارۍ په دندو کې بریالي دي او ولسمشر غني هم له دغو سلاکارانو او مشاورینو سره نږدې اړیکې لري او وخت ناوخت ناستي او هم د هېواد په چارو کې ورسره سلا مشورې ترسره کوي په دې ډله سلاکارانو کې د بیلګي په توګه د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په سیاسي چارو کې ځانګړې سلاکار ډاکټر محمداکرم خپلواک نومونه یادولي شو.
دویمه کتګورۍ سلاکاران: دویمه ډله هغه سلاکاران او مشاورین دي چې د سلاکارۍ په دندو کې دومره نه دې ځلیدلي خو په اجراییوې دندو کې پیاوړې ښکاري او ولسمشر غني ته هم پکار وه چې دغه کتګوري خلک یې د مشاورینو په توګه نه بلکي د هېواد په کوم اجراییوې پوست باندې ګومارلي وي، ځکه دغه مشاورین له سلاکارۍ له دندو سره زما په اند دومره لیوالتیا نلري او له بلې خوا نه غواړي کومه ورځ له رسنیو سره خپله ستونزه شرېکه هم کړي ځکه دوی د ولسمشر تجدید نظر ته په تمه دي نو په دغه ډله سلاکارانو کې د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد او د بادغیس پخواني والي احمدالله علیزي یادولي شو چې ویل کېږي جمعه خان همدرد له سلاکارۍ څخه لاس په سرشوې هم دی.
دریمه کتګورۍ سلاکاران: په دغه ډله سلاکارانو کې یوازې هغه سلاکاران او مشاورین شاملېږي چې هغوي په اجراییوې پوستونو کې نه دي ځلیدلي خو د سلاکارۍ په دندو کې یې هم تر اوسه کوم د پام وړ کارونه نه دي ترسره کړي چې هغه رسنیز کړي خو که ولسمشر غني ورته وخت ورکړي او سلا ورسره وشي نو کیدای شي په خپلو کاري برخو کې ورته سمې سلامشورې ورکړي خو له دغي ډلي سلاکارانو سره ریس جمهور ډېر کم ویني د بیلګي په توګه یې له دغه ډول سلاکارانو څخه د دوه سلاکارانو نومونه دلته یادولي شو چې عبارت له حاجي صیب دین محمد او نبي مصداق څخه دي.
څلورمه کتکورۍ سلاکاران: دغه ډله سلاکاران او مشاورین یوازې په دې خوشاله دي چې د ولسمشر غني سلاکاران ټاکل شوې دي ګنې نور د هیڅ شي په کیسه هم نه دي نه ولسشمر غني له دوي څخه د مشورې هیله لري او نه دوی دومره ځان په عذابوي چې ولسمشر ته د مشورې ورکولو لپاره څه په معزو کې ولري ، نو دوی یوازې د سلاکار په نوم خوشاله او خپلي تنخواوې او ډوډۍ ګانې خوري نو له ولسمشر سره د لیدو ډېر شوقیان هم نه دي ځکه ویرېږي چې ولسمشر غني به ترې په کومه موضوع کې د مشورې غوښتنه وکړي نو بیا به ورته څه ووایې خو د ارګ په اخترونو، جمعو لمونځونو او د مړو او ژونديو په خیراتونو کې بیا ځانونه ډېر مطرح کوي ترڅو ولسمشر غني یې وګوري کوم خلک چې د ارګ ناستو ته لاس رسي لري کولای شي په ژوندۍ بڼه مشاهده کړي نو په دغه ډله کې د ارګ زیات سلاکاران او مشاورین راځی چې دلته د کوم ځانګړې سلاکار نوم له یادولو څخه تېریږم ځکه هرڅوک ځان په خپله پیژني.
نو د ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ریاست جمهوري د سلاکارانو شمېر له سلو اوښته خو ولسمشر غني تر اوسه لومړنۍ پنځوسیزه پوره کړې او په ځینو برخو کې د یوې ځانګړې برخي لپاره دوه ، دري حتي څلور مشاورین یې هم ټاکلی دي د بیلګي په توګه په ټولنیزو بر خو کې څو تنه سلاکاران دي، د رسنیو او علمي برخو کې څو تنه سلاکاران دي، د قومونو او قبایلو چارو کې څوتنه سلاکاران دي ، د ځوانانو په چارو کې څو سلاکاران دي او همداسي نور، د مشرانو په اند په یوې برخه کې له دوو څخه زیات مشاورین اخیستل د دولت له بودیجي او ملت سره ظلم دي.
نو که د نړۍ او په شااوخوا ګاونډیو هېوادونو کې د ولسمشرانو سلاکارانو ته پاملرنه وکړو نو شمېر تر شلو نه رسېږي خو زموږ په بې وزله هېواد کې یوازې ولسمشر ته دومره سلاکاران ټاکل کېږي چې خپله ولسمشر یې هم نه پیژني چې فلاني څه کاره دی.