د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویسټ انډیز (غرب الهند)

خان ولي کامران 26.04.2016 11:02

ویسټ انډیز د سپورت په نړۍ او په ځانګړې ډول د کرکټ په برخه کې ځانته یو ځانګړې نوم پیدا کړې او له همدې کبله د وسیټ انډیز هېواد نوم د نړۍ په لر او بر کې د خلکو په خولو او ژبو کې ګرځی چې لامل د یادې سېمي واکمن سیاستوال نه بلکې د یادې سېمي د کرکټ لوبډله ده.
ویسټ انډیز لوبډلې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په خپلې زړه پورې لوبې سره د خلکو زړونه ګټلي او د یادې لوبډلې د هر یو غړی نوم د خلکو په ژبو باندې ګرځي حال داچې د یادې سېمي د واکمنو ولسمشرانو نومونه د چا په یاد نه دي بلکې څوک یې پیژنې هم نه خو د کرکټ د لوبډلې غړي هر یو ګریسګیل ، بیرن او نورو نومونه زموږ په لارو او کوڅو کې د کرکټ د لوبې پر مهال کوچنیو ماشومانو هم په خپلو ځانونو ایښي دي.
د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې د غړو نومونه هغه مهال زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د خلکو زړونه وګټل چې د افغان کرکټ له لوبډلې څخه یې په هند کې د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو پرمهال ماتي وخوړه او له ماتې وروسته ګریسګیل د افغان لوبډلې د غړو په منځ کې را ښکاره او له افغان لوبډلې سره د خپلې ماتې بریا ونمانځله نو د ګریسګیل په دغه کار سره افغانان له حد زیات خوشاله شوه او له هغی وروسته د ویسټ انډیز د لوبډلې په بریا افغانان خوشالېږي او د افغانانو د دعا له برکته په هند کې د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو جام یې هم وګټه.
غرب الهند یا ویسټ انډیز د امریکا په براعظم کې موقیعت لري چې جنوب او لږ ختېځ خواته د امریکا متحده ایالاتو د فلوریدا ایالات، ختېځ لورې ته مرکزي امریکا او جنوب ته یې مکسیکو او شمال لورې ته یې شمالي امریکا واقیع ده.
ویسټ انډیز د ډېرو زیاتو ټاپوګانو یا جزیرو لرونکې سېمه ده چې د کاریبین (Caribbean) سیند پواسطه د شمالي اتلانتیک بحرڅخه جدا شوې دي چې درې مهمي او لویې جزیرې عبارت دې له بهاماس (Bahamas) شمال، ګریټر انتالیس (Greater Antilles ) مرکزی او لیسزر انتالیس (Lesser Antilles ) جنوب ختېځ څخه.
د بهاماس ټاپو بیا په خپل ترکیب کې درې زره () واړې جزیرې او بحری تپی لري او ګریټرانتالیس ټاپو کې د کیوبا، جمانیکا، هایتي او ډومینکن جمهوریت موقیعت لري چې امریکا متحده ایالات په کیوبا کې د القاعدي او طالبانو ساتلو زندان هم لري او لیزر انتالیس جنوب ختیځ خواته یو کوچنې ټاپو دي چې په دوه ګروپونو (لیوارد او وینډوارد) ټاپوګانو باندې تقسیم شوې دي چې ددغو ټاپوګانو په بیلابیلو سېمو باندې د برتانیا او فرانسي مستعمري وي چې سورینام او ګیانا هېوادونه هم په دغو سېمو کې موقیعت لري.
هندیان د ویسټ انډیز سېمي لومړنې اوسیدونکي دي نو کله چې په 1492 کرسټوپر کولمب لومړنې اروپایې کشف کوونکې یادو جزیرو ته ورسیده او د بهاماس په جزیره کې پښه کېښوده نو فکر یې کاوه چې دې اسیا(ختېځ هند) ته رسیدلي دی چې اوسنۍ اندونیزیا ده. نو کله چې هسپانیا د کرسټوپرکولمب په دغې تېروتنې پوهه شوه نو په یاده سېمه باندې بیا د غرب الهند (ٌWest Indies) نوم کېښوده .
نو د ویسټ انډیز هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د غړو د اخلاقو له کبله زیاتره افغانان متاثر شول او د یاد هېواد دموقیعت په اړه له ځینو افغانانو سره داسی شکونه پیدا شول چې دا هېواد به د نړۍ په کوم ځای کې موقیعت ولري حتی د مشرانو په یو مجلس کې چې زه هم ناست وم ځینو خلکو افریقایې هېواد باله او ځینو له استرلیا سره په خوا کې هېواد باله او ځینو د هند کومه سېمه ګڼله نو ما غوره وګڼله چې خپلو خلکو ته د ویسټ انډیز په اړه دغه معلومات راټول کړم ترڅو زموږ د افغانان د یادې سیمې په اړه معلومات کره او پاخه وي.