د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ژوند کې څنګه بریالي شو؟ ۲

خالد عثمان زوي 22.09.2015 12:02

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په نړۍ که به داسي څوک نه وي،چي بریا یې نه وي خوښه،خو د بریا لپاره باید انسان څه وکړي دا هغه پوښتنه ده چي په دې لیکنه کي یې تاسي ځواب موندلي شي.که څه هم موږ او تاسي ټول په ژوند کي د بریا په لټه کي یوو،خو د هر انسان تعریف د بریا څخه جلا ده.د مثال په ډول،ځېني خلک شهرت،پېسي او زور ته د ژوند بریا وايي او ځېني یې هم بریا په خپلي کورني پام کول،مسولیت منل او د میني محبت تر حده  یې محدودوي.
موږ ټول بریا د دې لپاره خوښو تر څو یو هوسا او ښکلي ژوند ولرو،اقتصادي آزادي ولرو په یو ښایسته کور کي ژوند وکړو،او ښایسته نوي ماډل موټر ولرو.
که څه هم پوهانو د بریالي ژوند لپاره ډیري سپارښتني کړي،خو زه غواړم د تجربي په لحاظ یو څو اړینو سپارښتنو ته اشاره وکړم.

په ژوند کې د بریا لپاره ۱۳ اړیني سپارښتني
۱: لوړ فکر
د لوړو فکرونو خاوندان تل په ژوند کي بریالي خلک دي،دا ډول خلک تل پر نورو رهبري کوي او د لاس لاندي یې ساتي.په انګریزانو کي یو مشهور متل ده،وایي لوړ فکر کوي تر څو لوړ شیان لاس ته راوړي.نو پدي اساس د په ژوند کي د بریا لپاره لمړني شرط په خپل ځان اعتبار لرل او لوړ فکر لرل دي.ځکه چي کوچني فکرونه په خپل ذات کي یوه ناکامي ده.
۲: څه مو چي خوښ وي د هغو په لټکه کي شي 
هغه خلک چي د خپلي خوښي کار د مندلو په هڅه کي وي نو پوه د شي چي د بریا څخه لري ندي،نو کوښښ وکړي چي د خپلي خوښي کار تشخیص او پکي تخصص وکړي.
۳: د ناکامي څخه مه  ويریږي
که څه هم دا یوه عامه خبره ده چي ناکامي په خپل ذات د بریا لپاره یو ښه چانس ده.نو په یاد ولري چي په ژوند کي بریالي خلک هیڅکله هم د ناکامي څخه نه ويریږي.


۴: ضد مه کوي
 په ژوند کي د بریالیتوب لپاره باید د خلکوسره ضد  ونکړي،د دي په لټه کي شي چي څنګه د خلکو په منځ کي خپل ځان پیدا کړي.ولي چي پوهانو په ژوند کي د بریا مندلو لپاره د خپلو خلکو سره پاتي کیدل او له دوي سره صمیمي کیدل یو آسانه او ګټه وره فورمولا بللي ده.
۵:  د نویو نظریو په شریکولو کي مه ويریږي
.د بریالیو خلکو د عادتونو څخه یو عادت هم دا ده،چي کله هم د یو نظرېي په هکله فکر وکړي نو ژر یې د خلکو سره شریکوي.کوښښ وکړي چي کله مو هم په خپل ذهن کي یو نظریه درَک کړه نو د خلکو سره یې په شریکولو کي مه ويریږي.
۶: په ځان اعتبار لري
 په خپل ځان اعتبار لرل،د بریا له لمړینو شرطونو څخه ګڼل کیږي. هغه خلک چي په ځان اعتبار لري،نو د بریا پر لور روان دي.باید په یاد ولري،که تاسي د یو کار خوب لېدلي شي نو پوه شي چي کولي یې هم شي.

۷: د خلکو سره ښه رویه کوي
څوک چي د خلکو سره  ښه رویه کوي او د ښې رویي په ساتلو کي مهارت لري نو پوه د شي چي په ژوند کي یو بریالي شخص ده.ولي چي په ښه رویه، هیڅوک نشي کولي ستاسي د بریا مخه ونیسي،خو په بده رویه په نړۍ کي داسي څوک نشته چي تاسي سره مرسته وکړي.
۸: خلک مه پریږدي  تر څو ستاسي د بریا خنډ شي
خلکو ته چانس مه ورکوي ستاسي پر وړاندي ناسم تبلیغ وکړي تر څو ستاسي د بریا خنډ نشي.خلک چي څه فکري کوي هغه د دوي ستونزه ده،په ځان اعتبار ولري چي بریا ستاسي ده.
۹: زیارکښ اوسي
په نړۍ کي تل هغه خلک بریالي دي،کوم چي د تر نورو ډیر زیار باسي  او د خپل علم او پوهي په لوړوالي کي زیار کښي.ځکه څوک چي ډیر زیارکښ وي هغه د نورو په پرتله بریالي وي.

۱۰: په ستونزو غالب شي 
نړۍ کي داسي څوک نشته چي کله هم د ستونزو سره نه وي مخ شوي،خو توپیر دا ده چي بریالي خلک تل په سړه سېنه په ستونزو غالب کیږي.
۱۱: د وخت سم مدیریت وکړي
په ژوند کي د بریالو خلکو یوه ځانګړنه هم دا ده،چي د وخت سم مدیریت یې کړي.نو که د وخت مدیریت د هغو لپاره یوه اړینه سپارښتنه ده، څوک چي د بریا په لټه کي وي.
۱۲: خپل ژوند د نورو سره مه پرتله کوي
خواشېني سره باید ووایم چي زموږ په ټولنه کي ډیري خلک خپلي بریاوي او د ژوند سطح د نورو خلکو  بریاوو او ژوند سره پرتله کوي چي دا ډول عادت د بریالیو خلک نه شي کیداي.که تاسي د خپلو بریاوو څخه خوښ یاست نو اړینه ده چي د نورو سره یې پرتله  نکړي.
۱۳: خپل شته نعمتونه حساب کړي
دا اړینه نده چي تاسي په ژوند کي څومره لاسته راوړني لري،که چیري تاسي پدي زیات تم شي کوم چي تاسي لاسته ندي راوړي،نو په ژوند کي به تل د خپګان احساس کوي.نو پدي اساس کوښښ وکړي هغه څه چي لري په هغو شُکر وباسي او د خپلو ویاړونو څخه خوند واخلي.