د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيم په نيمه

حفيظ 28.06.2015 12:09

خټکي که هندوانې دې نيم په نيه
که ټيپر که الوچې دي نيم په نيمه
داقدرت بايد چې نيم په نيم تقسيم شي
که ميلې دي که چړچې دي نيم په نيمه
له چينکو نه نيولی تر اشپزه
که په ارګ کې څه پيالې دي نيم په نيمه
کله کله به دا فکر خپل بدل کو
که تبلی که ارموني دي نيم په نيمه
حيواناتو کې هم برخه درنه غواړم
دازمريان دي که اوزې دي نيم په نيمه
دوکانون هوټلونه سره ويشو
همبر ګر که پکوې دي نيم په نيمه
په توتانو اوتلخانو به دموړ کړم
شفتالو که الو چې دي نيم په نيمه
له بانکونو معدنونو نه نيولی
داشپيلاق که پوقانې دي نيم په نيمه
ته هم نيم شوی زه هم نيم شوم يو به نشو
داد چا مونږ ته ښيری دي نيم په نيمه
بې له دينه دلته شهر ناپرسان دی
که ثروت يا بنګلی دي نيم په نيمه
له ريانه به مسواک په غاښو مښو
په لاسو کې چې تسبيح دي نيم په نيمه
دمظلوم ملت کولمې به سره باسو
که ټوپک او که چړې دي نيم په نيمه
د حفيظ مليار شعرون ټول غمجن دي
د دردونو قافلې دي نيم په نيمه
نيم په يه