د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موازي حکومت او موازي مخالفتونه

خان ولي کامران 23.06.2015 11:30

د افغان طالبانو له لورې د اسلامي دولت ( داعش) مشر ته په یو لیږل شوې لیک کې غوښتنه شوې چې د طالبانو تحریک ترڅنګ د داعش په نوم له موازي حرکت څخه ډډه وکړي ترڅو د طالبانو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ نشي خو د لیک په متن کې له ورایه ښکاري چې د داعش راتګ د افغان طالبانو د زوال په مانا دي .
د ننګرهار او فراه په ولایتونو کې د طالبانو او داعش وسلوالو د خپل منځي نښتو په ډاګه کړه چې داعش د هرې ورځي په تیریدو سره قوي کېږي او طالبان یې په ویره کې اچولي چې یې نور دم او منتر دواړه کار نکوي ځکه داعش وسلوال تر دوی څو برابره بې رحمه دي او کمال یې هم دا دي چې دوی لومړي یې له همدوی بې رحمه طالبانو څخه پیل کړيده.
نو د طالبانو له لوري دغه لیک داسي مهال د اسلامي دولت جنګیالیو مشر ابوبکر ته لیږل کیږي چې څو ورځی وړاندي د داعش وسلوالو یو قوماندان مولوی عبدالرحیم مسلم دوست له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې طالبان د پاکستان د استخباراتي سازمان اجنټان دي او د هغوی په لارښوونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ترسره کوي ترڅو په افغانستان کې د پاکستان ګټي خوندي کړي.
د داعش ددغه تور وروسته د افغان طالبانو مشرتابه افغان ولس ته د یاد تور په اړه سپیناوي ونکړ چې ایا رښتیا هم طالبان د پاکستان د استخباراتو په ملتیا په افغانستان کې خلک وژني او یا که یې وژل په حقه دي نو د طالبانو سکوت ددې په مانا شو چې داعش ډله په خپله ادعا کې رښیتني ده نوځکه یې د داعش نظامي جبهه د هرې ورځی په تیریدو سره قوي کېږي او زیاتره طالب اورپکي چې د خپلو طالب مشرانو له کړنو څخه ناراضه دي له داعش سره یو ځای کېږي خوحیف د هغو لس ګونو زرو بې ګناه ولسي خلکو چې د طالبانو ، نړیوالو ځواکونو او د افغان دولت ځواکونو په مخامخ جګړو کې،د بې پیلوټو الوتکو په بریدونو کې ،ځانمرګو او په بمې بریدونو کې او په لسګونو نورو تورونو باندې د خاورو لاندې شول.
نو طالبان په ښکاره توګه د داعش له نفوذ څخه په ویره دي او فکر کوي ډېر ژر به د دوی ځای ونیسي او دوی به حاشیه ته کړي چې له امله به یې په سیاسي میدان کې ورته ګټي محدودی کړي چې دا دیارلس کاله یې ورته د سر په بیه مبارزه وکړه لکه څرنګه چې د طالبانو د مخالفت په شتون کې د حزب اسلامي حکمتیار ډلی مخالفت چې یو اړخ هم ورته دومره ارزښت نه ورکوه.
نو په دغسي حساسو شیبو کې باید افغان دولت مسولین له دقت او ژور فکر څخه کار واخلي او په هېواد کې د تل پاتې سولي په محور باندې حالات را وڅرخوي ځکه په زور باندې کلي نه کېږي نو طالب ، حزب اسلامي او نورې مخالفی وسلوالي ډلو سره د سولي خبري ګړندۍ کړي او داعش په نطفه کې شنډ کړي نو که داسي ونشي نو له طالب وروسته به داعش په یو مستقل او جدي ګواښ تبدیل شي چې یوه لسیزه به نور هم افغانان په یو او بل نوم وژل کېږي او سوله به د اینځر ګل شي.
نو که له یوې خوا طالب د داعش له نفوذ څخه په ویره کې دي او له ځان سره یې موازي حرکت بولي نو له بلي خوا اوسني افغان دولت هم موازي بڼه لري په یوه حکومت کې دوه حکومتونه موجود دي او ټولي کړنې د دوه ماڼیو له لوري سمبالیږي د بیلګي په توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستان سره د استخباراتي اړیکو په اړه خبري کوي له بلي خوا د مرمرینې ماڼۍ لوی مشر عبدالله عبدالله له تاجکستان سره ګډ تفاهم لیک لاسلیک کوي چې په افغانستان کې کولای شي خپل عملیات ترسره کړي، د ناروي په اوسلو کې له طالبانو سره د سولي د خبرو په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ حکمت خلیل کرزي استوي خو اجرایه ریاست د محقق په مشرۍ پلاوي استوي نو له دې څخه معلومېږي چې په حکومت کې سره د سولي په اړه هم مختلف بیلابیل نظرونه لري نو همدارنګه دغه ګډ حکومت دوه بیلابیلي لاري لري چې هیڅکله هم سره د روڼ اندو په اند یو ځای کیدای نشي ځکه دوی یو پر بل باور له لاسه ورکړي او بې اعتباره دي نو په دغسي حلالاتو کې که د طالبانو ترڅنګ داعش وده کوي او طالبان حاشیه ته کوي او له بلې خوا دلته خپله حکومت په دوه لاري کې موجود وي نو لري نه ده چې په هېواد کې حالات به له یوې ورځي څخه بلې ورځي خرابېږي او افغان وژنه به همداسي دوام لري.