د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وزیرانو سل ورځني پلان

خان ولي کامران 19.05.2015 12:00

هره ورځ د ملي راډیو تلویزون له څپو او د یو شمېر نورو رسنیو څخه اورو او وینو چې پلانې وزیر خپل سل ورځني پلان ولسمشر ډاکټر اشرف غني ته وړاندي کړ او ولسمشر غني ورته لارښونه وکړه چې په پلانۍ او پلانۍ برخه کې باید زیاته پاملرنه وشي.نو دولسمشر دغه ګام د ستاینې وړدی او وزیران هڅوي چې په خپلو اړونده وزراتونو کې خپلو اصلي موخو اولومړیتوبونو ته متوجي شي خو په دې شرط چې له سلو ورځو وروسته د وزیرانو کارونه د خپلو جوړ شوو پلانونو په اساس د یو مسلکي او بې پرې ټیم لخوا وارزول شي ترڅو معلومه شي چې کوم وزیر څومره د خپل جوړ شوې پلان له مخي مخکي تللې او څومره د پلان په کومه برخه کې پاتې راغلي دی.
نو د اروزنې ټیم باید د هر وزیر د پلان مطابق د بریالیتوب د راز منابعو او سرچینو دیادولو ترڅنګ باید په پلان کې د کومې برخي د پاتې راتلو عوامل او موانع هم په ګوته کړي ترڅو د پاتې برخو د بریالیتوب لپاره نورې لارې چارې ولټول شي. د ارزونې دغه ټیم باید په مسلکي توګه هغه د انګلیسي د سوات ( SWOT) او پیسټیک (PESTEC) د تحلیلونو له مخي مخکي لاړ شي چې دغه دواړه تحلیلونه د نړۍ له معتبرو تحلیلونو څخه شمېرل کېږي او زیاتره خلک خپل پلانونه او خپلی پروژي ددغو تحلیلونو پر اساس مخکي وړي .
SWOT: S: Strengths (قوي نقطي), W: weaknesses (کمزورې نقطي), O: opportunities (چانس، موقع), T: threats (تهدید، ګواښ).
PESTEC: P: Political (سیاسي), E: Economic (اقتصادي), S: Social (ټولنیز), T: Technological (تخنیکي), E: Environmental (چاپېریالي), C: Competitive (سیالي).
د افغان کابیني وزیرانو که خپل دغه سل ورځني پلانونه د یادو تحلیلونو پر بنسټ جوړ کړي وي نو دغه کار هم وزیرانو سره د کارونو او پروژو په تطبیق کې مرسته کوي او هم د ارزوني له ټیم سره ځکه د اروزنې ټیم کولای شي د وزیرانو د جوړ شوو پلانونو ارزونه په اسانۍ او په کم وخت کې ترسره کړي. ځکه د اروزنې د یادو تحلیلونو په اساس کولای شو د یوې پروژي د تطبیق پرمهال د سوات د تحلیل په اساس د پروژي قوي نقطي، کمزوري نقطي، موقع ، چانسونه، تهدید او ګواښونه معلوم کړو نو په اسانۍ سره کولای شو یاده پروژه تطبیق کړو ځکه مخکي له مخکی به یې موږ ته ټولي خواوي معلومي شوي وي او په هماغه اساس به خپل پلانونه مخکي وړو او که داسي ونشي نو زموږ پلان به نیمګړي پاتې وي.
همدارنګه د پیسټیک په اساس کولای شو دیو جوړ شوې پلان او پروژې د تطیق پرمهال د پروژې سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز ، تخنیکي او مسلکي ، محیطي یا چاپېریالي او د سیاليو اړخونو د معلومولو او اغیزو په اړه معلومات ترلاسه کړو چې د یوې پروژې په تطبیق سره په سېمه کې سیاسي ګټه او ستونزه څه ده، د اقتصاد له پلوه یې خلکو ته څومره ګټه یا زیان رسېږي، د خلکو په ټولنیز ژوند باندې څومره تاثیر لري مثبت اړخ یې قوي که منفي، تخنیکي او مسلکي برخه باید وارزول شي چې د امکان وړ ده او کنه همدارنګه په محیط باندې د تاثیرانو اړخ باید په جدي توګه وڅیړل شي او په سېمه کې د نورو اړونده ادارو د سیالۍ کچه یې معلومه شي نو د پروژي ګټه به هم اداري او هم خلکو ته ډېره وي او که داسي ونشي نو له ګټي به یې زیانونه زیات وي.
نو که د وزیرانو پلانونه داسي جوړ شوي وي چې عملي بڼه یې کمزوي وي او هسي له غرونو څخه غوښي او له سیندونو څخه ښورواوي جوړول وي او ولس ته بیا تشه کاسه په مخ کې کېښودل کېږي نو ښه خبره ده چې سره له اوس نه ریس جمهور او وزیران د خپلو امکاناتو په شتون کې له ولس سره د کارونو ژمني وکړي او هم د وزیرانو پلانونه داروزني د ټیمونو پواسطه داسي بې پرې وارزول شي که په ارزونه کې بریالي راوت خپلو کارونو ته ادامه ورکړي او که ناکام راووت باید شرافت مندانه توګه استعفا ورکړي.