پوځي سمون، اړین لومړیتوب
16.03.2015 10:29د افغانستان وسله والو ځواکونو د سرتېرو او منسوبینو د مرګ ژوبلې، فرار، استعفا، کره شمېرې، روزنې، له وسله والو مخالفینو سره د هغوی جګړه ییزه وړتیا، او نورو مسائلو په اړه له ډېرې پخوا په کورنۍ او نړیواله کچه اندېښنې شتون لري او دا مسائل له ډېرې مودې راهیسې د بېلابېلو سرچینو له خوا تر بحث، شننې او څېړنې لاندې دي، خو په دې وروستیو کې چې بهرني ځواکونه له افغانتستانه وتلي او پاتې برخه یې هم د افغانستان له وسله والو ځواکونو سره په جګړه کې نېغه برخه نه اخلي او وسله وال ځواک اړ دی په خپلواکه توګه له هېواده دفاع وکړي؛ نو ددې مسئلې ارزښت او اهمیت یې لا پسې ډېر کړی دی.
د افغانستان بیارغونې د څارنې امریکايي ادارې (سیگار) په دې وروستیو کې په دې اړه یو رپوټ خپور کړی، چې بېلابېل غبرګونونه، اندېښنې او بې باورۍ يې راپارولي دي.
په دغه رپوټ کې د افغان سله وال پوځ له لیکو څخه د فرار او رسمي استعفا او په جګړو کې د تلفاتو پر ډېروالي سربېره ویل شوي، چې د افغان ځواکونو شمېر تر هغې ډېر کم دی، چې د افغان اړونده ادارو له خوا ښودل شوی دی.
که څه هم په دې اړه تر دې وړاندې هم بېلابېلې اندېښنې او تبصرې شتون درلود، خو په دغه رپوټ کې په بېلابېلو برخو کې داسې ځانګړي اسناد، شواهد، ارقام او شمېرې وړاندې شوي، چې سربېره پر دې چې د افغان دولت او نړیوالو ملاتړو او مرستندویانو ترمنځ یې د باور فضا ته زیان رسولی، افغان دولت یې په دې اړه ځینو کړنو او اقداماتو ته هم ځیر کړی دی.
کېدای شي په دې اړه د سیګار کړې سروې او څېړنه تر یوه ځایه کره او دقیقه وي او کېدای شي په بشپړه توګه کره نه وي، ځکه ډېری وخت په ډېریو پوځي قطعاتو کې سرتېري او منسوبین په قانوني رخصتۍ تللي وي، ډېری وخت د جګړو تودو سنګرونو ته د نه تللو په موخه سرتېري په لوی لاس خپل ځانونه پټوي او یا د پوځي جزوتامونو له مسوولینو سره د خپلوي یا نورو اړیکو پر بنسټ د جګړه ییزو دندو پرمهال له پوځي قطعو ویستل کېږي. ددې امکان هم شته چې ځینې پوځي جزوتامونه په دې خاطر چې د نشتو افرادو له معاش او نورو لوژستیکي امتیازاتو څخه شخصي ګټه پورته کړي، د قطعاتو د افرادو شمېر ډېر او یا حاضر ښيي او دې ته ورته نور ډېر بېلابېل لاملونه او مسائل ... خو د افغانستان په څېر په جګړه کې اخته هېواد کې، چې پر وسله وال پوځ سربېره په ټولو برخو کې فساد، نیمګړتیاوې، ستونزې او ناانډولۍ شتون لري، ښايي یاد شوي مسائل تر ډېره بریده عادي او طبیعي وي، که دا شرایط په بل هېواد کې هم وای او یا عملاً شتون ولري، نو کېدای شي همدا نیمګړتیاوې پکې موجودې وي، چې ورته مسائل آن په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو د شتون پرمهال د هغوی په منځ کی هم شتون درلود. خو سره له دي هم دا راپور د افغانستان دولت لپاره یوه هیښنده ننګونه، خبرداری او ګواښ دی، چې دولت، په ځانګړي ډول د وسله وال پوځ لوړپوړي چارواکي او مسوولین باید د یاو شوو مسائلو په اړه جدي کړنې د خپلو چارو په لومړیتوبونو کې وشمېري او د سمون او اصلاح لپاره یې لازم او چټک تدابیر ترلاس لاندې ونیسي.
وسله وال پوځ او د دولت لومړیتوبونه
زما په اند دولت باید له ډېرې پخوا په دې اړه جدي اقدامات کړي وای، خو په ځانګړي ډول د سیګار د راپور له خپرېدو وروسته باید د وسله وال پوځ په لیکو کې لاندې جدي او چټکې کړنې ترلاس لاندې ونیسي او عملي یې کړي:
لومړی: تر ټولو مهمه او بېړنۍ مسئله د وسله وال پوځ د اصلي او کره شمېرې معلومول دي، ځکه په دې توګه لومړی په بېلابېلو جزوتامونو او پوځي قطعو کې د بې ځایه او اضافي لګښتونو مخه نیول کېږي، چې کېدای شي په دې برخه کې د پام وړ توپیر رامنځته شي.
له بل لوري، زموږ په هېواد کې د جګړه ییز وضعیت په پام کې نیولو له پوځي پلوه باید دا شمېره په بشپړه توګه کره او دقیقه وي، ځکه له دې لارې د دښمن له شمېر او ځواک او د هغوی د جګړه ییزو فعالیتونو سره سم انډول او توازن رامنځته کېږي، له دې پرته پر نورو ستونزو او زیانونو سربېره د وسله وال پوځ تلفات هم ډېرېږي. له بل پلوه ددې کره شمېرې پر معلومولو هغه مسوولین او افراد هم تشخیصېږي، چې له دغو تشو څخه یې ګټه پورته کړې، چې باید ورسره حساب وشي.
دویم: په پوځ کې انضباط او ډسپلین د هغه د ژوند او روح په معنا ده، په دې برخه کې باید دوو مهمو اړخونو ته ډېر پام وشي، چې نه شتون او نه مخینوی یې په پوځ کې د بې نظمیو او له لیکو څخه د فرار او غیابت لامل ګرځي . لومړی دا چې، په پوځي قطعاتو کې د عسکرۍ ټول اصول، ضوابط، قوانین او مقررات په ډېره جدي توګه پلی او تطبیق شي او دویم په ټولو قطعاتو کې باید د فساد، شخصي اړیکو او نورو ناوړه مسائلو د شتون مخه ونیول شي.
درېیم: بله مسئله چې له پوځي قطعاتو څخه د فرار لامل ګرځي، هغه له جګړه ییزو فعالیتونو څخه د سرتېرو او منسوبینو اوږه تشول دي، کله چې یوه عسکري قطعه کوم جګړه ییز فعالیت یا ناامنو سیمو ته د عملیاتو په خاطر ګمارل کېږي، له تګ وړاندې ډېری سرتېري او منسوبین له بېلابېلو امکاناتو او پلمو څخه پر ګټې اخستنې له تګ څخه ډډه کوي او یا هم تېښتې ته مخه کوي، ځکه نو په پوځي قطعاتو کې انضباط، احضاراتو او بې له توپیره د قوانینو تطبیق ته ډېره جدي اړتیا ده.
څلورم: بله موضوع چې ترې انکار نه شي کېدای، په پوځي قطعاتو او جزوتامونو کې د مخالفینو د بېلابېلو شبکو نفوذي افراد دی، دا مسئله سربېره پر دې چې نورو ډېرو سترو خطرونو ته لار هواروي، د ناوړه تبلیغاتو له لارې د وسله وال پوځ د سرتېرو او منسوبینو د پوځي مورال د کمزورتیا او ماتېدو او په ټوله کې د هغوی د فرار یا استعفا لامل ګرځي، ځکه نو په پوځي قطعاتو کې باید استخباراتي کشفي فعالیتونه چټک او پراخ شي او دا ډول اشخاص کشف او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په پوځي وړتیا او ملي روحیه د منسوبینو روزنه:
په داسې حساسو شرایطو کې چې افغان دولت په یوه وخت د جګړې او سولې مسایلو سره مخ دی، نه یوازې د وسله وال پوځ پوځي روزنې، تجهیز، وړتیا، د دښمن تشخیص، د هغوی د پلانونو شنډولو او نوور عملي اقداماتو ته اړتیا ده، بلکې دا مسئله هم ډېره مهمه او بنسټیزه ده، چې د وسله وال پوځ منسوبین نه باید فکر وکړي، چې یوازې د معاش او امتیازاتو په مقابل کې د دولت د اهدافو لپاره جنګېږي، بلکې هغوی ته د ملي شعور پر ورکولو باید داسې روحیه ورکړ شي، چې د هېواد له نوامیسو او زمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د هغوی هېوادنۍ، ایماني او وجداني دنده ده او هغوی باید خپل ټول فعالیتونه په شعوري توګه د وطنپالنې له روحیې سره سم د زړه له کومي ترسره کړي، چې دا مسئله سربېره پر دې چې په پوځي قطعاتو کې د ننه د مخالفیتو د نفوذي افرادو د فعالیتونو مخه نیسي او د هغوی په کشف او رسوا کولو کې د پام وړ ګټوره ونډه ترسره کوي، پر پوځي بېلابېلو فعالیوتونو هم د پام وړ مثبت اغېز ښندي.
پنځم: بل مهم چې د پوځ له لیکو د سرتېرو او منسوبینو د فرار او استعفا لامل ګرځي، هغه پر وخت د هغوی د معاشونو او امتیازاتو نه ورکول دي، دا چې ډېری سرتېري او منسوبین د خپلو کورنیو متکفلین دي او په اصطلاح د همدغو معاشونو له لارې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي، نو کله چې ورته معاشونه او امتیازات پر وخت نه ورکول کېږي، فرار او استعفا ته اړ کېږي.
که دولت په پوځ کې د فساد او بې ځایه لګښتونو مخه ونیسي نو سربېره پر دې چې پر وخت د معاشونو او امتیازاتو چارې اسانېږي، ددې امکان هم شته، چې د پوځ د منسوبینو د معاشونو او امتیازاتو لوړېدو ته هم لاره هواره شي.
کېدای شي، پر دغو یادو شوو کړنو او تدابیرو نورو ګڼو هغو ته هم اړتیا وي، خو دا هغه مسایل دي، چې زما په اند که دولت په دې اړه چټک، پراخ او اړین تدابیر عملي نه کړي، کېدای شي د پوځ له لیکو نه د سرتېرو او منسوبینو پر فرار او استعفا سربېره له نورو بېلابېلو ستونرو، ننګونو او زیانونو سره هم مخ شي.

