د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان کرکټ د زوال په لور

خان ولي کامران 20.02.2015 18:57

په استرلیا کې د 2015 کال د نړیوال جام په لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لومړنۍ لوبې بایلل ښئ چې د کرکټ بورډ په مشرتابه کې ستونزې دي ځکه ددغی لوبې لپاره ځینې لوبغاړي د بنګلدیش هېواد د کرکټ ملي لوبډلی سره د سیالۍ لپاره ټاکل شوېوه چې د کرکټ په مخکینو نړیوالو لوبو کې ښه پایله نه درلوده چې دا د کرکټ بورډ د مشرتابه کمزوري په ګوته کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي غیری معیارې لوبه له بنګلدیش سره په استرلیا کې د نړیوال جام په سیالیو کې وکړه چې د کرکټ د معیارونو له مخي هیڅ اړخ نه لګوه نو که همداسي لوبه په راتلوونکو نورو لوبو کې هم ترسره کړي نو کیدای شي د کرکټ ملي لوبډله هېواد د سورمخ ستنیدو پرځای خړ مخونه ستانه شي چې دا به د هېواد په کورني کرکټ په نورو لوبډلو باندي منفي اغیزه وکړي.
نو ددې لپاره چې په افغانستان کې د کرکټ لوبه پرمختګ وکړي او په راتلوونکو نړیوالو لوبو کې ښه وځلیږي نو پکار ده چې د افغانستان د حکومت مسولین د کرکټ بورډ د مشرتابه په ټاکلو کې بیا له سره غور وکړي او داسي کسان د کرکټ بورډ د مشرتابه لپاره غوره کړي چې هغه وکړای شي کرکټ دداخل سربیره په نړیواله کچه وځلوي چې موږ د کرکټ اوسني مشرتابه په اړه څو نقطو ته اشاره کوو چې هیله ده د افغانستان مسولین ورته د زړه له کومي پآملرنه وکړي.
د کرکټ بورډ اوسني مشر ښاغلی نسیم الله دانش او اجرایيوی ریس ښاغلی شفیق ستانکزی لومړی تیروتنه په استرلیا کې د نړیوالو جام سیالیو پرمهال دا وکړه چې د کرکټ د نړیوالو لوبو د پرانیستو پرمهال د هېواد ښه استازیتوب ونشو کړای ځکه ددغو سیالیو پرمهال هر هېواد کوښښ کوي چې د خپل هېواد استازیتوب په ښه توګه وکړي نړیوالو ته کم رانشي او نورو هېوادونو دغه چاره په ښه توګه ترسره کړه خو متاسفانه چې د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین په دغه کار کې پاتې راغلل او د نړیوالو سیالیو پرمهال یې افغانستان نړیوالو ته کم راوسته او د خپل افغاني فرهنګ ښه استازیتوب ونه کړو.
د کرکټ بورډ د مسولینو د ټاکلو په اړه ولسمشر غني هم له ډېرې بیړي کار واخیسته او د کابل بانک، ستره محکمه ، لویه څارنوالۍ او نورو په اړه داسي سرپه سر فرمانونه ورکړل چې دیوه یې هم څه پته ملت ته معلومه نشوه او همداسی له کرکټ سره هم وکړل دومره په بیړه یې فرمان ورکړ چې پایله یې په استرلیا کې د کرکټ ملي لوبډلی په ماتي تمامه شوه. ولسمشر غني باید د کرکټ بورډ سره داسی چلند نه وي کړي نوموړی باید ده د کرکټ بورډ له نورو مسولینو او ددغی لوبي د تخنیکي چارو په کارپوو کسانو په مشوره داسي مشر ټاکلي وي چې هغه د کرکټ لوبي د پرمختګ لپاره وړ تمام شوي وي.
د کرکټ بورډ یو پخواني چارواکي په یو مجلس کې وویل چې ولسمشر باید کرکټ له سیاست څخه لرې ساتلي وي خو متاسفانه نوموړي یو وار بیا د سیاسیونو په سلامشوره د دانش او ستانکزی په اړه یاد فرمان ورکړ چې د مخکینو چارواکو د لرې کیدو نیمګړتیاوي خلکو ته معلومي نه شوي.
نو د کرکټ ددغه مسول په وینا د کرکټ بورډ لپاره داسی کسان ګومارل چې هغه لوړې زده کړي ونه لري، د ادارې د مهار کولو او په کرکټ بورډ کې د تخنیکي ستونزو د حل وړتیا ونلري نو هغه به څنګه وکړای شي په نړیوالو لوبو کې ښه ولوبېږي.
نو د کرکټ د لا ښه ځلیدو په موخه باید د اوسني کرکټ ملي لوبډلي ترڅنګ دویم لاس لوبغاړي وروزل شي چې د کرکټ ملي لوبډلي تشه ډکه کړاي شي خو په افغانستان کې داسي کار نه کېږي او د ملي لوبډلي لپاره داسي کسان د سیاسیونو لخوا ټاکل کېږي چې هغه وړ نه وي، زما د معلوماتو پراساس یو کس چې ملي لوبډلي ته ځی هغه باید د لاندې څلورو کتګوریو څخه تیر شي خو په د ملي لوبډلي په غوره کیدو کې داسي نه کېږي د بیلګي په توګه ملي لوبډله، الف لوبډله، 19 کلنو لوبډله او 16 کلنو لوبډله چې تر اوسه پورې داسي نه دي شوي چې ددغو لوبډلو څخه یو کس دې د وړتیا پر بنسټ غوره شي بلکي ملي لوبډله میراثي شکل لري او هغه کس ورته لاره کوي چې هغه په کرکټ بورد په مشرتابه کې څوک وپیژني. نو د کرکټ بورډ د ملي لوبډلی زیاتره اوسني لوبغاړي د عمر له پلوه زیات شوې چې نور ورته پکار نه وه چې په نړیوالو سیالیو کې لوبدلی وي او نوو ځوانانو ته باید موقع ورکړل شوې وی خو داچي لوبډله میراثي ده نو ځکه نورو چانس نه ورکول کېږي.
نو د کرکټ بورډ د لا ښه غوړیدو په موخه باید مشرتابه دد اخلی اصلاحاتو په موخه ګام پورته کړي او د د ولایتونو او زونونو په کچه سیالۍ زیاتي کړي او هم د پوهنې وزارت له چارواکو سره په ګډه د سپورت د برخی د نصاب د پیاوړتیا کوښښ وکړي ترڅو وکړای شو په راتلونکي کې افغانستان د کرکټ ترڅنګ د سپورټ په نورو برخو کې هم ښه لاس ته راوړني ولري او که داسي ونشي نو ددې په ځای چې پرمختګ وکړو نو شاتګ کوو او کرکټ به بېرته د زوال په لوري لاړ شي نو د کرکټ بورډ په اړه به نور معلومات هم له تاسره شریک کړو د بیا لیدو په هیله.