د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

سمیع الله خالد سهاک 12.02.2015 01:08

غزل
د جګو غرو په سر زانګو می د وفا ښوریږی
زړه په ګوګل کی می له وخته کربلا ښوریږی
ها چی حسین لاړ آزادی لپاره یی سر وکړ
لا هم کابل کی می قاتل د عاشورا ښوریږی
د پښتون وینی بهیدلی په هر لویشت د وطن
د لیلی دښته کی لاهم می واویلا ښوریږی
نور نو د صبر کاسه پریوته نسکوره شوله
عرب، عجم لا په وطن می هره خوا ښوریږی
نسکور نسکور لاهم پراته دي مینان پدی لار
پاس په قبرونو یی پتنګان په واویلا ښوریږی
یو وخت زلمی وو خو لا هم د توری شرنګ پیژنی
د خالد هر یو رګ کی وینه په درازا ښوریږی

سمیع الله خالد سهاک
مرینه، کالیفورنیا ۱۱:۱۰ د فبروری دویمه، ۲۰۱۵ کال