زيري
10.02.2015 09:59لر او بر دوه ورو نه د يو کور ښکاري
دواړه د یو پلار او یوی مور ښکاري
لوی افغانستان پری تل ښایسته ښکاری
دوی له یو ټغر او یوه شکور ښکاری
خط د ډیورنډ په ورانیدلو دی
زړونو کی قوت په سر کی شور ښکاري
شته دی با وفا او بیوفا خلک
څوک یی خرڅوی چاته پیغور ښکاري
زه حفیظ ملیار به زیری درکړمه
ورک به شی غماز او مخ یی تور ښکاري

